ماشوم وم، د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وم، چې د امریکا هوايي ځواکونو په افغانستان حمله وکړه، د غزني په ښار کې مې ژوند کاوه، د ورځې به کراره کراري وه خو چې نیمه شپه به شوه بیا به امریکایي طیارې راغلې، بمبارونه به یې وکړل ګړز کړوز به وو؛ پلار مې په ښار کې دوکان لاره جاپانۍ سوني رادیو یې درلوده او امریکاغږاشنا رادیو به یې اورېدله، ځکه هغه د امریکایي ځواکونو هره شېبه خبرونه له څه دروغو سره یو ځای خپرول هغه موزیک، چې د خبرونو تر شا به یې خپراوه اوس مې هم په غوږو کې انګازې کوي.
خو اشنا رادیو د غزني خبرونه دومره نه خپرول ښایي علت یې دا وو چې یو خو غزنی هغه وخت کې کوچنی ښار وو دومره ګڼه ګوڼه نه وه بل جګړه دومره په زور کې نه وه یوازې یو دوه دېپوګانې به یې وويشتې بس؛ زما چې څومره یادېږي تر سخت روحي فشار لاندې وو ټولو ماشومانو به ژړل ځکه موږ ته د روسانو کېسې پلرونو کړې وې او یا مو له مجلسونو اورېدلې وې، چې څومره خلک به په بمبارونو کې وژل کېدل زما ښه یاد دي کله به چې ماښام شو زه به په دې فکر کې وم چې که مړ کېږم نو باید ټول مړه شو ځکه ما دا فکر کاوه چې په هغې دنیا کې زه یوازې ډارېږم له نابلده خلکو سره ژوند نشم کولی ښایې زما د ټولو همځولو دا حال وو نو زما همځولي د جنګ نسل دی داسې نسل چې په ذهن او فکر کې یې د ۱۴کلنې جګړې انګازې او انځورونه را تاويږي، داسې یوه جګړه چې پای یې نه دی مالوم موخه یې نه ده مالومه یوازې د دې ولس د تباهۍ بوی یې له هرې چاودنې او ګولۍ راځي.
داسې یوه جګړه چې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو خطرناکې وسلې وکارېدي د نړۍ د تاریخ تر ټولو بدرنګه جګړه وه داسې کیماوي وسلې و کارېدې چې په هېڅ کور کې میندې سالم اولاد نشي راوړي یا جسمي ناروغي لري یا ذهني هېڅ یو ځوان په سمه توګه فکر نشي کولی ځکه هر څه یې کیماوي وسلو ترې واخیستل داسې یوه جګړه چې انسان خپل ځان وواژه د نورو د وژلو لپاره.
امریکا په هغه وخت کې ډېره پر دې خلکو پېژندله چې سوله پال هېواد دی او ټولو هېوادونو ته یې ګټه رسېدلې ده خو زما په نظر دا یو تبلیغاتي سیستم وو ځکه امریکا د خپل تاریخ په اوږدو کې کله هم داسې کار نه دی کړی.
د امریکا وروستۍ حمله مې اوس هم ښه په یاد ده اوس هم چې کله فکر کوم حیران پاتې شم چې دومره پلان شوې ماتې ولې را منځ ته شوه پر غزني ښار یوازې څو ورځې هوايي جګړه چې دومره شدیده نه وه خو بیا هم کله چې له کابل ښار څخه طالبان را ووتل د غزني ښار طالبان په پوره پلان شوې توګه غزني ښار پرېښود داسې مالومېده چې دا ماتې او حملې له مخې پلان شوې وي.
خو په لنډه توګه امریکایان په افغانستان کې واک ته ورسېدل د خپلې خوښې ولسمشر یې په افغانستان کې وټاکه خپله موخه یې د القاعدې ورکه ښوولې وه، په لومړیو کلونو کې آرامي شوه ښایې د امریکا سیاست همداسې وو تر څو په لومړي وخت کې وکولی شي چې خپل پلویان ډېر کړي وروسته وروسته په افغانستان کې ګډوډۍ شوې ځکه امریکا دا وپتیله چې خپلې موخې په داسې یوه افغانستان کې چې هلته آرمي سوله او امنیت وي نشي تر سره کولی نو دخلکو په ځپلو او ځورولو یې لاس پورې کړ او د ځان په وړاندې یې په لوی لاس مخالفتونه را ولاړ کړل، چې په دې ډله کې وروسته وروسته امریکا خپل کسان ځای پر ځای کړل، چې د دوی به اشاره یې کارونه کول او کوي یې او څو، څو ځله دا ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د امریکا لخوا اسلحې او نور نظامي تجهیزات ورکول کېدل.
افغانستان ورو ورو د داسې یوه وضعت لور ته تګ پیل کړ چې پایله یې وراني او تباهي وه ځکه د دې ټولو تر شا د امریکا او پاکستاني استخباراتي کړیو لاسونه وو.
امریکایانو په آزاده توګه په افغان وژنه پیل وکړ شپنې عملیات یې پیل کړل او ورځ تر بلې د افغان دولت په وړاندې حساسیتونه را پارېدل امريکا په همداسې یوه وضعت کې خپله ګټه لېدله.
امریکا دا کوښښ کاوه تر څو خپل شتون ته قانوني دلیلونه پیدا کړي، نو یوې ډلې ته یې د نړیوال تروریزم نوم کېښود او غوښتل یې چې د امریکا د دوو لویو برجونو غچ واخلي.
په هغه وخت کې زه ماشوم وم خو د مشرانو په مجلسونو کې به د امریکا د جګړې په اړه ډول ډول تبصرې کېدې دا خبره خو ښکاره ده چې زمونږ ولس پخپل فکر هر ډول تحلیل کوي، دوی به ویل چې امریکا د دې جګړې لپاره ۲۰ کاله پخوا تیاري نېولې وه، دا د برجونو چاودل یوازې بهانه وه، ښايي زمونږ د ولس دا تحلیل پرځای وي ښایي امریکا د خپلو امریکایانو او د زرګونو افغانانو قاتله وي نه هغه کسان چې دوی یې یادوي.
امریکا چې کومه خبره کړې وه هغه عملي نه شوه تر ننه په ټوله نړۍ کې ډېرې تروریستي او ورانکارې ډلې فعالیت کوي خپلې لاس ته راوړنې نړیوالو رسنیو ته لېږي امریکا تر اوسه هېڅ هم نه دي کړي هیڅ کوم غبرګون نه ښيي.
که پوښتنه وشي چې په نړیواله کچه جګړه نن ډېره ده که ۱۴ کاله پخوا ډېره وه ښایي؟ ټول دا ووايي چې نن ډېره ده د نړۍ به کچه ګڼې ډلې ټپلې رامنځ ته شوې دي او د نورو ډلو پر وړاندې مبارزې کوي.
د نړۍ له هر هېواد نه افغانستان ته په میلونونو ډالر راغلل خو یوازې د څو کسان جېب ته ورتلل په اصل کې د امريکا کړنلاره همداسې وه، چې پیسې دې یوې خاصې ډلې ته لاړې شي نه چې ګټه یې ټول ولس ته ورسي، امریکا دومره نه وه ناپوهه چې ګواکې د دوی د پیسو ګټه ټول ولس ته نه رسي، په دې ښه پوهېده چې ددې مرستو ګټه عام ولس ته نه رسي غوښتل یې چې دا ثروت بېرته امریکا ته او یا امریکا یي پلوه هېوادونو ته وګرځي.
امریکا په اصل کې د افغانستان جوړولو او د دې هېواد نجات ته نه وه راغلې امریکا ونه شوی کړای چې د پاکستاني استخباراتو لاس په افغانستان کې لنډ کړي خو له هغې سره یو لاس وو او په ګډه یې د افغانستان په نا امنۍ او د افغان هېواد په کمزوري کولو کې کار کاوه.
د افغان دولت په ادارو کې یې لاس وهنه کوله د خپلې خوښې کسان یې ځای پر ځای کول د فساد لپاره امریکا لار هواره کړه زلمی خلیل زاد لومړی کس وو چې افغانستان یې په فساد ککړ کړ، په هغه وخت کې افغان دولت له امریکا وغوښتل تر څو دې مرستې د افغانستان د ماليي وزارت له لارې ولګول شي خو زلمي خلیلزاد دا طرحه و نه منله او پیسې یې په مستقیمه توګه قراردادیانو ته ورکولې چې په دې جریان کې د راغلو او تللو پیسو په کمیت کې لوی توپيرونه راغلل.
په اصل کې دې هر څه حل لاره لرله خو د امریکا غوښتنه دا نه وه، چې په افغانستان کې د قوي حکومت وي فساد دې نه وي او ملت د له حکومته راضي وي دوی غوښتل داسې یو حکومت په افغانستان کې شتون ولري چې هغه دې د امریکا په اشاره کار وکړي او هر څه چې امریکا وغواړي هغه وکړي.
وروسته چې حامد کرزی د دوهم ځل لپاره د افغانستان منتخب ولسمشر شو امریکا خپلې ګټې ورو ورو په خطر کې ولېدي، خو د ده د حکومت په وروستیو کلونو کې د امریکا شک وېره په حقیقت بدله شوه امریکا د حامد کرزي له غبرګون سره مخ شوه؛ د ستراتيژیک تړون لاسلیک ته یې شرطونه و ټاکل او په بدل کې یې په افغانستان کې سوله وغوښته ځکه حامد کرزی په دې پوه وو، چې دا هر څه په افغانستان کې د امریکا په اشاره تر سره کېږي.
امریکا په افغانستان کې ۱۴ کاله جګړه وکړه مخامخ جګړه او افغان وژنه ډېر افغانان په ځانګړي توګه پښتانه دې جګړې واخيستل، خو د دې جګړې پایلې اوس هم روښانه نه دي او په افغانستان کې له ۲۰۰۲ام کاله تر اوسه حالت ورځ په ورځ ترینګلې شوی او لا ترينګلی کېږي.
افغان وژنه د امریکا په اشاره د پاکستان د استخباراتي کړی په مرسته روانه ده په افغانستان په ښکاره توګه حملې کېږي خو امریکا او متحدین یې هیڅ غبرګون نه ښيي دا جګړه ناکامه ده خو د دې ناکامي د افغانانو لپاره وه نه د امریکا لپاره ځکه امریکا یو څه خپلې موخې تر لاسه کړې، د نظامي ماموریت په پای کې اوباما په خپلو خبرو کې په پټه دا وویل چې ګواکې دوی د نړیوال تجارتي مرکز غچ اخیستی دی او زیاته یې کړه چې افغانستان ډېر خطرناک ځای دی.
دا ماموریت هماغه نظامي ماموریت دی خو یوازې نوم یې بدل دی داسې ګنګوسې دي چې امریکا اوس هم شپني عملیات کوي، افغان وژنه لا نه ده ولاړه د تړون سره سره اوس هم امریکا د افغانستان حکومت ته پوره واک نه ورکوي په هره توګه چې کېږي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
دا جګړه تر هغه پای ته نه رسېږي چې، امریکا او امریکا پلوه کړۍ په خپله خوښه له دې هېواده ونه وزي او د افغانستان حکومت او استقلال په هر اړخیزه توګه ومني.او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنو ډه ډه وکړي.