د تنکي پسرلي د دویمې میاشتې لومړۍ ورځي چې د ملي پولیسوپه لیکوکې زما د دندې له دریم کال سره برابرې وي یعنې د ۲۰۱۱ کال پسرلی، د کورنۍ له مخالفت سره سره مې د مرګ، زخمي کیدو اوګوډیدو دا خطرپه ځان ومانه، او د کندوز ولایت په نیږدو ټولو ولسوالیو کې مې له طالبانو سره ګڼې جګړې وکړې چې دا مهال کنم، اقتاش، بویین ، ګورتیپه ، چاردره ، دقلعه ذال ځینې سیمې ، دشت ارچي او د امام صاحب دولسوالۍ ګڼې سیمې له طالبانوسره وي اوپه پوره غرپ جنګ دوام درلود هره ورځ د امنیتي ځواکونو تلفاتو او تیښتې دوام درلود، زه هم یوکال مخکې د امام صاحب ولسوالۍ ته ولیږل شوم ا ود دې ولسوالۍ له امینه قومندان سره دنیږدې کس په توګه په دنده بوخت وم ، امنیه قومندان چې د ولسي جرګې د اوسني ریس او د تخارد اوسني والي وروروو ، نوموړی په دې ولسوالۍ کې د خپلو وروڼو په ملاتړ د یوه ځواکمن کس په توګه پیژندل کیده اودخلکوترمنځ دیوه اغیزمن کس پتوګه یادیده اوداسې فکرکیده چې دامنیه قومندانۍ دا چوکۍ ورته په میراث پاتې ده آن ترکرزي پورې هم چا جرأت نشوکولی چې له دندې یی ګوښه کړي، د ده دفترله یوې رسمي ادارې ډیر یوې حجرې یا دارالوکالي ته پاتې کیده، قومي کمیشنکاراربابان اوسپین ږیري به د ده په دفترکې ناست وواو ډیرې لانجې به دلته حلیدې یاکه په ښکاره یی ووایم له قاضي څخه نیولي تردمعارف مدیره ټولې دندې یوډول ده سره ته رسولي او ډیرو کمو کسانو به ولسوال ته عریضي وروړې دا به زیاتره هغه کسان وو چې چا به تذکري اخیستي ، ظاهراْ د ده برخورد له ټولوسره یو ډول ښکاریده خو داسې احساسیده چې له خپلو قومیانو سره ځانکړی مراعت کوي شاید دا د هر انسان فطري خاصیت وي .
د شپې نیږدې دولس بجې وي هوا نسبتاْ یخه اوپه شړک باران وریده ، د تیلیفون زنګ ته مې ژرځواب ورکړ تر څوراسره ملاست نور ملګري ویښ نشي شمیره یی نا آشنا وه خو له آوازه مې وپیژاند چې قیوم خان خبرې کوي ، بې له ځنډه مې ځواب ورکړ! قومندان صاحب وفرمایئ، په لنډوټکویی راته وویل:
پاس کوټې ته راوخیژه اونورڅوک مه خبروه ،، ترڅوچې ما د هو ځواب ورکاوه تیلیفون یی بند کړ په وارخطایی مې بوټونه پښوکړل اوخپل ټوپک مې غاړې ته واچاوه او ژر پاس وروختم ، ومې لید چې له چاسره یی په ازبکي ژبه په تیلیفون خبري کولي ترڅوچې ورسره مخامخ کیدم خبري یی خلاصي کړي اوماته یی وویل: رینجرچالان کړه اوکولي قیوم خان خواته حرکت وکړه په لاره کې بیا زه درته وایم چې څه وکړي ځه اوس حرکت کوه ،، د هو په وګه روان شوم او رینجرمې د کول قیوم خان (د امام صاحب ولسوالۍ ښارته یوه نیږدې سیمه) په لور روان کړ خو کله چې د ښار له پولو ووتم یو ډول ویره راسره ملګري شوه اوهم مې په زړه کې رازراز شکونه راوټوکیدل خ ودا چې قومندان ډاډه ښکاریده زه هم ډیر وارخطا نه وم ، د موټر مړاوو برقونو ته د سړک لوړې ژورې یو ډول معلومیدې د دې خام سړک دواړو غاړوته ولاړې غیشي د ناستو کمین ګرو په توګه ښکاریدې اوپدې توره شپه یی دنا آشناسړي غوني زیږول ، زه په تتوبرقونواوکم سرعت روان ووم ځکه دمرموزماموریت اصول په جګړه ییز محیط کې همداسې وي ، اوس نوکول قیوم خان ته ورګډشوم نیږدې درې سوه متره به مخکې تللی ووم چې درې ، څلورسوري له لیرې ښکاره شول بې له ویرې لږوروړاندې شوم مخکې لدې چې دامنیی قومندان ته زنګ ووهم دده زنګ راغی ویی ویل: مه ویریږه همدا زما میلمانه دي، فکرکوم په ځیریی څارلم اوس نویوکس ولاړاودوه نورنیږدې لس متره لرې وروورو روان وو، ولاړکس د مخکې تلواشاره وکړه اوزما دروان موټرڅنګ ته پلی رهي سو دزابورپرسرله جګ پله واوښتواولږمخکې مې دروان سړي په اشاره د لوي سړک پرسرموټرودراوه ، کوزشوم دموټردروازي مې کولپ کړي اودروان سړي پسې شاته نیږدې جومات ته ننوتم ، په جومات کې دلاسي څراغ تته رڼا بلیده اوس نوزماسره ټول پنځه کسان وو ، ما داسې احساس کړه چي ښایی ترموږډیرکسان به شا وخوا په کمین کې پټ ناست وي، له ماپرته چې نظامي یونیفورم مې اغوستی وونوروټولوږیري درلودې دوویی تورې لنګوټي پرسروي او دوو نورویی برګ دسمالونه له سره ټړلي اوله دریوسره یی کلاشینکوفونه اویویی چې ددې ډلې مشرمعلومیده وسله یی په لاس کې نه وه ښایی تفنګچه به یی درلوده ، څلورواړه طالبان وو ، لومړی ځل ددوي په لیدومافکروکړچې ښایی سپینې کڅوړي به ورسره وي خوزمااټکل غلط وو ، ماورته وویل قومندان تاسوته ماتل دی ، یوه یی وویل زنګ یی وهلی وو اونوروته یی وکتل اوبیا یی وویل :
ځو به زه مخکې اودوی راپسي موټرته وختواوبیرته مې درینجرمخ دښارلورته راوڅرخاوه اوبیاپه هماغه تتوبرقونواوکم سرعت دښار لورته روان سوو، په لاره مویوله بل سره خبرې ونکړې اونه هم دوي سره غږید ، یوله ماسره او دوه د مشرپه شمول شاته ناست وو باران لا هم په شړک وریده ، نیږدې لس یا پنځلس دقیقې وروسته دقیوم خان دکورمخ ته راورسیدو مخکې تردي چې موټرودروم لویه دروازه خلاصه شوه اودننه ګاراج ته ننوتو ، پدې کې قیوم خان هم مخې ته راورسید اوناست میلمانه کوز شول ، قیوم خان له ټولوسره ګرمه ټینګه ستړي مشي وکړه ، ماهم کیلي چپه تاووکړه اوله موټره کوزشوم ، قیوم خان مخکې اومیلمانه شاته پاس دویم پوړته وختل زه هم شاته ورروان شوم ، میلمانه کوټې ته ننوتل له ما مخکې زما دوه نورملګري یی په خدمت لګیاوو قیوم خان ماته د کښیناستو اشاره وکړه زه هم بیله ځنډه کښیناستم په همدي کې ډوډۍ راورسیده ، او دسترخوانونه وغوړول شول ، اوبیا د قابونوکتارونه په دسترخوان جوړشول چې عمده خوراک یی کبان اوسره کړي چرګان وو په زړه کې مې وویل دې طالبانوبه ډیروخت داسې میلمستیا نه وي خوړلي ، خوما چندان اشتها نه درلوده خومیلمانه برعکس دغوریانو او پېشقابونو له تله ووتل، نیږدې څلویښت دقیقي وروسته دسترخوان ټول شو چاي راوړل شوي اودقومندان په اشاره زه اوراسره بل ملګری مې له کوټي ووتو او دباندې نیږدې دروازې ته د ددرول شویو ایسکوګانو شاته کښیناستو، په زړه کې مې په زرګونه سوچونه لاندې باندې کیدل خونیږدې یوساعت به لانه وو تیر شوی چې په یوه بل رینجرکې د میشتو امریکایانو یو ترجمان چې ښه مې پیژانده راورسید اوله رارسیدوسره دروازه خلاصه شوه اوپخپله قیوم خان له ځان سره پورته وخیژاوه ما ورپسې دروازه وتړله اوبیرته پخپل ځاي کښناستم ، مجلس به نیږدې څلویښت یا پنځوس دقیقې نوره هم غځیدلی وي چې قومندان راته زنګ وواه چې پورته وروخیژم زه هم بیله ځنډه پورته وختم اونیغ کوټې ته ننوتم ، قیوم خان ماته وکتل اوویی ویل په لاره کې به دې دوه موټره انتظارکوي میلمانه واخله اوموټرترهماغه ځایه بدرګه کړه چې میلمانه دي ورڅخه اخیستي وو ، دهوپتوګه مې سروخوځاوه اودمیشه قومندان صا حب خبره مې ورسره غبرګه کړه لاندې کوزشوم اوموټرمې چالان کړ، په همدې کې میلمانه موټرته راوختل اوبیا دښارله کوڅوڅخه په تتوبرقونودباندې ووتوساعت ته مې وکتل پوره دشپې دوه بجې اواوه پنځوس دقیقې وي نیږدې لس دقیقې به مومزل کړی وي چې مخې ته دوه ټونس پیک اپ موټرترپال کش ولاړدي له نیږدې پنځوس متره څخه یی دلاسي څراغ دوه ځله رڼاراکړه په وررسیدو مې موټرودراوه اودبارموټروڅنګ ته ورغلم ګورم چې زما ملګري ور سره دي ومې ویل څه شی دي ؟
په ورویی ځواب راکړ: مهمات دي ، ورته ومې ویل زما شاته راځئ اوبیا له تیرځله ورو روان شوم ، نیږدې اته دقیقې وروسته دجومات مخې ته ورسیدم موټرمې ودراوه ګورم چې څلورکسان مو مخې ته راووتل موټرمې ودراوه اومیلمانه مې کوزکړل ، پدې کې شاتني موټرهم راورسیدل ، اوزموږپسې شاته زمانورملګري هم جومات راننوتل ، ما یی مشرته مخ ورواړاوه اوترې ومې پوښتل: مولوي صاحب موټر درسره بیایئ اوکه همدلته یی کوزوئ ؟
په ځواب کې یی وویل : نه موټرهمدلته خالي کوو ته درځه انډیولان به ورسته له موټروسره درشي ولې ډیربیروبارښه ندي ، همداسې ښه ده سرمې وخوځاوه ملګروته مې وکتل اوروان شوم ، ډیرپه ناامیدۍ مې دموټرمخ دښارلورته راوګرځاوه له ځانه سره مې وویل ، په یوه لاس یی موږته راکوي اوپه بل لاس یی طالبانوته ، له ځانه سره مې فکر وکړچې راځه نوره دا دنده پریږده ، اوبیا مې ولیدل چې په همدې وسلو یی نیږدې اته میاشتي جنګ راسره ګرم وساته او زما ګڼ شمیرملګري پکې ووژل شول اوس نو ډیرمایوسه شوی وم ځکه هغه څوک چې ظاهراْ یی زموږد ساتنې بډې وهلي وي زموږ وژونکوته یی زموږ د مشرانوپه لاس وسلي ورکولې، خواوس احساسوم چې داجګړه به اوږده کلونه او زرګونه بیګناه قرباني واخلي … اوتل له ځانه په ډيره خواشینۍ یوسوال کوم هغه دا چې !
په چا اعتماد وکړم ، په نیکټایی داره وزیر، په ژبه وروکیل ، په نظامي اتل او که په فصیح ملا ؟؟
شفق صاحب!
دا کوم شی چې تا لیدلي دي دا یوازې د ټولې کیسې او غمیزې یو وړوکی بڅرکی دی، ټوله کیسه همداسې روانه ده. جګړه پردۍ ده، ګټې پکې دبل چا لمنو ته لویږي، ستراتیژیک اهداف پکښې د بل چا پوره کیږي، غلیمان پکې د بل چا را پرځیږي خو بچیان او ځوانان پکې زمونږ د افغان ولس مري، کوچني ماشومان پکې زمونږ یتیمان کیږي، تورسرې پکې زمونږ کونډې کیږي، میندې پکې زمونږ بورې کیږي.
آی کاش چې غربي نیکتایې پوشه بې احساسه او پردی دیموکرات، د پردیو په لاس روزل شوی ملاصاحب، پیسو ته وږی ناست وکیل صاحب، تش په نامه ډزېدونکی پوځي او پولیس صاحب خو اوس پوه شي چې دا جګړه زمونږ نده او په یوه خوله ووایې چې مونږ پکې خپل بچیان، کلی او هیواد نه سوځوو.