د افغان سولې بهیر ته باید د یوې منظمې پروسې له اړخه وکتل شي، نه د یوې پروژې له اړخه. کله چې د سولې بهیر د پروسې بڼه خپله کړي، نو په مختلفو پړاونو کې به دا پروسه مثبتې پایلي ولري.
هغه سیمې چې د نا امنیو له لوړ تهدید سره مخ دي باید د یوه منظم امنیتي، اجتماعي او اقتصادي پلان له مخې پکې د سولې پروسه عملي شي، د بېلګې په توګه که د زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ په نظر کې ونیسو لومړی باید هلته د امنیتي ځواکونو تعداد بشپړ، ښه تجهیز، د ولسونو ملاتړ ورته را جذب، د عامه پوهاوي یو قوي پروګرام د قومي مشرانو، ځوانانو او ملا امامانو لخوا پرمخ یوړل شي، بیا ورسته په ښه همغږۍ سره رغنیزې پروژې پیل شي، چې لومړیتوب یې هم باید د ولس لخوا ټاکل شوی وي.
داسې نه چې په سیمه کې د ښوونځیو د جوړېدو ضرورت وي هلته بیا د والیبال د میدان جوړولو او یا جمنازیم د جوړېدو تابیا وشي، د ښوونځیو په جوړېدو سره به راتلوونکي نسلونه باسواده او د وطن لپاره به مو د فکر او عمل کادرونه روزلی وي او هم به مو په دغه پروژو کې یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه مساعده کړې وي، خو چې دا کار په سیمه کې د وزګاري کچه راټیټه کړي او د سولې په نوم روانې هڅې ددې کارونو عملي کېدو ته زمینه سازي وکړي او ورسره مرسته وکړي.
خو دا چې په تېرو ۱۴ کلونو کې هم بهرنیانو او هم افغان حکومت دغه پروسې ته د پروژې په سترګه وکتل چې ګټه یې هم بهرنیانو او هم په داخل کې خاصو کړیو ترلاسه کړه، نو ټول تاوان پکې ولس ته ورسېد. تش په نامه د سولې عالي شورا جوړه شوه، د هېواد مخکښې او منورې څېرې چې تعداد یې ۱۵۰ تنو ته رسېږی پکې راټول شوي دي، چې له څلورو زرو ډالرو څخه نیولې تر شلو زرو امریکایي ډالرو پورې هر یو یې تنخواوې اخلي. دوی په مجللو کورونو او دفترونو کې ژوند کوي، زیاتره یې د کابل تر چهار اسیاب ولسولۍ هم اخوا ندي تللي، نو سولې ته به یې ګټه له کومه ځایه ورسېږي؟
که په اوسط ډول د یو تن تنخوا او نور مصارف ۹۰۰۰ زره امریکایي ډالره وي، نو د میاشتې ۱۳۵۰۰۰۰ زره چې د کال ۱۶۲۰۰۰۰۰ امریکایي ډالره کېږی بې ځایه مصرفیږي.
دا چې په هېواد کې څه تیرېږي ټول پرې پوهېږو، د عامه پوهاوي د کچې لوړوالی په هره برخه کې لکه د ماین د خطر د راکمېدو په موخه، د بېسوادۍ له منځه وړو په موخه، د واکسین د تطبیق کېدو په موخه او داسې نورو برخو کې اړین دي، خو دې ته مو هم باید پام وي، چې له اړوندې برخې سره څومره مرسته کولای شي؟
د عامه پوهاوي د عملي کېدو اصول دادي چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې باید د یوې منظمې برنامې په اساس په کلیو او بانډو کې پلې شي، ټول افغانستان په کابل نه خلاصه کېږي، چې په ټلویزیون کې د سولې د راوستو او بیا پخلاینې اعلانونو ټول چینلونه په سر اخستي دي. په اعلاناتو کې لیدل کېږي چې د وسله والو د پخلا کېدو په بهانه په هر کس د چپنو باران وي، خو رسنۍ هم بیا عجبه کوي، ترې وروسته (( څه مو چې ولیدل یو سوداګریز اعلان وو)) خپور کړي.
یعنې دا پروسه له پیله تر پایه یوه بله توره سوداګري ده. دلیل یې دادی چې که د اعلانونو له جوړېدو بیا تر خپرېدو پروسه وګورو، نو لیدل کېږي چې یوازې له غولونکو شعارونو ډېر څه ندي. د هېواد په زیاتو سیمو، کلیو او بانډو کې بریښنا نشته، خلک څومره ټلویزیونو ته لاس رسی لري، چې دغه اعلانونه وویني؟
دا ګډوډ اعلانونه د خلکو د ذهنونو په پراخولو، له وطن سره د مینې په بېدارولو او له جګړې څخه په نفرت کولو کې مرسته نشي کولای. که د داسې بې ځایه مصارفو مخنیوي ونشي، وخت به مو له لاسه وتلی او منابع به مو په لوی لاس خاورې کړې وي.
د رسنیو له خوا د سولی تجارتی اعلانونه خپرول پدی معنی دی چی دوی د دی هیواد ندی او دوی هیڅ علاقمندی له سولی سره نه لری . که سوله راشی بیابه دا د سولی سوداګریز اعلانونه نه وی او د دوی کډی به هم بار وی. دا د دولت دنده ده چی د سولی د راتګ لپاره عملی ګامونه واخلی، خپل خلک به هر ډول چی وی پوه کړل شی چی دا جګړی د پردیو په اشاره او د هیواد او خلکو په ضرر تمامیږی. زمونږ نسلونه پکی تباه کیږی ، له نړیوال اقتصادی پرمختګ نه بیرته پاته کیږو او بالاخره زمونږ د راتلونکو نسلونو په فزیکی محوه کیدو پای ته رسیږی. لکه چی وایی:« من مرده جهان مرده». که مونږ ونه اوسو داسی فکر وکړی چی ټوله نړۍ مړه شوی او قیامت راغلی.