که چیري مو پریکړه کړې، چې پانګه اچونه وکړئ، خو وېرېږئ، چې ددې کار پیل کومه تېروتنه نه وي، یا هم له داسې خنډونو سره مخ نشئ چې پانګه اچونه مو له ستونزو سره لاس او ګریوان شي؟ باید پوه شئ، چې په پانګه اچونه کې په دې ټکي پوهېدل چې خپلې پیسې له لاسه ورنه کړو، د ګټې په اندازه اړین دي. په سوداګریزو ونډو پانګه اچونه د شتمن کیدو لپاره تر ټولو مهمه لار ده، خو څه ډول یې پیل کړو؟
په لومړی سر کې د کار کولو د یوه حساب پرانیستلو ته اړتیا ده او په دویم قدم کې د پانګه اچونې په اړه له مالی مسائیلو ستاسو درک او بودجې په اړه معلوماتو راټول دي.
۱. پانګه اچونکی باید د پانګې اچونې ډول ځانګړی کړي:
مخکې له هرڅه د سوداګریزې ونډې د اخیستنې لپاره پریکړه وکړئ، ځکه دا مهمه ده چې په ونډو کې د پانګه اچونې په تګلاره پوه شئ او عالي مفکورې سره پانګه اچونه وکړئ نو د دې لپاره لاندني معلومات ولولۍ او د حالاتو په اړه ځان ډاډ من کړئ.
که د تاسو خوښه ده چې په سوداګریزو ونډو پانګه اچونه وکړئ، نو تاسو د بېلابېلو سوداګریزو ونډو په اړه معلومات واخلۍ او وګورۍ چې کوم سوداګریز توکي ښه بازار لري او د بازار د اړتیا سره سم تولیدیږي. بیاهم که تاسو د سوداګریزو ونډو په بازار کې پانګه اچونه وکړه، له ښو سوداګریزو سلاکارانو سره سلا وکړئ، څو په ډاډه توګه مخ ته ولاړ شئ.
تاسو له یوه اقتصادي سلاکار سره مشوره وکړئ او د سوداګریزو ونډو په بازار کې د پانګه اچونې په اړه معلومات ترلاسه کړئ، څو په کم ارزښت سره ښه پانګه اچونه ترسره شي او پانګه اچونه د ښه او پياوړي مدیریت په درلودو سره پيل شي. تاسو باید د پانګې اچونې په برخه کې ځینو پوښتنو ته ځوابونه ووایاست. په هغه ځای کې پانګه اچونه وکړئ چې له حالاتو سره سم د پرمختګ او شتمن کیدو احساس درکړي.
هغه څه مو چې په رښتیا تر کنترول لاندې دي، د سرمایې دقیقه شمېره، د قیمتونو ټيټ ساتل او ځينې نور موضوعات دي چې رښتني پانګه اچوونکي خپه کوي. او دا هغه کار دی، چې تل ورته ښه او بریالي پانګه اچوونکي پام کوي. او هغه تر کنترول لاندې نیسي.
۲. د بنسټیزو مالي زېرمو او د سوداګریزو ونډو ترمنځ ټاکنه:
ډیرۍ خلک په سوداګریزو ونډو پانګه اچونه کوي، خو د بنسټیزو مالي زیرمو او سوداګریزونو ونډو ترمنځ ټاکنه کوي. د مالي زیرمو مالي معاملاتو لپاره د سوداګریزو ونډو په پرتله کمې مالي پانګې اخیستنې ته اړتیا ده. دبېلګې په ډول څو تنه ونډه لرونکي پورته کیږي او دیوې کمپنۍ ډيرې ونډې په پیسو رانیسي، که چیرې تاسو هم په دې سوداګرۍ کې پانګه اچونه وګړئ، یوه وړوکې ونډه پیدا کوئ او د دې کمپنۍ له ونډه لرونکو څخه شمیرل کیږئ. که چیرې تاسو دیوې ځانګړي کمپنۍ خاوند یاست، تاسو کولای شئ ونډې واخلئ او سوداګریز ډګر ته ګام پورته کړئ. څومره چې شونتیا شته په توپیر سره له شخصي ونډو څخه پورت فولیو جوړه کړئ او تر ټولو مهمې پانګې اچونې وکړئ.
د ونډې او مالي زیرمو توپير د تاسو د سوداګرۍ زیان کموي او ځینې نور یې ناشونې شیان بیا په شخصي ونډو کې د تاسو د سوداګرۍ زیانونه ډیروي. پورتنۍ شخصي ونډې غوره ټاکنې رامنځته کوي چې تاسو په ډیر ښه ډول سره پانګه اچونه ترسره کړئ، خو ځینې شخصي پانګه اچونې تاسو ډیر ژر شتمن کوي. که چیرې تاسو د خپل تقاعد د مهال لپاره پانګه اچونه کوئ نو تر ټولو غوره ټاکنه ترسره کړئ، څو وکولای شئ د خپل ژوند مالي برخه له هغې پانګې اچونې څخه چې تاسو ترسره کړې ده تمویل کړئ.
۳. خپله بودیجه محاسبه کړئ:
نوی پانګه اچونکی له ځان سره دوه پوښتنې رانغاړي، یو داچې د سوداګرۍ د پیل لپاره څومره پیسو ته اړتیا ده؟ که چیرې تاسو په سوداګریزو ونډو کې پانګه اچونه کوئ نو لومړی د خپلو پیسو د شمیرې او اندازې کچه وټاکئ چې څومره پانګې اچونې سره د ونډو لرونکو ډګر ته ور دانګئ. د تاسو پیسې که کمې وي تاسو کولای شئ له اقتصادي سلاکار یا دلال سره سلا وکړئ، خو په یاد ولرئ، چې تاسو په کمې شتمنۍ سره پانګه اچونه کوئ، نو تاسو په کمو پیسو سره ونډه ترلاسه کړئ.
که چیرې ټینګار کیږي چې د خپلو پیسو یوه ډیره برخه پانګې اچونې ته ځانګړې کړئ. که چیرې تقاعد ته نږدې شوي یاست او هیلې مو لوړې دي، هڅه وکړئ چې اتیا سلنه خپله شتمنۍ پانګې اچونې ته ځانګړې کړئ، ترڅو د تقاعد پرمهال خپلې اړتیاوې د دې پانګې اچونې د ګټې له لارې بشپړې کړئ. خو د شخصي یا انفرادي سوداګرۍ لپاره هیله کیږي چې خپل لس یا هم شل سلنه شتمنئ پانګه اچونې ته ځانګړې کړئ، ځکه شخصي سوداګرۍ ډیره زیانمنونکې ده.
۴. یو حساپ پرانیزئ:
که چیرې تاسو په خپله دنده او کارځای کې ستایل کیږئ، نو د تقاعد له پلان سره سم په سوداګریو ونډو نیغ په نیغه په بنسټیزو پروژو پانګه اچونه وکړئ او که تاسو پلان نه لرئ نو هیله کیږي چې له اقتصادي سلاکار سره مشوره وکړئ څو وکولای شئ په داسې سوداګرئ لاس پورې کړئ چې د تاسو د راتلونکې لپاره ښه پایله ولري.
له اقتصادي سلاکار سره په مشورې د تقاعد لپاره یو شخصي حساب جوړ کړئ او کله مو چې حساب پرانیسته یوه سوداګریز سلاکار ته ورشئ چې لږ فیس ترلاسه کړي او له ښو سلاوو سره تاسو ته مثبت لوری درکړي.
سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره وخت ته هم اړتیا ده، خو که چیرې ډیر وخت سوداګرۍ بوخت یاست له یوې اونۍ هم ډیر لږ وخت لرئ چې پلټنه وکړۍ، نو لومړی داسې یوه اقتصادي سلاکار پسې وګرځئ چې هغه واقعا په دې برخه کې ښه تجربه ولري او په کم لګښت یې سلاوې ترلاسه کړئ. پلټنه او څیړنه د شخصي پانګه اچونې لپاره کلي ګڼل کېږي پرته له پلټنې نشئ کولای چې ټول مارکیت په عملي توګه وڅارئ، خو پلټنه کولای شي تاسو د سوداګرۍ له غوره لارو سره آشنا کړي، څو په راڼه چاپېریال کې پانګه اچونه ترسره کړئ.
د دې معنې داده چې څیړنې کولای شي تا د بازار تحلیل او ارزونې، کلني راپور د اقتصادي ودې سره آشنا او همدا ډول د توکو مناسب نرخ او ستا د خوښو وړ برخه کې پانګې اچونې لارې چارې برابرې کړي.
حمیدالله فیضي