د محبوب افغانستان د استقلال د ۹۶- یمې کلېزې په مناسب یوې سیمه ییزې راډیو راسره مرکه کوله، اولینه پوښتنه یې دا وه چې آیا په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو له پاره لازمه ده چې د خپلواکۍ ورځ ولمانځي که یا؟
ما جواب ور کړ چې زه خو مو سخت حیران کړم! په دې باب اصلاً د یوه انسان او یوه افغان انسان په ذهن کې څنګه دغسې یو بې ضرورته سوال پیدا کېدای شي!
خو خبریال ځکه ملامت نه وو چې هغه خپله د خپل ولس په منځ کې دغسې یو تشویش محسوس کړی وو او غوښته یې چې له دغه ذهني بحرانه زموږ د خلکو د خلاصون لپاره دغسې یوه پوښتنه مطرح کړي.
دا څو کاله کېږي، د دغې ویاړلې و مبارکې ورځې له را رسېدو سره د یو شمېر افغانانو تر منځ دا پوښتنه راپورته کېږي چې آیا موږ خپلواک یو که نه؟ آیا دغه ورځ ولمانځو که نه؟ ان یو نیم ته خو دا بېخې بې عقلي او بې منطقه هڅه ایسي چې دغه ورځ دې تجلیل شي حتي له ځینو په اصطلاح شعوري کسانو څخه پر دریځو او جدي بحثو کې دغسې اظهارات صادرېږي.
فکر کوم چې افغانان د دوه ډوله کسانو له خوا له دغسې یوه ذهني کشمکش سره په جنجال کښېیستل کیږي:
یو- هغوی چې نه د ملي خپلواکۍ په ماهیت و اهمیت پوهېږي او نه یې کله هم ځان ته دا تکلیف ور کړی چې دغه پوخ او لا زواله جوهر وپېژندلای شي؛ دوی د تاریخي پېښو و جریاناتو، مبارزو و کارنامو او ستړیاوو و بریاوو په باب بې سواده دي او په دې یې سر نه دی خلاص چې ملتونه د خپلو ملي آزادیو لپاره څومره قربانۍ ور کوي، په څومره لویو قیمتو دغه د انساني ژوندانه تر ټولو لوی ارزښت ګټې او په دې سلسله کې افغانانو هم د خپل ملي استقلال د بیا اخیستو له پاره لږ بیه نه ده ور کړې؛ د وینو، سرونو او هستیو په دومره لوی قیمت ګټلي استقلال ته په داسې بې اهمیته سترګه کتل تر نادانۍ و جهالت ور ها خوا بل هيڅ عامل نه لري.
دوه- په افغانستان کې داسې افراد او جریانات هم پېژنم چې ملت، وطن، ملي ارزښتونه، ملي وقار، ملي شرف، ملي عظمت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د کفري ترمینالوژۍ برخه بولي؛ دوی هغه کسان دي چې مغزونه یې د پاکستان، ایران یا نورو افراطیت پالو هیوادو د تاریکو مدرسو په تیاره زېرخانو کې داسې ټینګ پرېوله شوي چې د افغانیت یو خال یې هم نه دی ور باندې پرې ایښی؛ دوی ته دا دنده سپارل شوې چې یا په مستقیم یا هم نا مخامخ ډول افغانان د خپلو ملي افتخاراتو په باب مشوش کړي او تر هغه بریده یې ذهنونه ور مغشوش کړي چې بالاًخره د خپل ملي درنښت پر ضد په خپله ټوله سپین سترګې سپکاوي ته لاس واچوي، همداعلت دی چې سږ کال په یو څه پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د استقلال لمانځنې په باب په یوه یا بل ډول بې منطقه دلیل سره سپک نظرونه خپرېږي او د هر وطنپرست افغان ملي رسالت دی چې د دغه ډول توطیو او فساد د خنثی کولو له پاره قلمونه ګړندي او پر ژبو زلزلې راولي.
د ملي آزادۍ د دې درنې ورځې لمانځنه په ډېرو دلایلو فرض عین ده، زه یې یو څو ښیم، نور نو هر څوک پوه شه او خپله یې د عقل پیمانه:
یو- د دې ورځې د خپلولو له پاره زموږ مېړنیو او غازي پلرو و نیکو د خپلو وینو، خولو، سرو او هستیو تر ټولو لوړه بیه پرې کړې ده او دا د دې له پاره نه وه چې نن موږ خدای مکړه د ناخلفه اولاد په صفت ور ته په سپکه وګورو.
دوه- د آزادۍ ترانې باید هره ورځ، پر هر فرصت او خاصتاً د خپلواکۍ د ورځې لمانځنې مهال په سراسر افغانستان کې پرته له کوم ځنډ و خنډه و ږغول شي او و ږغول شي او زموږ پنځه حواس باید د خپلواکۍ له واقعیته پرته بل هيڅ هم حس نه کړې؛ د افغانستان فرد- فرد باید یو د سترګو رپ هم د سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي او فکري استقلال له اعتیاده محروم نه شي او چې د دغسې استقلال سرود و سندرې ملت ته بیا- بیا تکراریږي نو دا تکرار په عادت بدلېږي او نن موږ په دغه ستر ارزښت روږد شوي یو.
درې- د دغې ملې ورځې لمانځنه موږ ته دا چانس میسروي چې مطالعه وکړو، تحلیل و تجزیه وکړو، بحثونه و ویناوې وکړو او نتېجې واخلو چې هغه کوم خطرونه دي چې زموږ ښېرازې تهدېدوي، هغه کوم عوامل دي چې زموږ ا��تقلال ته یې ګواښونه پېښ کړي دي او هغه کومې لارې- چارې دي چې موږ د خپلواکۍ په یوه پیاوړې روحیه ور باندې متفق منسجم و سیستماتیک ګامونه اخیستای شو او خپل ملت د ملي اعتلا و بریا معراج ته پر رسولای شو؟
څلور- د دې ورځې په درنښت سره یادښت مو د فکرې و فزیکې غلامۍ په زیان و ذلت پوهوي او د داسې یوې ارادې لمبې مو د وجود په جغرافیه کې ور خوشي کوي چې له مخې یې په ټول توان و تعهد د هر ډول اقتصادي، اجتماعي، سیاسي و فرهنګي احتیاج پر ضد بغاوت ته چمتو کېږو.
پنځه- د دنیا له ټولو آزادۍ مینو او سوله پالو ولسو سره مو معرفي و نژدې کوي او له ملي پیاوړتیا څخه ور پورته مو په یوه نړیوال انساني کور کې د نړیوال امن او آزادۍ د مبارزې لپاره په مشترکه توګه بسیجوي او د یوه جهاني بشري قوت په صفت مو د هر ظالم، هر ستمګر، هر استعمارګر او هر انسان دښمنه ځواک په مقابل لکه سد سکندر دروي.
شپږ- او بالاًخره، دې ټکي ته مو متوجه کوي چې که نن خوار او د غلامۍ له ګواښ سره مخ یو نو دا مو خپله بې ننګې و بې علمې ده نه د افغانستان د آزادۍ پر لار د تللیو اتلانو، او ګوندې وي چې د خپلو ملي قهرمانانو سپېڅلو او لویو ارواوو ته په دعا او احترام سره په موږ کې هم یو وار بیا د روښانتیا و ویښتیا په پایله کې د فکرې و فزیکې استقلال احساس را ژوندی شي.
ازادی ترپاچهی ده ډیره لویه اوغښتلی
چی دبل ترامرلاندی شو غلام شو ، په زندان شو، بی ایمان شو، بی احساسه اوملګری دشیطان شو
تل دی وی ازادی
ژوندی او بیدار دی دازادی حس
ښاد اوسرلوړی دی وی د ازادی داتلانو روح
درښتنی ازدی په هیله
بیست و هشتم اسد روز استقلال افغانستان است و در آن شکی وجود ندارد ولی آیا بعد از حصول آزادی آیا افغانستان استقلال داشته؟ 1. دوره شاهی: غلام انگلیس و آمریکا بعد دوره خلقی ها و پرچمی ها که همه نظام کشور در دست روس بود. بعد مجاهدین و طالبان که توسط پاکستان اشغال شده بودیم و حال هم 14 سال تحت فرمان آمریکا قرار داریم. پس آیا استقلالیت داریم؟ اگر میگویم بلی بس در آنصورت در بیغیرتی مان هم شک وجود ندارد.