تاند- زموږ په ټوله کُره یا مځکه کې به څومره سیمې وي چې انسان ورغلی نه وي؟
د ډیلي ټلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د مځکې د طبعیت نوې نقشه ښيي چې تر پخوا هغه سیمې کمې شوي چې د انسان ورغلی نه دی.
د استرالیا د کوینزلنډ پوهنتون او د دغه هیواد د وحشي حیواناتو د ساتندوی بنسټ څېړونکو په نړۍ کې د هغو سیمو نقشه انلاین خپره کړې چې د انسان له لوري پکې ګوتې نه دي وهل شوي یا انسانان ورغلي نه دي.
په دې نقشه کې، چې په انترنیټ کې خپره شوې، اکثره سیمې، چې انسان پرې ګامونه نه دي ایښي، د استرالیا مرکزي دښتې، په جنوبي امریکا کې د امازون ځنګلونه، په اسیا کې د تبت هوارې سیمې او د کاناډا او روسیې له وارو ډک ځنګلونه دي.
د څېړونکو په وینا، له انسانانو څخه د پاتې سیمو اندازه د ۱۹۹۰ لسیزې تر لومړیو په سلو کې۱۰ کمه شوې ځکه چې زیات ځنګلونه وهل شوي او مځکه یې پر کرنیزو یا صنعتي سیمو بدله شوې ده.
دا زموږ کرې او چاپېریال ته ښه خبر نه دی. هر ځای چې د انسان ګامونه رسېدلي؛ ماشین او ټکنالوژي ورسره وړې او چاپېریال یې ککړ کړی دی.