ژباړه محمداکبر

بریالي وګړي په ټولو ځایونو او په هر موقعیت کې د ښو په لټه کې وي. هغوی پوهېږي، چې غوره توب تل شتون لري. اصلا هغوی ته دا کوم ارزښت نه لري، چې د دوی کار څو ځله وځنډېږي او یا یې که دوی بیا ځلې له سره پیل کړي، اما هره پېښه، چې ورته پېښه شي د هغو په منځ کې د غوره توبونو او ښېګڼو انتظار کوي. هغوی باور لري، چې هره ماتې او خنډ په حقیقت د هغو نقشو له څانګو څخه دي کوم، چې یوه وګړي ته د بریا لار ښئي، تجربه یې زیاتوي، پیاوړی کوي یې او بالاخره یې یوې سترې بریا ته رسوي. که چېرې مو باورونه په کافي ډول مثبت وي، هر خنډ، ماتې او په کار کې مو کوم ځنډ، چې پېښېږي هغه به حتما ستاسو په خیر او ګټه وي. تاسو به ډاډ ترلاسه کړئ، چې بریا ته رسېدل شوني دي او له تېرو تجروبو یا خنډونو به پند واخلئ او خپلې بریا ته به ورسېږئ. «ناپېلیون هيل» وایي: (هره ستونزه یا موانع، چې ستاسو په کار کې پېښېږي او ستاسو د بریا خنډ ګرځي په حقیقت کې دا ستاسو د بریا اصلي لامل جوړېدلای شي او ستاسو په ګټه ده ځکه تاسو بیداروي د سمې لارې ښودنه درته کوي او بریا ته مو رسوي) دا ډول هره ماتې، چې هر وګړي ته پېښېږي د هغې په ګټه تمامېږي، وګړی نور هم پیاوړی کوي منفي ټکي ورته په ګوته کوي. په دې خو ټول پوهېږو هر کله مو، چې تجربه ډېره وي منفي ټکي وپېژنو نو موږ په خپل د بریا لپاره غوره لار ټاکو په هوښیارۍ سره خپلې بریا ته د رسېدو لپاره په لنډ لار کوټلي ګامونه اخلو تر څو بریالي شو. ارواپوهنه وایي ډېری هغه وکړي، چې د خپل کار په پیل کې بریا ته د رسېدو هېلې یې کمزورې وي، د هغو پر نفس باور به ټيټ شي او له لوی ارزښتمن څیز څخه به ځان بې برخې کړي. په راتلونکې کې به په خپلو ټولو شته وړتیا شک پیدا کړي حتی تر هغې، چې ټولې شته وړتیاوې به له لاسه ورکړي. ځکه هر هغه وکړي، چې منفي فکر یې زیات وي همدا منفي فکر یې ورځ تر بلې پیاوړی کېږي، مثبت فکر یې له منځه ځي او ټولې وړتیاوې یې له خاورو سره خاورې کېږي. هغه وګړي، چې د منفي فکرونو په پرتله یې مثبت فکرونه پیاوړي وي هغوی تل ځان بریا ته رسوي خپل مثبت فکرونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او منفي فکرونه یې له منځه ځي په خپلو وړتیاوو یې باوري وي شک نه پرې کوي. د خپلو مثبتو فکرونو پر مټ خپلو ټولو شومو موخو ته ځان رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *