پوهیږئ!
د انسانانو ژوند تر هغه کم دی چي په نفرت کي يی تیر کړي او تر هغه لږ دی چي د یو بل سره په بي اتفاقي او خود پرستي کي تیر شي.
خدای تعالی چي انسانان يي خلق کړ په دې کي یو لوی هدف پروت ؤ او هغه دا ؤ چي دا ټوله مخلوقات په خاصه توګه انسانان د خدای تعالی عبادت وکړي او د خدای تعالی قدرت وپيژني او خپل د پیداېښت په اصلي مفهوم ځان پوه کړی او هغه درک کړي.
دا چي خدای تعالی پر مځکه او آسمانونو کي زیات و کم اتلس زره قومونه يی پیدا کړي، درست په همدې شکل دوی ته اتلس زره خصلتونه هم پیدا کړي چي د هر چا خصلت فرق کوي او د همدغه اتلس زره قوم د ژوند کول، ډوډۍ خوړل، اوبه څښل، په خپل مینځ کي ګذاره کول، د خپل محیطه سره ځان سازول او قسم قسم به زرهاو نورې چارې يی هم ورته پیدا کړي او برابرې کړيدي.
د دغو ټولو الهي مخلوقاتو په مینځ کي چي تر ټولو بر او اوچت دی او د اشرف المخلوقات په نامه مسما دی هغه انسان دی، انسانانو ته الله ج په خپل خاصه مهرباني د فهم او درک قوه ورکړېده، دوی ته يي عقل ورکړی چي پواسطه يی ځانونه پر سمه لار برابر او د بدو لارو څخه وژغوري، خو په همدې توګه لکه چي انسانان اشرف المخلوقات دي او نظر نور مخلوقاتو ته د خدای تعالی د خاصې مهربانۍ څخه برخمن دی هو بهو په همدې ترتیب د ډېرو مسؤلیتونو درلودونکي هم دي چي انسانان دې ته مجبوره دي چي خپل ګامونه درانه پورته کړي او په هر قدم کي د احتیاط او پوره فکر، صبر او زغم څخه کار واخلي نه دا چي بي فکري وکړي، خپل ځان او خپل مسؤلیت درک نکړي او بي پروا واوسي.
د ټولو انسانانو په تقدیر کي یو قسم ژوند نه دی لیکلی سوي، څوک غریب وي او څوک بیا غني، څوک د یوې ګولې ډوډۍ په تمه په شپو شپو تر سهاره وږی بیده سي خو څوک بیا د خوړلو لپاره څوک نلري، څوک جاهل وي او څوک بیا په خپل عقل او علم حتی تر آسمانه لا ختلی وي.
انسان باید هغه څه چی په لاس کی لري هغه غنیمت وګڼي او شکر يي ادا کړی، نه په هغه څه پسی چي نه يی لري نا شکره او غوښتونکی.
دا دنیا چي څومره خوږه ده به هماغه اندازه لنډه او فاني هم ده، نو نباید چي له دنیا څخه غافله واوسو، نه چي دنیا زموږ څخه تیره سي او موږ لا په خوب کي بیده پاتې یو، باید چي له دنیا نه ګټه پورته کړو داسې ګټه چی هم په دې او هم په هغه ژوند کی زموږ د مشکلاتو په مخ کي سپر سي او په نتیجه کي زموږ د دایمي او ابدي استوګنځای لپاره چي جنت دی کیلي وګرځي.
موږ باید چی لومړی خپل او بیا د بل حقوق وپیژنو او هغه درک کړو او همدارنګه لومړی د خپل ځان په اړه خپل مسؤلیت وپيژنو او بیا د دنیا د نورو وګړو په مقابل کی خپل مسؤلیت او ضمه واري درک کړی.
هیڅوخت باید چي د دنیا د ټولو وګړو په هکله یو رقم فکر ونکړو، هر چاته څنګه چی لازم وي احترام او درناوی وکړو، څکه چی زموږ پاېښت په همدې کي دی.
انسان باید خود غرضه او خود غوښتونکی ونه اوسي، تل باید د نورو ګټو ته هم پام وکړي او تل باید د نورو سره صلاح او مشوره وکړی او باید چی د دنیا د نورو وګړو سره اوږه به اوږه روان سي.
دا معلومه خبره ده چی هیڅوخت له یوه لاس څخه ټک خیږي او نه هم انسان دومره کامل دی چی ټول کارونه پخپله په یواځې سر تر سره کړي، دې مفهوم ته د رسیدو او درک لپاره راسئ چي د خپل څان او خپلو کارونو په باره کي د یوه ګړۍ لپاره فکر وکړو او دې لاندې پوښتنو ته جواب ورکړو:
۱. آیا موږ هیڅوخت د هیچا څخه مرسته نه ده غوښتې؟
۲. آیا موږ پر خپلو ټولو کارونو باندې بر لاسی یو؟
حتماّ به مو جواب منقي وي.
نو کله چي موږ نسو کولای چي خپل کارونه خپله په یواځې سر تر سره کړو نو نور هم دغسې لکه موږ انسانان دي نو هغوی به څنګه ترسره کړی؟
نو فکر وکړئ او په دې اړه تصمیم ونیسئ چي څنګه کولای شو د نورو سره مرسته وکړو او څنګه کولای شو چي د نورو مشکلات درک کړو او هغو ته د حل لاره پیدا کړو؟
که مو داسې وکړ نو نه دا چي موږ د نورو مشکلات حل کړی وي بلکه خپلو ستونزو ته به مو هم د حل لاره پیدا کړی او ځانته به مو یو لاس نیوونکی موندلی وي.
دلته دی چي بیا یو اجتماعي او ټولنیز ژوند پیلیږي او د ټولنې د غړو په مینځ کي اړیکه رامنځته کیږي او خلګ د یوه بي لاسي او بي پښو ژوند څخه د یوه غمشریکه ، د ملګرتیا او ورورولئ څخه ډک ژوند پر لور درومي او د دنیا هر یو غټ مشکل ورته د یوې خاشې په څیر ښکاري، ځان ورته ډیر په زړه پورې ایسي او د ځان او ټولنې سره يي مینه پیدا کیږي او هله به یواځې مینه او مینه وي او بس.
چي په همدې سره زموږ دې پوښتنو ته چی څه وکړو؟ او څه به ترلاسه کړو؟ جواب په اتوماتیک ډول پیدا کیږي چي هغه (مینه ورکړو، مینه به ترلاسه کړو) دی.
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۶) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۷\ ۱۳۹۳