په دې وروستي کي د هيواد سياسي حالات پر يو عجيبه کنډ او کپر سړک نامعلوم لوري ته روان دي، چي د عامو افغانانو ترڅنګ د دولت پرچوکيو ناست يو شمير چارواکي لاهم ورته حيران پاته دي.
د پاکستان له استخباراتو سره د ملي امنيت د معلوماتو د شريکولو پر سر په همدغه دولت کي داسي خبري اورېدل کېږي، چي دخلکوشک ددولت د لوړ پوړو چارواکو پر نه همږغۍ باوري کوي.
د پاکستاني استخباراتو سره د همکاريو د هوکړه ليک پرسر د هندوستان غوندي مهم ملګری خوابدی کول او د يادي خوابدۍ پراساس همدااوس د ځينو رغنيزو پروژو څخه ددوی لاس پر سرکېدل ددې خبري ښکاره ثبوت دی، چي افغانان به نورهم له اقتصادي ستونزو سره مخ سي.
يوه بله لويه ستونزه داده، چي د هيواد په ګوټ ګوټ کي داخلي جنګونو زور اخيستی دی او د جګړې له لاسه بل سوی اور ورځ تربلي ښارونو ته غزيږي، چي اکثره قربانيان يې بياهم له بده مرغه ولسي وګړي دي.
که يوازي په تېره اوونۍ کي د زابل ،کندهار، هلمند، روزګان، کابل، وردک او نورو ولايتونو وروستيو بريدونو ته وکتل سي، نو له ورايه ښکاري، چي د ناخوالو منګی يوازي او يوازي د ملکي خلکو پر سر مات سوی دی.
داد دې خبري ښه ثبوت دی، چي د هيواد سياسي واکداران په رښتياهم ديو اوبل له پښو خاوري کاږي.
دچوکۍ غوښتونکو واکدارانو يو بل کمزوری ټکی دادی، چي د يونيمي لسيزي په تېرېدو سره امريکا او نړيوالو ملګري يې په افغانستان په اساسي ډول دامنيت، سولي، جوړوني، اقتصادي پياوړتيا او نورو پرمختګونو لپاره هغه څه ونه کړل لکه څنګه، چي په کار و ياهم دوی شعارونه ورکول، خو دغو واکدارانو يوه ورځ هم په ډيپلوماټيکي جديت سره بهرنيان ونه څارل.
همدا تېره ورځ د امريکا ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن کي د پوځيانو هديرې ته د درناوي په موخه د ورتګ سره سم په ويناکي وويل (لاهم افغانستان يو خطرناک هيواد دی او په دې ډېرخوښ دی، چي امريکايي پوځيان له افغانستان څخه تر ډېره وتلي ،نور به هم ووزي او يوازي به محدود شمېر پوځيان د سفارتونو ساتني ته پاته سي. ))
اوس پوښتنه داده، چي امريکا او انډيوالانو يې تېر پنځلس کلونه د څه لپاره دلته ولسي خلک، کورونه، ودونه او کلي بمبار کړل؟ د څه لپاره يې د شپنيو عملياتو په پلمه زيات بې ګناه افغانان ووژل، ښځي يې په سپيانو وداړلې او په زرهاوو افغانان يې تر بګرام او ګوانتنامو پوري ورسول؟
ددوی ظاهري شعار داؤ ، چي (موږ د افغانانو د سراو مال د ساتني(!) لپاره راغلي يو.) ، خودا درواغجن شعار و ځکه دوی له يوې خوا فغانستان په خطرکي ګڼي او له بلي خوا له دغه هيواده د تيښتي لار ګوري.
اصيل افغانان مخکي هم پوهېدل، چي امريکايان او ملګري يې د سولي او نورو تکراري شعارونو سره غواړي، چي پر منځنۍ اسيا او چين سربيره پخوانۍ روسيې ته هم داړي سپيني کړي، افغانستان يوازي د يوې اډې او لابراتوار په ډول وکاروي، چي همداسي يې هم وکړل.
سترګورو افغانان په دې پوهيږي،چي دداعش او نورو ډلو په راڅرګندېدولو سره د افغانستان ترڅنګ په نورو هيوادونو کي هم حالات ورځي تربلي کړکېچن کيږي، ترڅو اوبه خړي او ماهيان پکښي ونيسي .
په دغسي نازکو سياسي حالاتو کي زموږ ددوه سري دولت مشرانو، واکدارانو او هغه چاته، چي ځان ته په ژبه پوه وايي په کار ده، چي يوازي خدای او افغان ولس ته مخ کړي، ترخپلو شخصی، ژبني، قومي او نورو نامعقولو ګټو تېرسي.
تاريخ شاهد دی، چي هرچا افغان ملت ته شا ګرځولې، نو د ښې ورځي مخ يې بيا نه دی ليدلی
ښه خبره داده، چي د ملت رايو ته د درناوي او خپلو وعدو ته د عملي جامو ور اغوستلو له لاري د افغان مسلمان ولس پر سر د مهربانۍ لاس تېر کړي او په بشپړ صداقت د هيواد جوړولو ته ملا وتړي اوپه دې ډول د افغانانو د بخت ستوری وځلوي.
28 – 05 – 2015