لیکوال: ندیم ایف. پراچه –
د جرمني د سفر په ترڅ کې د یو پخواني ملګری په لیدو مشرف شوم. زما د دی ملګری نوم ناصر دی او موږ په ۱۹۸۰ لسیزه کې د کراچۍ د یو دارالمعلمین د یوې روڼ انده سیاسي ډلې غړي وو. ناصر د یوې غریبي کورنۍ و او په کراچۍ ښار کې د برنز روډ په ساحه کې په یو کوچنې اپارتمان کې اوسیده. زما په یاد دی، چې له نوموړی سره د مارکس، ماؤ، لینن او تروتیسکي د لیکنو او نظریاتو ډېر شمېر د اردو ژبې ژباړې پرتي وې.
په دې وخت کې موږ دواړه د بینظیر بوټو په جلاوطني کې د نوموړې پیروکاران وو. په ۱۹۸۶ کې چې کله بینظیر بوټو له بهرڅخه راتله او په لاهور کې د لومړنۍ وینا لپاره تیاري نیول کیده نو ما ، زما ټولګیوال او ملګرو هم تکل وکړ چې لاهور ته لاړ شوو.
له کوم شی چې تیښته کوو، موږ ته را پیښیږي!
موږ د خپلې ډلې سره لاهور ته لاړو او هلته مو په یو مات وران اپارتمان کې د ملګری له یو خپل سره شپه وکړه او پریکړه مو وکړه چې څنګه کولای شوو د بینطیر بهټو دا سیاسي ناسته کامیابه کړو، نو د دې هدف لپاره مو لاس سره یو کړ.
خو په دی سیمه کې زموږ د اپارتمان تر شا یو جومات وه چې د لاوډسپیکر په مرسته زورورې ویناوي ترې اوریدل کیدي. موږ په لاهور کې تقریبآ دري اوني تیرې کړی او هره جمعه به د دې جومات ملا امام په خطبي کې له میندو او پلرونو څخه غوښتنل چې خپل اولادونه افغانستان ته ولیږئ تر څو هلته د روسانو پر ضد جهاد ترسره کړي.
خو موږ به د خطبي په مهال خوبونه کول او شکر دی، چې شپې اوږدې وی او موږ به د شپې په جریان کې اوږده سیاسي بحثونه کول. خو بیا هم د خطبې ځینې برخې داسې وی چې خامخا به یې موږ له خوبه را ویښولو.
یو جمعه ناصر په قهر سره سم دم داسې لکه یو مشر سړی چي په غصه وی، په زوره وویل چې زه جومات ته ځم!
له دې اعلان وروسته هر یو ورته برګ برګ کتل ، ځکه چې نوموړی ته به هر چا (سرخه) ویل، د لاهور د خلکو په ژبه کې بې عقیدې ته ویل کیږي. ناصر له ما هم وغوښتل چې ملګرتیا یې وکړم!
په بدل کې مو ورته احتجاجآ وویل: او سړیه آخر ولې؟
“Abay buss, inn molvi sahib sey milna hai (I just have to meet this cleric),” (غواړم چې له دې ملا صیب سره وګورم) ده په داسې حال کې خبرې کولای چې په کوچنې تشناب کې یې مخ وینځه او د راوتلو سره سم یې وویل راځه چې ځو!
ما همداسې وکړل. کله چې هلته ورسیدو نو ملا په زوره زوره ویل چې راځئ، افغانستان ته ځو او له دې وروسته یې خلک د جمعې لمانځه ته را وغوښتل. موږ په تمه وو، خو لا مو سر خلاص نه و چې ناصر څه کول غواړی.
کله چې لمونځ پای ته ورسید، نو موږ دننه ورغلو. ناصر مستقیم د مُلا پر لورې ور روان شو. بې له کومی وقفې په پنجابي کې یې ورته وویل چې آخر ولې دا اړتیا پیښیږي چې موږ افغانستان ته لاړ شوو؟
مُلا په ډېر ویاړه وخندل!
خو ناصر غلی نشو: جناب مولانا صیب، حقیقت خو دا دی، چې ستاسو دي خطبو دومره خوند راکړی دی، چې زړه می غواړی افغانستان ته لاړم شم او د خپلو وروڼو ترڅنګ د کمونستانو پر ضد جګړه وکړم!
ملا په ځواب کې ورته وویل: خدای دی مه کموه! ملا چې ډېر پیاوړی او سخت سړی ښکاریده د ۳۰ کالو په عمر کې و. خو موږ وروسته خبر شوو، چې نوموړی د ضیاء الحق له کرلي شوې تخم څخه په بشپړه مانا اغیزمن و او د نوموړی د سخت دریځه ډلو خواخوږی و. ډېر په ویاړ یې ناصر ته وویل: چې ما ستاسو په شمېر ډېر با جراته ځوانان افغانستان ته لیږلي دي.
خدای دی مه کموه! ناصر د ملا د تنګولو په موخه په ځواب کې ورته وویل، نو دا کار به کوو او زه او زما ملګری سبا ته د افغانستان پر پوله ور اوړو. خو د ملا صیب ویاړمنه خندا هلته د ورخطايي ښکار شوه، چې کله ناصر ورته وویل چې ته به ګډ راسره ځې!
ما چې کله اوضاع ولیده نو ما هم ور زیاته کړه، هو ملا صیب د ضیاء د خوښی لپاره باید په ګډه لاړ شوو او ته زموږ مشري وکړی.
اوس د ملا ویاړمنه خندا پر غم بدله شوه. په چالاکي سره ملا وینا پیل کړه: زویه زما صحت خراب دی او زه دلته په جومات کې وظیفه هم لرم، هیله کیږي، چې تاسو لاړ شئ او زه به وروسته در پسې درشم.
ناصر بیرته ورته وویل: ملا صیب، ستاسو ونه له پولاد څخه جوړه ده او تاسو دومره پیاوړي یاستی چې زموږ دواړو ځوانانو ځواک لري. بل دا چې ستاسو خطبي دومره ځواک لری، چې د روسانو په زړونو کې به ویره خپره کړي. هغه ټول ځوانان چې ستاسو له برکته افغانستان ته تللی دی، ستاسو د لیدو له امله به ځواکمن او منندوی واوسیږي.خو ملا صیب خبر دی وی، چې ګیځ له لمانځه مخکې روانیږو او موږ به دی له ځان سره بیایوو.
ملا صیب په نا خوښې کې سر وخوځول او ژر یې ځای را پرېښود.
راتلونکې ګیځ موږ دواړو د لمانځه له وخت مخکې نږدې د ملګریو دارالمعلمین ته ورغلو تر څو له دوی څخه یو جیپ د یو څه وخت لپاره قرض واخلو. له دې وروسته موږ د جومات په لورې وکوچیدو او ډېر په مشکل سره مو ملا صیب په ګاډي کې کښینول او حرکت مو وکړ.
ای څه کوو، افغانستان ته ځو؟ ما د ناصر په غوږ کې پوس پاسه وکړه!
په بدل کې هغې وویل غلی شه، ګوره چې څه کیږي.
موږ په جیپ کې سپاره وو او د اسلام آباد په لورې روان وو. ما او ناصر د ضیاء الحق قصیدي شروع کړی، خو ملا صیب چپ چاپ ناست و. خو له ۲۰ دقیقو وروسته یې خپله چپتیا ماته کړه او غوښتنه یې وکړ ه چې ګاډي اودروو.
“Kyun, kya hua maulvi sahib?” (Why, what’s the matter?), ؟ ( ولې ملا صیب څه خبره ده؟) ناصر وپوښتل.
ملاصیب وویل: زه غواړم تشناب ته لاړ شم
خو ما ورته وویل: موږ جنګیالي یوو. موږ کړاو په خنده تیروو، آیا د تشناب کړاو له دې سخت دی؟ موږ د روسانو تر وتلو پورې باید پر د شي کنټرول بیاموو، آیا داسې نشې کیدای؟ ما دا وروستۍ پوښتنې په ډېر جدی ډول ورڅخه وپوښتلی.
ناصر ور زیاته کړه.: بلکل، بلکل،
زامنو! زه یو مشکل لرم، همدا علت دی، چې له تاسو مو خواست وکړ، چې د یوې دقیقي لپاره ګاډی وادروئ.
موږ په یو ځنګلي ځای کې موټر وادروه. ملا صیب ښکته شو او په ځنګل کې ورک شو. خو ناصر ورپسې و. ما ور څخه وپوښتل. “Abay, yeh kya kar raha hai?” (Hey, what are you doing?), هلکه دا څه کوئ؟
راځه – راځه، ناصر د ملا په تعقیب کې و. په دې ځنګل کې یو سړک وه.
بس ګوره ورته! په دی لورې واقعا یو سړک وه، موږ هم په علاقمندي سره د نوموړی په تعقیب کې لګیا شولو، لومړۍ مو یوه رکشه او بیا په یو بس پسې روان شوو. خو د یو څو دقیقو په څرک کې نوموړی د سلو قدمو په واټن کې ورک شو.
ناصر چیغه کړه: ملا صیب جنګ به څوک کوی؟
له دې وروسته یې ماته وکتل او له خندا وروسته یې وویل: چې راځه د یو څه مودی لپاره خو یې له خطبو خلاص شوو.
وروسته په ۱۹۸۶ کې ناصر بندي شو او وروسته د بینطیر بهټو له جمهور رئیس کیدو وروسته د۱۹۸۹ په جنوري کې را خوشي شو. خو د بینظیر بهټو د واکمنی له لومړي پړاو وروسته نوموړی مایوسه شو او دا مایوسي یې هلته لا پسې پیاوړی شوه چې کله بینظیر بهټوـ نواز او پوځ په خپل منځ کې سره جوړ جاړی وکړ. له دې وروسته خبر شوم چې ناصر په ۱۹۹۷ کې اروپا ته لاړ.
د نوموړی وروستې ټکې دا وو! ملګریه دا هېواد په ړنګیدو دی، د دی غټانو هېواد دی.
۱۸ کاله کیږي، چې ما یې په اړه خبرتیا ترلاسه نکړه خو په جرمني کې یوه ورځ یو ملګری راته وویل چې ناصر د ایټالیا په روم ښار کې په یو میلمستون کې خدمتګار و او اوس د بیلجیم په برسل کې اوسیږی.
ما په خندا ور څخه پوښتل اوس په څه بوخت دی؟
زما ملګری په ځواب کې راته وویل: نوموړی اوس په برسل کې د یو جومات امام دي.
دا لیکنه په انګلیسي ورځپاڼه ( ډان) کې خپره شوې ده.
د چیګوارا عکس ددغه مضمون سره څه اړه لري؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
مننه
De Cheguera di sur o tor anzor hamdasi di bretu or kharyali bretu tarmanz loya phalsapha parata da.
Waqee di zinu idealistanu sara hamdsi kegy sanga che likawal sarganda kari da
Daranakha
زموږ خلک هم په بوډیتوب کې ډاریږي. یاره چې یو څوک یې سرته نشې رسولی نو بیا ولې یې کوی – د لیکوال نظر ډېر ژور نظر دی
زموږ پخواني خلقیانو او پرچمیانو هم له خپلو نظریاتي حدودو سره بې وفايي کړی ده. نن دوی د پراګمټیک سیاست پر ځای ارتجای او هیڅ سیاست کوی. تر ډېره بریده له نظریاتو او روڼ اندي تیښتیدلي ښکاري.
زموږ مبارزه هلته تر جبر لاندې راشی چې کله د یو څو امتیازاتو په بدل کې خرڅ شوو. کله چې موږ د مبارزې بیه یو څه ډالر مطرح کړو نو پوه شئ چې د مبارزه د ګټې پر ځای د تاوان په لورې ځی
به ژباره کې یو ناسموالی دی . بینظر بوټو په ۱۹۸۹ ز کال کې د پاکستان صدراعظمه شوه . په داسې حال کې چې په ژپاړه کې یې د جمهور ریسې کیدو ویل شوي دې چې ناسم دی. داسې یوه رښتینه کیسه ما ته هم ویل شوې چې یو افغان کمونسټ چې په پوهنتون کې يې د الله شتون ننګولی و؟؟؟ خو د ډاکټر نجیب تر ماتې وروسته یې په ژرا پښیمانی ښوولې وه او تل به پر لمانځه او د قرآن پر تلاوت بوخت و. دا ټول د ناسمې پوهې له امله کیږي. دوی ته د شرم خبره خو دا ده چې د دوی د مبارزې مرکزي ټکی هم د غرب او امپریالیزم پر ضد شعار ورکول و. خو په پای کې دوی ټول د افغان کمونسټانو په ګډون هماغه غرب ته پناه یوړه. اوس نو د هغو کسانو کورنۍ باید دوی له ګریوانونو ونیسي چې د دوی دشعارونو لپاره یې خپل ځانونه قربان کړل او د تباهۍ کندې ته ورغوځیدل. لیکن افسوس چې ځینې یې لا هم پر هماغو ببولالو سر دی.
Muluyaan zamung di tolny lapara zahir di. doi khapal o di nuru zhwand pa kharafatu tirawal ghori, dalta os di science, technologies and khalaye siraunu artaya da. De mullah mantar os na chaligy byad di mullah saib brain washing washi tar su ma’aser she
Mr. Nadeem F. Paracha is one of the well known writers of Asia. He laments the feelings of deprived and devastated nations in a very skillful way.
Aziz told BBC Urdu in an interview that Pakistan was not going to target militant groups that do not “pose a threat to the state“ — a statement that received harsh criticism by political rivals and on social media. The country’s premier spy agency has long been accused of harbouring the “good“ and “bad“ Taliban narrative.
له مضمون سره یې باید ورته عکس خپور شي د چګوارا یې له دې مضمون سره څه وو
فکر کوم د غربي او افغاني ملایانو ترمنځ به دومره فرق وی لکه د حیواناتو او نباتاتو ترمنځ. یانې غربي ملایتوب دومره سپڅلي دی، چې د کمونسټانو په شان سپڅلي خلک یې هم مني. خو ولې دلته بیا ملایان سم دم مسلمان هم خیرن، ږیرور او ناوالۍ لیدل غواړي. که چېرته کلي ته خیرن لاړ نشې نو وایي د جاسوس دی. که چېرته د تشدد خبره ونکړی نو وایی له جهاده انکاري دی. که چېرته په ښځه وار ونکړی نو وایي د میرمن د ابرو په ساتلو نه پوهیږي.