موږ په داسې یوې سیمه کې پراته یو چې ګاونډیان مو حریص، منافق، دوه مخي، د اسلام تر نامه لاندې نا مسلمان او خورا نامردان دي.
د بد ګاونډي سره به هم څوک د ګذارې لاره ومومي؟
د ډپلوماسۍ اهمیت او مهارت په دې کې ده چې څنګه وکولی شو په هیواد کې د ګاونډیانو مضر رقابت او بالوکاله جنګ په همکارۍ بدل کړو، او یا ډپلوماسۍ مو لږ تر لږه په ټکر کې نه وي، څنګه وکولی شو چې د ګاونډیانو د دوه مخي سیاست نه ګټه واخلو او که ګټه ترې نشو اخستلی له شره یې څنګه ځان په امان کړو.
دا چې له فتوا سره سم ځان مرګي بریدونه زور اخلي، د لوبو په میدان کې چاودنې کیږی، په عامو سړکونو کې عام وګړي وژل کیږي ددې موخه څه ده؟ آیا نوی حکومت بد ناموي؟ د خلکو او دولت تر منځ بد بیني او واټن را منځ ته کوي؟ د افغانانو نوې تاندې هیلې وژني؟ خپله اصلي څیره ښکاره کوي او که خپلې ګټې تر لاسه کوي؟.
همدا چې درز وشي اورو چې ځوانان له منځه تللي، د سړک د غاړې موچي شهید شوی، اورو چې ماشومان ټوټې ټوټې شوي،په جومات کې لمونځ کوونکي وژل شوي او داسې ډیرې نورې پیښې…
څو شیبې وروسته یو څیره را ولاړه شي او په سختو ټکو یې وغندي…..
آیا غندنه یې د حل لاره ده؟
کله کله بیا ډلې ډلې خلک راووځي او د مرګ مرګ شعارونه ورکوي او اوښکې تویوي.
څه وکړو؟؟ د هتلر خبره(هغه اوښکې چې ما په ناکامۍ ��ې تویې کړي هغه خولې دي چې ما د کامیابۍ په لاره ندي تویې کړي) همدغه اوښکې که موږ د خولو په شکل د کامیابۍ په لاره کې توې کړې وی اوس به داسې نه وو.
که مو وطن سره د زړه له تله مینه کړې وی اوس به داسې نه وه، هغه څوک چې نن په موږ کې دهشت را منځ کوي همدغه زموږ خپل وطنوال دي، د همدې خاورې بچیان دي…