له مېرمنې سره یې د ښار په لرې پرته سیمه کې اوسېدو، ده یوازې یوه غوا درلوده او لږ کرنیزه ځمکه.
د بوډا مېرمنې به چې له غوا څخه شېدې ولوشلې، په منداړو کې له ښورولو ورسته به یې بوډا ته یوه کیلو کوچ پلاس ورکړل، تر څو په بدل کې یې د کلي له نانوایۍ څخه یوه کیلو وچه ډوډۍ راوړي.
د بوډا او مېرمنې ژوند یې په همدې غوا باندې برابرو، د ځمکې حاصلات یې دومره ډېر نه و، خو بیا هم د دوی ګذاره ور باندې کېده.
شپې او ورځې همداسې يو پر بل پسې تېرېدې.
د بوډا او د کلي د نانوای ترمنځ تړون دوام درلود، بوډا به کوچ وروړل او نانوای به یې په بدل کې ورته، یوه کیلو وچه ډوډۍ ورکوله.
یوه ورځ نانوای له ځانه سره پرېکړه وکړه، پس له کلونو، د بوډا په لاس تلل شوي کوچ تول کړي.
کوچ پوره سل ګرامه کم وختل.
نانوای له دې کبله، چې بوډا پرې هر ورځ ۹۰۰ ګرامه کوچ خرڅ کړي سخت په غوسه شو او د علاقدارۍ قاضي ته یې شکایت وکړ.
قاضي په بوډا سړي پسې جلب ولیګلو، تر څو د محاکمې لپاره څارنوالۍ ته راشي.
بوډا څارنوالۍ ته حاضر شو او قاضي ترې په دې اړه پوښتنه وکړه، چې ولې یې په نانوای باندې هره ورځ ۹۰۰ ګرامه کوچ خرڅ کړي په داسې حال کې، چې باید یوه کیلویې یې ورته راوړي وای؟
بوډا وویل:
زموږ ترمنځ داسې تړون و، چې د یوه کیلو ګرام کوچو په بدل کې باید یوه کیلو ډوډۍ راکړي.
زه په کور کې یوه تله لرم، او هره ورڅ له نانوایۍ څخه وړونکې ډوډۍ تولوم او په بدل کې یې نانوای ته په هماغه کچه کوچ رواړم.
که زما کوچ له یوې کیلو کم و، نو د نانوای ډوډۍ هم له دې زیاته نه وه.
نو هغه څوک چې باید مجازات شي هغه نانوای دی نه زه!
ځکه ده هغه څه تر لاسه کول، چې ماته یې راکول.
ګرانه لوستونکیه:
موږ چې نورو ته څه ورکوو، په بدل کې یې هماغه شی تر لاسه کوو.
کله، چې له مقابل کس سره مینه وکړو، نو په بدل کې به یې مینه تر لاسه کړو، دغه راز که مو له مقابل کس سره کینه او حسد وکړ، نو د ښو تمه هم باید ترې ونه لرو.
معلومه خبره ده په کوم لاس، چې ورکول کوو، په هماغه لاس یې بېرته تر لاسه کوو.
ایا تاسو تمه لرئ، چې له نورو کسانو سره بد چلند وکړئ او به مقابل کې یې ښه تر لاسه کړئ؟ دا هېڅکله هم شونې نه ده.
ایا تر اوسه داسې شوي، چې وربشې مو کرلې وي او غنم را شنه شي.
نه هېڅکله هم نه!
راځئ همدا نن د خپلو وملګرو، دوستانو، او شا او خوا کسانو په اړه فکر وکړو، چې په اړه یې څه ډول نیت لرو.
که یې په اړه کینه، حسد او یا بد حس لرو، له زړه نه یې پاک کړو، تر څو دوی هم زموږ په اړه بد فکر ونه کړي او له زړه نه را سره مینه وکړي.
پښتو مشهور متل دی، چې وایي:
څه چې کرې هغه به رېبې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *