د پاکستان لومړي وزير نواز شريف، په کابل کي خبريالانو ته وويل، د افغانستان دوست او دښمن يو دی.
دغه خبري د سياسي کارپوهانو سره زياتي پوښتني پيداکړي او پوښتي، چي څنګه دواړو هغو ګاونډيو هيوادونو، چي د تاريخ په اوږدو کي يې يواوبل ته د شک په سترګه کتلي او يو اوبل يې په خپلو کورنيو چاروکي په لويه لاسوهنه تورن کړي نن بيا دومره سره نږدې سول، چي دوست يې هم يوسو او دښمن يې هم يو دی؟
که د پاکستان تاريخ ته وکتل سي، نو په ټوله سيمه کي تر هندوستان بل حريف نه لري او هندوستان له پاکستان سره د حريفۍ پربنسټ افغانانوته په تېرو کلنو کي په ميلونونو ډالر مرستي ورکړي دي.
عام افغانان هم تر پاکستان، هندوستان ته نېک نيت لري او پاکستان د افغانستان په بشپړه بربادۍ کي مسؤل ګڼي.
نړيوالي رسنۍ او سياسي شننونکي هم داخبره کوي، چي هر وخت د افغانستان وسله وال مخالفين په پاکستان کي تر مجهز کېدو وروسته افغانستان ته د جهاد په نامه راځي او د لته امنيت ګواښي.
که د روسانو سره د افغانانو مقدس جهادي دوران ته پام وکړو،هغه وخت هم په پلازمېنه کابل کي د ناستوواکدارانو په وړاندي پراوو تنظيمونو ووېشل، په زرهاو افغان مهاجر همدغه پاکستاني چارواکويودبل په وړاندي په سنګرونو کي کښېنول، د خپل کورخرابۍ بېلابيلي لاري چاري يې ورښوولې.
هغه مهال هم د افغان دولت په ځواب کي پاکستاني چارواکو تل دا خبري کولې ، چي د ګاونډيانو حقونو ته درناوی(!) لري او هيڅ وخت چاته تاوان نه رسوي.
په دغسي حالاتو کي افغان چارواکو ته په کار ده، چي د نورو سياستوالو په خبرو ونه غوليږي او هغه څه وکړي، چي د افغانستان او افغانانوپه ګټه وي.
نور موږ ته په کار نه ده، چي د پردي هيواد د سياستوالو په خوښه له چا کرکه وکړو او بل ته په زړه کي ځای کړو، افغانستان خپلواک هيواد دي، خپل درې رنګه بيرغ او اساسي قانون لري.
زموږ مشرانو ته په کار ده، چي دوست او دښمن ته له افغاني کړکۍ وګوري، نه د نورو په اشارو او خبرو يو چاته لاس ورکړي او بل ته شا ور وګرځوي.
په نوره نړۍ کي خپلواک هيوادونه له نړيوالو او ګاونډيانو سره ددوستۍ او دښمنۍ پرېکړه خپله کوي، نور چاته اجازه نه ورکوي، چي ددوی لپاره ددوستۍ او دښمنۍ معيار غوره کړي.
زموږ ولسمشر او نور لوړ پوړي چارواکو ته په کار ده، چي خپل تاريخي دوستان او دښمنان ښه وپيژني او که کوم څوک په رښتيا ورسره دوستي کوي هغوی ته دخپلو ملي ګټو پرځای غېږه پرانيزي او که کوم څوک دښمني پالي نو دښمن ته مخامخ ځواب ورکړي.
په ملي مسايلو کي چوپ پاته کېدل او د نورو لپاره افغانان قرباني کول ، افغانانوته د زغم وړ نه ده او نه د هغه چا تر شا دريږي، چي دوی د پرديو ګټو قرباني کوي.
افغانستان دي تل اباد، نېکمرغه او د سيالانو په ليکه کي سرلوړی وي.
14 – 05 – 2015