ژباړه: حمیدالله حمیدي

هرڅوک هیلې لري، دغه هیلې کېدای شي لویې وي او یا هم کوچنۍ؛ د بېلګې په توګه لوړو زده کړو ته لار پیدا کول، د خپلې خوښې وړ دنده پیدا کول، د ډېرو پیسو لاسته راوړل، ښه واده او دې ته ورته نور کارونه سرته رسول یا څه لاسته راوړل. ډېری کسان خپلو هیلو او غوښتنو ته رسېږي، خو ځینې بیا نهیلي شي.

له کوچنيو هيلو پيل وکړئ. کله مو چې وړې هیلې پوره شي پر ځان مو باور زیاتېږي. هره بریا له ځان سره بله بریا راوړي.

هیلې مو بايد روښانه او څرګندې وي. څومره مو چې هیلې روښانه او دقیقې وي په هماغه کچه به ورته رسېدل هم اسانه شي.

هيلو ته د رسېدو هيله ولرئ. دا تر ټولو مهمه ده، داسې ښکاره کړئ چې ګواکې خپلو هیلو ته رسېدلي یاست؛ نه داسې چې غواړی ورته ورسېږی. د بېلګې په توګه؛ که غواړی ډېرې پیسې لاس ته راوړی، داسې فکر وکړئ چې همدا اوس هغه اندازه پیسې په لاس کې لری.

پر ځان باور ولرئ. هېڅکله مو پر ځان باور له لاسه مه ورکوئ، په زړه کې مو شک او تردید ته ځای مه ورکوئ. هر کله مو چې پر ځان باور پیدا کړ پوه شئ چې هیلو ته مو رسېدلي یاست.

One thought on “څه ډول خپلو هیلو ته ورسېږو؟”
  1. لومړی تاسو ټولو قدرمنو ته سلامونه او نیکې هیلې، د تاند خپروندوی ټولنې هڅې د ستایلو وړ دي، په دوهم قدم کې له حمیدالله حمیدی ورور څخه هم مننه چې ښکلي مطالب ژباړي، موږ ترې ډیره ګټه اخلو،.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *