د نادانۍ مرحلې وي، دومره کوچني هم نه وو؛ خو بیا هم د ښوونځي دوره وه، په هر چا پسې مو خبرې کولې په دې هم نه پوهېدو چې دا غیبت او کبیره ګناه ده. بس د هر چا څېره چې به مو خوښه نه شوه؛ نو یو څه خندا، مسخرې او ټوکې ور پسې جوړېدې، په همدې موده کې زموږ د انګلیسي په کورس کې یوه ټولګیواله وه، دا له رنګه توره، له ونې ټیټه او په وجود چاغه وه. دا ټولګیواله مې ښایسته نومېدله، کله به چې ټولګي ته راغله، نو موږ به ویل هغه ده لیونۍ راغله، کله چې به یې خبرې کولې هر چا به ور پورې خندل او ځورونکې خبرې به یې ورته کولې؛ خو ښایستې به ورته خندل او څه به یې ورته نه ویل، یوه ورځ مې ترې وپوښتل ښایستې! ته ولې څه نه وايي او ولې نه خفه کېږې؟
ښایستې بیا هم په خندا وویل، ماته د هغوی اصلیت معلومېږي، زه نه بدې خبرې کوم او نه بد کارونه، نو بیا ولې خفه شم.
هغه مهال مو هم ور پورې وخندل او ورته مو وویل رښتیا وايي، خو د ښایستې خبرې هغه وخت په موږ کومه اغېزه و نه کړه.
خو اوس مې سر پرې خلاص شو چې د هغې خبره ډېره پوره او کره وه هغه لیونۍ نه؛ بلکې تر ټولو هوښیاره وه، ځکه چې د هر چا اصلیت او شخصیت هغه وخت معلومولی شو، چې یو څه ووايي او یا یو څه وکړي.
که یو څوک ښه وايي، نو وایو چې ښه انسان دی او که بد وايي، نو وايو چې بد انسان دی.
نو لازمه ده چې ووایم: څومره چې وايي، خپل ځان ستايي.