د شنې غونډۍ په لمن کې هلته دلته چوکۍ ایښې وې. ټولې خالې وي یوازې پر یوې یوه نجلۍ ناسته وه، چې څرنګه مې سترګې پرې ولګیدې تور پاپي یې راته وغپل. دې لاس پرې تیر کړ، ماته یې وخندل. زه د غونډۍ بر سر روان شوم. دنګې ناجو ونې په شاوخوا نورو ونو کې چې مني او ژمي وهلې وې، نورې هم زرغونې ایسیدې. بیړه مې وه چې د غونډۍ سر ته ژر ورسیږم. دا لومړی ځل و چې د (نیبوشیڅې) غونډۍ ته ختلم.

پورته تک شین هوار میدان و. بیرته راوګرځیدم. د ځنګله په منځ کې ودریدم، د شمال شپیلۍ وه:

« کاشکي مې له هغې نجلۍ سره خبرې کړې وای»

« څه به مې ورته ویل؟»

« سپی به مې ستایلی و»

پښه مې پر پاڼو وښویده. د ونې ډډ مې ونیو. تر ختلو ښکته کیدل اسانه دي خو چې تیز ځې سخته شي. د غونډۍ په لمنه کې هاغه نجلۍ نه وه. شاوخوا پسې وګرځیدم نه ښکاریده. پورته روان شوم:

« که لا پورته تللې وي»

تش ځنګل تش و. څاڅکي څاڅکي باران شو. پر وچو پاڼو د باران ټک ټک داسې ایسیده لکه شرکنده چې اوروي خو لاس مې ورته ونیو، تیز نه و. مخ په ځوړ ګړندی شوم.

د غونډۍ سرته د لمر سترګه ښکاره شوه. لاندې نوي تازه بوټیدلي بوټي د ویالې غاړې ته لکه زمرد وځلیدل. شاوخوا مې سترګې وغړولې، څوک نه و چې دا بوټي ورته وستایم، د لمر وړانګې وروښایم، د ځنګله د شمال د غږ له حاله یې خبر کړم، د ځنګله د منځ د باران د هیبت کیسه ورته تیره کړم……

غونډۍ ته مې شا کړه پر نرۍ باران وهلې له خټو ډکې لارې ورو ورو له غونډۍ لرې شوم.

پراګ

شیبه مخکې یې څراغونه یو په بل پسې مړه کړل. تپه تیاره شوه، هیڅ شی یې نه لیدل، خو اوس چې سترګي غړوي د کړکۍ خوا رڼه ورته ښکارې.

 د کوټې په کونج کې په جګو پښو کښیناست. پښې یې راغونډې کړې. پوزه یې بهیده. نیغ ودرید، پرده یې کش کړه.

 د کړکۍ پله یې پرانیسته له اووم پوړ څخه یې کوڅه وڅارله. پخې شپې ورسره باران هرڅوک په کور کړي و، خو لاندې د ونو خواته یوه ښځه رهي وه. د دروازې شاته یې پر میخ راځوړند جمپر ته لاس وروغځاوه، ور یې راکاږه، د لفت بټن یې ژر ژر کلکله کړه. جمپر یې په تن کړ. لفت په شپږم منزل کې ولاړ و، نه خوځیده. پر زینو په منډه شو. د جمپر خولۍ یې پر سر راکش کړه. د کوڅې بر سر روان شو. له ونو سره یې شاوخوا سترګې وغړولې څوک نه و.

بیرته د خپلې کوټې خواته راوګرځيد. لفت لاهم په شپږم منزل کې دریدلی و. پر زینو زانګه وانګه وخوت.

 شمال د کوټې پرده په شا وهله. د پړسیدلې پردې ژۍ یې پسې جګه کړه. د کوڅې څراغونه باران ته خپ ښکاریدل. د ونو خواته یې یو کس ترسترګو شو، سترګې یې وموښلې، څوک نه و. پرده یې سمه کړه، کړکۍ یې پورې کړه د ښیښې له شا یې بیا کوڅې ته وکتل. د باران دانه دانه څاڅکي پر ښیښې ښویدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *