محمد ابراهیم سپېڅلی

اوس دا دی ستړی هلاک په پښو دغه ځای ته راورسیدم

دغه ځای د کندهار ښارمهم څلور لاری دی، چي (سردارمددخان چوک) نومیږي.

زه داسي ولاړ یم، چي ښی لاس مي لویدیځ خوا ته، کیڼ لاس مي ختیځ پلو، مخ مي جنوب خواته او څټ مي شمال خواته برابر دی.

زما شمال خواته یوپوخ سړک د (پتیال واټ ) په نامه کندهارپوهنتون ته اوږد سوی دی، ددغه پوخ سړک دواړو خواته لويې زړې هدیرې موقیعت لري، چي اکثره قبرونه يې د زورواکانو لخوا په کورونو بدل سوي دي.

ماته مخامخ غبرګ سړک د(علامه حبیبي واټ) په نامه ترشهیدانو څلورلاري پوري غزېدلی دی.

دسړک دواړو خواوو ته پر شخصي دوکانونو،کورونو، مارکیټونو، بانکونو، انګلیسي او کمپیوټرکورسونو سربیره کیڼ لاس ته علامه رشاد اکیډمۍ، د صرافۍ مجهز مارکېټ او دیاد واټ ښی خواته پښتني تجارتي بانک، ظاهرشاهي لیسه، زړه قومنداني، د یخی پخواني فابریکه، اطلاعاتو کلتور ریاست او کندهار دولتي مطبعه موجود دي.

زما ختیځ خواته هم یو غبرګ سړک تر (حضرت جي بابا چوک) پوري غزېدلی دی.

د یاد سړک پر ښی اړخ خرقه شریفه او ترڅنګ يې د لوی احمدشاه بابا مقبره، دعیدګاه شیشک، شنې ګونبتي، د اور وژني او سرې میاشتي ریاستونه پراته دي.

ددغه واټ کیڼ اړخ دویم سړک ته کندهاریان (جاده ) وايي، هغه وخت چي په هیواد کي پردۍ جګړه نه وه پردغه ځای د خپلواکۍ په ورځ افغان سرتیري په رسم ګذشت منظم تېرېدل او عامو کندهاریانو به ګلونه پرپاشل.

د جادي پرسړک هم یوشمیر ریاستونه لکه : چاپیریال ساتني، مخابرات ، کانونه او صنایع، د کوچیانو امریت، د بریښنامخکنی ریاست اود ښاروالۍ لخوا د لومړۍ ناحیې څانګه هم موجوده ده.

د غبرګ سړک په منځ کي پارک دی، چي په دواړو اخترونو کي له ولسوالیو څخه راغلي ځوانان غیږي باسي، ډول وهي، اتڼ او درنه خط کوي، هګۍ جنګوي او په نورو دودیزو میلو ساعت تیروي.

د سردارمددخان څلور لاري څلورم سړک لوېدیځ پلوته غزېدلی دی، په مخکنیوکلنو کي پردغه سړک یوازي د آس ګاډۍ چي کندهاريانو (بګۍ) ورته ویلې چلېدلې، خو اوس له ډیرو ټیکسي موټرانولار نه کیږي.

که چیري یو سپرلۍ ټیکسي موټرچلوونک ته د درېدو اشاره وکړي نو دوی لکه د انګلیسي فلمونو هیروګان شا او مخ ته نه ګوري یودم پښې بریک ته ورکړي بیا، چي هرڅه پيښيږي ددوی يې له بلا.

دغه سړک د ارغنداب او شاه ولیکوټ ولسوالۍ څخه برابر رزوګان ولایت ته اوږد سوی دی.

پردې سړک بیا زوړ قول اردو، اردو بازار، اغاصاحب زیارت، چوڼۍ، میرزا احمد خان کلاچه او د بابا صاحب کوتل موقیعت لري.

زه تراوسه لا پر سردارمددخان څلور لاري ولاړ یم، هري خواته د ډول ډول عراده جاتو ږغونه او لوړ هارونونه د انسانانو غوږونه کڼوي.

هرچلوونکی کوښښ کوي، چي په ډېره بې احتیاطۍ ترنورو مخکي سي.

سپين سرې ښځه او یوه کوچنۍ نجلۍ له تیر نیم ساعت راهیسي دلته ولاړ دي ، خو څوک نوبت نه ورکوي، چي د سړک بلي غاړي ته واوړي.

ټرافیک پولیس د یو پرځای دوه نفره ولاړ دي، خو دواړه په ټلیفون کي په لوبه (ګېم ) اخته دي، خپلي دندي ته يې پام نه سته.

د دې بېباکۍ په څنګ کي پر اکثرو موټرونو، موټرسایکلانو او رکشو عجیب او غریب بیتونه، جملې او بې منطقه خبري لیکلي دي، چي سړی حیران پاتیږي.

ددغو ټرانسپورټي لیکلو ادبیاتو(!) لوستونکي له ورایه پوهیږي، چي په هیواد کي پردۍ جګړې یوازي زموږ لوړي او ټیټي ودانۍ له منځه نه دي وړي، بلکي د ژوندي راپاته سویو اکثرو خلکو ارواوي او ذهنونه يې هم تر کرغېړن سیوري لاندي کړي دي.

(( اخ داچا وټوخل، د پیرانانو صندلي، ولي ګورې، کش پر واچوه، څه په وايي، د حریفانو خار، بې غمه اوښ، تورښامار…))

دا اودي ته ورته نوري په سلهاوو بې ځایه خبري، سرچپه بیتونه او بې ربطه جملې پرهیوادوالو د پردۍ تپل سوي جګړې د منفي اغیزو روښان ثبتونه دي.

په دې اړه له اطلاعاتو کلتور، ټرانسپورټ اوټرافیک ریاستونو او مدني فعالانوڅخه هیله کوو، چي ټول عراده جات چلوونکي پوه کړي، چي پرمختللی ښاري ټرانسپورټي کلتور هیڅ وخت دغسي بې معنی لیکنو ته په ښه سترګه نه ګوري.

۲۰ – ۱۰ – ۲۰۱۵

دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۶۶ ګڼه کي هم خپور سوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *