تېر څوارلس کلونه د هېواد لپاره د بیارغاونې او پرمختګ په برخه کې یوه طلایي دوره وه چې نژدې د هېواد هر ګوټ ته د رغاونې او پرمختګ څه نا څه څرک ورسېده او د څوارلس کاله مخکېني افغانستان توپیر له نن سره بېخي ښکاره دی.
په تېرو څوارلسو کلونو کې د هېواد درې دېرشو ولایتونو د پرمختګ زېري له ځان سره ولرل، کدر شخصیتونه یې په بېلابېلو څوکیو پر دندو وګمارل شول، د مرکزي حکومت پاملرنه ورته وشوه او تر یو بریده یې حالت بدلون وکړ.
خو زابل یواځینی هغه ولایت وو چې د یوې ولسوالۍ په اندازه هم کار ورته ونه شو، نه په تېر حکومت کې ورته کومه پاملرنه وشوه او نه هم اوسني حکومت د خپل نظام یوه برخه وګڼله.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل حکومت په دوره کې یو ځل په الوتکه کې د څو ساعتونو په موخه زابل ته راغی او بې له دې چې د خلکو او ولسونو ږغ واوري او یا د کلات ښار او ولسوالیو له حالت څخه لیدنه وکړي په تورو ښیښو لرونکو موټرونو کې د ولایتي روغتون تر نوې ودانۍ ولاړ، هغه یې پرانیسته بېرته د ولایت مقام مقر ته لاړ او په یوه تشریفاتي غونډه کې د ګډون نه وروسته همداسې پټ د پي آر ټي ( ولایتي بیارغاونې ټېم ) له میدان څخه په الوتکه کې د کابل پر لور ولاړ او بیا یې دومره هم ونه کړل چې هغه دده په لاس د پرانیستل شوې ودانۍ د حالت پوښتنه وکړي، هغه ودانۍ چې د جوړېدو څخه کال او دوه یې لا نه وو اوښتي خو د بېرته نړېدو له وېرې ترې د ولایتي روغتون ټول پرسونل زړې ودانۍ ته کډه شول او بده خو لا دا چې په هغه شکایتونو هم چا غوږ ونه ګراوه چې ددې ودانۍ د جوړېدو په قرارداد کې له پراخ فساد څخه راپورته شوي وو.
د کرزي صاحب د نظام ټولو چارواکو د زابل چارې هغه چا ته سپارلې وې چې هغه یوازې په دې پوهېدل ترڅو څنګه خپل جېبونه ډک کړي او څنګه خپل ژوند جوړ کړي.
بدبختي خو لا دا وه چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د زابل یو خواخوږی هم پیدا نه شو چې هغه څوک او د هغه ټېم د خپلو حقوقو د غوښتنې او ترلاسه کولو په موخه تر ګرېوان راونیسي چې زابلیانو د خپلو رایو په مټ د واک تر ګدۍ ورساوه.
زابلیانو د خپلو ګوتو په قرباني کولو سره د نظام په ټولو ترسره کېدونکو ټاکنو کې برخه واخیسته او د یوه مثبت بدلون د راوستو په هیله یې رایې وکارولې خو دا یوه غلطي یې وکړه چې هغه څوک یې د خپلو استازو په توګه ملي شورا ته ولېږل، چا چې په دې دوره کې ځان ته مارکېټونه واخیستل، خپلوانو ته د دندو په لټه کې شول او تر معینیتونو یې ورسول.
همدې د خلکو استازو! یوازې دومره وکړل چې ځانونه په یوه ډله پورې وتړي، خپل جېب ته کار وکړي او یا خپل خلک تېر باسي.
حکومت نوی شو او د حکومت په سر کې محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله راغلل.
اشرف غني هغه ولسمشر چې د رایو په سلنه کې یې زابل دوهم ولایت وو چې هغه په کې تر ټولو لوړه رایه واخیسته.
د زابلیانو هیلې د ملي یووالي حکومت په جوړېدو سره یو ځل بیا راژوندۍ شوې، له حکومت څخه یې ملاتړ څرګند کړ او خپلې غوښتنې ورسره شریکې کړې.
اوسني حکومت د څه باندې یوکال په تېریدو سره یوازې دومره وکړل چې د تېر حکومت یو، دوه زابلي چارواکي له دندو لیرې کړي او خپل کسان ورته وټاکي.
هغوی د زابلیانو د دومره قربانیو په بدل کې یوازې یو یو تن د سلاکار په توګه ورته وټاکه او بس.
د زابل د وروسته پاتې حالت شاهد هر هغه هېوادوال دی چې که په تېرو څوارلسو کلونو کې یوځل هم ددې ولایت نه تېر شوی وي، نو لومړی به یې د کلات ښار د چوک په لیدلو دا درک کړې وي چې دې ولایت ته څومره کار شوی دی!
دا جوته خبره ده چې که زابل د کابل-کندهار پر لویه لار پروت نه وای نو نن به په یوې وروسته پاتې ولسوالۍ بدل شوی وای.
زموږ ګیله له هیچا نه ده، ګناه بېرته خپله د خپلو زابلیانو ګڼو او هغه ځکه چې موږ په تېرو څوارلسو کلونو کې داسې استازي ملي شورا ته لېږلي وو چې له برکته یې زابل په اوسني حالت کې قرار لري.
اوس هم ناوخته نه دی، بیا د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکې دي او بیا د کمپاینونو شېبې رانژدې کېږي.
د حکومت کابینه ستاسو له لېږل شویو استازو رایه اخلي او د هغوی د غوښتنو او مشورو په رڼا کې تګلاره جوړوي او کار کوي، فکر وکړئ! په ټاکنو کې برخه واخلئ او دا ځل داسې استازي ملي شورا ته ولېږئ چې ستاسو ریښتینی ږغ اوچت کړي او ستاسو واقعي استازیتوب وکړي.
زابلیانو!
د الله تعالی او خپل مظلوم حالت په خاطر، زابل د څوارلس کلونو وروسته حالت ته مه بیایئ!
په درناوي.
خپلواک ژورنالیست عصمت الله عُمري / زابل.