تاند- په نړۍ کې د اقتصادي بحران له پیله تراوسه پوري د ملیاردرانو شمېر دوه برابره شوی دی.
اکسفام مرستندویې ټولنې په یوه تازه څېړنه کې ویلي چې د ثروت یا شتمنۍ نابرابره وېش یوه فوري پروګرام ته اړتیا لري.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د اکسفام له شمېرنو سر ه سم که د نړۍ تر ټولو شتمن انسان کارلوس اسلیم (عکس) د ورځې یو ملیون ډالره ولګوي، پیسې به یې په ۲۲۰ کلونو کې ختمې شي. دی ۸۰ ملیارد ډالره شتمني لري.
اکسفام ویلي، د نړۍ د ملیاردرانو شمېر، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال ۷۹۳ وو، اوس (۲۰۱۴) ۱۶۴۵ تنو ته زیات شوی دی.
د اکسفام موسسې له څېړنې سره سم د ۸۵ تنو شتمني د نړۍ د ټول نفوس د نیمايي بېوزلانو له شتمنۍ سره برابرېږي.
د اکسفام د خیریه موسسې په راپور کې تایید شوې چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د هیوادونو ترمنځ اقتصادي نابرابري لږه شوې خو په هیوادونو کې دننه زیاته شوې چې دا مهمه مسله ده.
د اکسفام له راپور سره سم د نړۍ په سلو کې ۷۰ انسانان په داسي هیوادونو کې اوسي چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د بېوزلو او شتمنو ترمنځ واټن پکې زیات شوی دی.
اکسفام په ۱۹۴۳ میلادي کال د بریتانیا په اکسفورډ ښار کې تاسیس شوی او اوس پر یوه نړیوال کنفدرېشن بدل شوی چې ۱۷ مرستندویې ټولنې پکې شاملې دي.
دا موسسه د افغانستان په شمول د نړۍ په ۹۰ هیوادونو کې د بېوزلۍ د ختمولو او د عدالت د رامنځته کولو د لارو چارو د موندلو لپاره هلې خلې کوي.