خپله ورځ مهال ویش کړئ:
بریالي خلک پوهیږي چې هره ورځ یې باید ګټوره وي، په همدې دلیل کوشش کوي چې له هرې ورځې چې څومره ممکن وي استفاده وکړي که فردي وي او که کاري وي ځانته د انګیزې ورکولو وسایلو څخه کار اخلي ترڅو ورځنی مهال ویش ځانته ولري،څه وخت چې مو دا عادت کړه،چې ځانته د هرې ورځې مهال ویش ولرئ پخپلو کارونو تمرکز ولرئ نو پخپلو لومړیتوبونو باندې ښه پوهیږئ، په دې کارونو ترسره کول ډېر زیات دي.
د هرې ورځې لپاره د شپې نه مخکې مهال ویش جوړ کړئ:
له ۱۵-۲۰ دقیقو وخت مو هره شپه د راتلونکې ورځې لپاره په مهال ویش مصرف کړئ، څیړونکي وايي دیوې دقیقې مهال ویش ستاسې د لسو دقیقو دکار وخت نیسي که مهال ویش ته تربلې ورځې صبر وکړئ ممکن ده چې ډېر نور څه پېښ شي،چې فکر مو تغیر اوبدل کړي او وبه نشئ کولی،چې په خپل مهال ویش تمرکز ولرئ څه وخت چې له مخکې ورځې مهال ویش مو تیار کړئ.همدا ډول کله چې دشپې له خوا خپل مهال ویش جوړ کړئ نو ذهن موپه ناګاهاني ډول دشپې په اوږدو کې په هغې کار کوي کله،چې سهار له خوبه پاڅېږئ نو پوهېږئ چې دقیقآ باید څه کار وکړئ،نور مو نو وخت په دې چې ووینئ څه وکړم او څه ونه کړم مه مصرفوئ .
یو لیست تنظیم کړئ:
دا له هغه کارونو څخه چې کوئ يې جوړ شوی دی که فکر موپه کوم کار رسېږي چې لازم اوضروري دی اوباید ترسره شي نو فورآ يې په هغه لیست کې ځای کړئ.دهغو ټولو کارونو چې په لیست کې دي تعهد نه شئ کولی ددې هدف دا دی چې هغه کارونه مو هیر نه شي هغه کارونه چې دورځې په اوږدو کې مو ذهن ته راځي په دې لیست کې یې ور زیات کړئ.
دوځې دحتمیوالي لیست برابر کړئ:
دا لیست له هغو کارونو څخه جوړ شوی دی چې تر ټولو لوړ لومړیتوب لري او درنه پایله له ځانه سره لري که مثبت وي او که منفي خو ددې لیست دتنظیم لپاره وخت پريږدئ.ښه فکر وکړئ کله چې دې لیست ته داخلیږي تر راتلونکې ورځې پورې باید هغه کارونه ترسره شي په دې لیست کې چې کوم کارونه لیکل شوي وي په هېڅ وجه په هغه کې لټي ونه نشي دا ددې سبب کیږي چې دا کار مو عادت شي او خپلو لومړیتوبونو ته بې توجو واوسئ دا لسیت باید لنډ او شپږو شیانو نه پکې زیات څه نه وي.
یو لیست د ورځې له بایدونو څخه ترتیب کړئ:
په دې لیست کې هغه کارونه شاملیږي چې دورځې په اوږدو کې باید ترسره شي خو حتمي اولازمي نه وي،چې وغواړئ هغه دحتمیوالي په لیست کې ځای کړئ دا کارونه دحتمي کارونو له ختمیدو نه ورسته ترسره کړئ.
د ملاقاتونو لیدنه مه هیروئ:
په ورځ کې خاص ساعتونه وي چې په خاصو ملاقاتو پورې تړاو لري کله چې غواړئ له چاسره ووینئ هغه په خپله جنتري(تقویم)کې په نښه کړئ اوپه خپل مهال ویش کې یې ځای کړئ.
ځینې کارونه مو نورو ته بریږدئ:
په ورځني لیست پورې مو ډېری کارونه تړل شوي وي چې کولی شئ هغه نورو ته پریږدئ بریالي خلک پوهیږي چې نشي کولی ټول کارونه پخپله وکړي نو تل ډېر کارونه نورو ته پریږدي چې ترسره یې کړي.
درې ځلې دخپل کار ترسره کولو ته ځنډ وکړئ:
کله چې وینئ څو ورځې موسرپه سر کارونه نمیګړي پاتي دي او راتلوتکې ورځې ته پاتې کیږي هغه وخت له ځانه دا وپوښتئ چې ولې مو به اوله ورځ په لیست کې دا کار نه وو په ژوند کې مو څه ارزښت لري تر څو وکولای شئ له درې ورځو مو کار ډېر باید ونه ځنډيږي.
دغذا برابرولو لپاره دوخت تنظیم:
معمولآ هغه څه چې دمهال ویش ډېر پاتې دی دغذا خوړولو لپاره دساعت تنظیمول دي دامسئله زیات اهمیت لري اول په دې چې باید دغذا خوړولو لپاره بهر لاړ نشئ ډېر بریالې خلک دوخت د نه مصرف له مخې رستورانتونو ته وروسته ځي.دوخت مدیرت دژوند مدیریت دی او دژوند لوړ لومړیتوب دی.
په دې ستراتیژۍ دورځني ژوند تنظیم سره کولی شئ پنځلس ورځني کارونه په ښه ډول په مخ یوسئ او ژر خپل اهدافو او هیلو ته ورسیږئ.