تاند- په تېرو څلورو میاشتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت په پلازمېنه کې ۴۲ تنه وژل شوي دي.
د تهران ولایت د عدلي طب د راپور له مخې په هرو درو ورځو کې یو تن په سړه وسله /چاقو- چاړه/ وژل شوی چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۲۶ اعشاریه ۵ زیاتوالی ښيي.
په راپور کې ویل شوي چې په یاده موده کې په تهران ښار کې ۴۳ تنه په چاړو د جګړو او دعوو په لړ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي چې د ایران حکومت رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې د ډېرو امنیتي پېښو راپورونه خپاره کړي څو خلک د ناامنۍ احساس ونه کړي.
د تهران پولیس وايي چې اکثره قتلونه په ډېرو معمولي لانجو کېږي او د دې علت دا دی چې په خلکو کې عصاب خرابي او په عین حال کې تشدد ته تمایل زیات شوی دی.
د راپورونو له مخې په ایران کې هر کال ۱۱۰۰ تنه وژل کېږي او د پولیسو په وینا په سلو کې ۴۰ یې په سړو وسلو وژل کېږي.