ژباړه: حمیدالله حمیدي
ډېر کله ځیني کسان ما ته وایي، اصلاً داسې احساس نه کوي چې ګواکې زه دې نوښتګر وم، خو زه بیا ورته وایم چې تاسو له ډېرې لوړې سلنې نوښت سره نړۍ ته راغلي یاست، خو خبره دا ده چې له خپل نوښت څخه مو ګټه نه ده اخیستې. یوازېنی کار چې باید ویې کړئ، هغه دا دی چې ځان ته لږ ټکان ورکړئ او د خپل ذاتي نوښت قفل مات کړئ.
زه غواړم له دغه ذهني تصور څخه ګټه واخلم، فکر وکړئ د ځان لپاره مو یوه پیاله قهوه تیاره کړې او یو څه بوره مو هم په کې اچولې ده. قهوه څښئ خو چندان خوند نه درکوي؛ ځکه ستاسو له طبعې سره سمه نه ده خوږه شوې. څه فکر کوئ څه پېښ شوي؟ معلومه خبره ده چې بوره مو په ګيلاس کې اچولې خو په کې حل کړې مو نه ده. ستاسو نوښت هم تر ډېره همدې پېښې ته ورته دی، بوره باید په ګیلاس کې ښه حل کړئ څو مو قهوه ښه خوږه شي.
موخې
څومره مو چې موخې روښانه، مثبتې او تاسو یې د رسېدو لپاره هڅاند و اوسئ، په هماغه اندازه تاسو هم نوښتګر کېږئ. همدا دلیل دی چې وایي: ((هېڅ غیر خلاق انسان وجود نه لري.)) یوازې هغو کسانو ته خلاق نه شو ویلای چې په خپل ژوند کې موخې نه لري.
د ځان لپاره موخه وټاکئ، که مو ورته لاسرسی پیدا کړ، دغه څه مو پر ژوند مثبت اغېز کوي او د نورو موخو ټاکلو لپاره لېوال کېږئ. موخه مو پر یوه کاغذ داسې روښانه ولیکئ چې ان د یوه ماشوم هم ورته پام شي. موخې ته رسېدل د دې لامل کېږي چې د بلې په ټاکلو پیل وکړئ او د ځان لپاره بله او تر هغې لویه موخه وټاکئ.
