اوس هم په تاریخونو کې لولو او وینو چې د ملالي یوې ټپې خلک دومره په جذبه کې راوستل، چې د میوند جګړه د افغانانو په ګټه شوه. په ماشومتوب کې مو هم داسې خبرې اوریدلي، چې موږ یې جنګ او یا ژړا ته هڅولي یو. لکه د دوو ماشومان ترمنځ جنګ وي، نو دا یو بل ته وايي چې ځه مړه ته خو د هماغه زوی یې چې په غلا کې ګیر شوی و. دا خبره د ماشوم مغز پيچکاري کولی شي. که اوس څه ونه وايي، نو راتلونکي کې یې د غچ اخیستلو اراده کوي.
په اطرافو کې دا د پيغور خبرې ډېرې دي، چې په لور ته اوس تعلیم کوي، نو بیا که لوري یې ورته سره زر هم وګټي؛ نو هغه پيغور یې مخې ته ودریږي. دا خبرې مې د مثال لپاره درته ولیکلي. زما موخه دا ده، چې ولی خپلې خبرې ته پام نه کو او هر څه مو چې په خوله راځي، وايو یې؟
اجمل ښکلي یو بیت دی:
څه خبرې په بیا بیا کولو ارزي
څه خبرې چې ونه شي، دا به ښه وي
لومړی بیت یې موږ ته د یو خبرې بیا بیا تکرارول غواړي. که په یو چا کې د اخلاقو، صداقت، میړاني، سخاوت … نښې وینو، نو بیا هر ځای کې د همدې مثال ورکو، چې اخلاق دي وی، د فلاني غوندې. ډېر صادقه سړی دی. سخي دی سخي….
دا د دي لپاره کو، چې نورو ته هم دا زده کړو، چې دا صفات په ځان کې پیدا کړي. د پلرونو د خولې به مو هم د زامنو صفتونه اوریدلي وي. په زامنو کې مې دا ډیر لایقه دی. ریاضي خو یې خپل مضمون دی. دا خبرې ددي سبب کیږې، چې یو څوک نور هم له خپل مسلک سره مینه زیاته کړي.
د ډیرو ځوانانو مسیرونه همداسې خبرو بدل کړي. د غله، کرکجن، یاغي، زاني… او شرابخور نه سم انسانان جوړ شول.
څه خبرې چې ونه شي دا به ښه وی. په دري کې یوه اصطلاح ده چې وايي (ګپ ای سنجیده بزن) یا موږ وایو چې د ژبې زخم نه جوړیږي. ریښتیا هم ځینې وخت یو څوک داسې یوه خبره درته وکړي، چې په سوچ کې دي کړي. مخکې له دي چې یو چاته یوه خبره کوئ، نو اول یې په خپل مغز کې تیر راتیر کړئ، چې ددي خبرې په کولو مخاطب ته پکې څومره ګټه ده او څومره تاوان. فکر وکړئ چې همدا خبره چې ته یې ویل غواړي، که تا ته څوک وکړي، څنګه به وي؟
که دي خپل تاوان په کې ولید؛ نو بیا یې بل ته مه کوه.
دا هغه خبرې دي، چې زموږ په منځ کې د کینې سبب ګرځي او بلاخره یو بل سره بیا خفه یو. یوه خبره باید زیاته کړم، چې ځینې خبرې حقیقي وي او دا خبرې که د ټولني په ګټه وي باید چې وویل شي او که په تاوان وي او د ګډوډۍ بوی تري راوزې، نو بیا پټه خوله بهتره ده.
——————————