ګن شمير کسان په خپلو کارونو کې هڅه کوي، چې بريالي شي; خو بريا ته رسېدل ورته ستونزمن وي، ځکه چې دوى په ځان باور نه لري. د باور پيدا کېدو لپاره سوال دا ده: څه ډول پر ځان باور پيدا کړو، چې خپلو کارونو کې بريا ته ورسېږو؟
کېداى شي تر ډېره حده لاندې کارونه کول ستاسو باور زيات کړي:
مطالعه کول:
مونږ وينو چې مطالعه کول زمونږ او ستاسو په ټولنه کې په زياته ټيټه درجه کې کيږي او زيات شمير کسان له مطالعې کولو څخه نفرت ښي.
خو هغه کسان چې زيات مطالعه کوي هغوى به ډېر بريالي کسان وي، ځکه چې مطالعه کول نه تنها ستاسو معلومات ډېروي بلکې ستاسو باور زياتوي. کله چې ستاسو باور زيات شي، وروسته تاسې د هر کار پر وړاندې پياوړي کېږى، چې دا پياوړتيا تاسو ته برياوې در په برخه کوي.
که غواړئ چې تاسو هم د برياليو کسانو په شان په هر کار کې پرمختګ وکړئ نو د خپلو کړنو په اړه د برياليو کسانو ژوند مطالعه کړئ.
دبرياليو کسانو ژوند مطالعه کول ستاسو باور زياتوي؛ چې دغه باور زياتېدل به ستاسو د هر کار په کولو کې مرسته وکړي.
دا په ډاډ سره وايم، که تاسې هره ورځ د مطالعې کولو فرهنګ تعقيب کړئ؛ د باور زياتېدو سر سره به ستاسو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي، ځکه مطالعه کول تاسو ته د بريالي کېدو لارې چارې ښي او تاسو نه پرېږي چې خپلو کارونو کې پاتې راشئ، لا مو هسوي چې پرمختګ وکړئ.
دبريا په اړه فکر کول:
د کار په کولو کې يو شمېر کسانو ته ډېر ښه فرصتونه پيدا کيږي، خو هغوى ډېر بې باوره وي داسې فکر کوي چې (زه يې نشم کولاى) ــ (زه بريالى کېداى نشم ) يا له ځان سره داسې وايي: (کېداى شي د دې کار وړ ونه اوسم)؛ داسې بې باوري په اصل کې خپله ناکامي ده.
تاسې د بې ځايه باڼو څخه لاس واخلئ، د باڼو پر ځاى داسې ووايي 🙁 چې زه يې کولاى شم ) ځکه پر ځان باور درلودل تاسو ته قوت درکوي چې خپلو کارونو کې بريالي شئ او لامو د کارونو په اړه ښه فکر وکړئ.
تاسې چې څنګه فکر کوى، همغه شان جوړېږئ. که تاسې د کارونو په اړه منفي فکر ولرئ؛ کارونه به مو منفي نتيجه درکوي او که مثبت فکر ولرئ، کارونه مو مثبته نتيجه درکوي، ځکه مثبت فکر تاسې بريا ته رسوي او همدارنګه د هرې بريا سره ستاسو باور زياتيږي، چې دغه باور زياتېدل مو لا نورو کارونو ته هسوي.
شکر ايستل:
لوړ فکر لرونکي کسان تل شکر ويستونکي وي هر څه چې الله تعالى ور کړي وي په همغو شکر باسي، خو له شکر ويستلو سره سره کوښښ کوي چې په خپلو شته کارونو کې لا بريالى وي او همدارنګه کوښښ کوي چې د هر کار په پيل کولو سره ځان بريالى ثابت کړي …..
ناهيلې کېدل :
ناهلي يو ډول لټي ده، که د ددې لټى مخه ونه نيول شي، ويلى شم چې ستاسو هر کار به په سمه توګه پاى ته ونه رسيږي؛ ځکه ناهلي تاسو بې باوره کوي او بې باوري تاسو ناکامى خواته سوق کوي تاسو نه پرېږدي چې خپلو کارونو کې بريالي شئ.
همدارنګه ناهيلي کسان داسې فکر کوي چې زه هيڅ کار هم نشم پيل کولى؛ بلکې همدغه ناهلي ستاسو انګېزه وژني تاسو نه پرېږدي چې خپل کارونه په بشپړه ( بريالي ) توګه پاى ته ورسوئ.