۱۸ قوس ۱۳۹۲- کابل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ۱۸۴ زده کوونکو د افغانستان په امريکايي پوهنتون کې د تخصص کولو لپاره شامل شول.
د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین محمد اصف ننګ په دې اړه وویل چې د دې پروګرام لګښت څه کم یو میلون ډالر کېږي چې د نړیوال بانک په مرستو کې راځي، چې له مخې به یې د تخنيکي او مسلکي زده کړو زده کوونکي د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې د اکاونټینګ او مالوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ په رشتو کې تخصص ترلاسه کړي.
ده وویل چې د هر زده کوونکي لپاره به ۵ زره ډالر ورکول کیږي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت د نړیوال بانک په مرسته د کوپون په نوم یو ځانګړی پروګرام پیل کړی.
د دې پروګرام له مخې به ۱۰۰۰ زده کوونکي د افغانستان امریکايي پوهنتون په ګډون نورو کورنیو او بهرنیو پوهنتونو ته د تخصص لپاره ولیږل شي.
په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون بنسټ ایښودونکي شریف فایض د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت سره د تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې له زده کوونکو اخیستل شوي پیسې بېرته د همدوی پر زده کړې او د پوهنتون پر نورو چارو مصرفیږي.
ده وویل چې د زده کړو په برخه کې د افغانستان دولت او وزارتخانو سره هر ډول مرستې ته تیار دی.
د یادونې وړ ده چې تخصص ته بریالي کسان د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ټولو انستیتوتونو د زده کوونکو څخه په یوه عمومي ازموینه کې تر بریالیتوب وروسته ټاکل کیږي.