يوه ورځ يوه ډله کارکوونکي خپل کار ځای ته ورسېدل، سترګې يې په يوې خبرتیا ولګېدې چې پرې لیکل شوي وو: ” هغه څوک چې په دې اداره کې ستاسو د پرمختګ پر وړاندې خنډ و تېره ورځ ومړ، د جنازې مراسم يې نن ۱۰ بجې په ټوليز تالار کې ترسره کېږي، تاسو ته پکې د ګډون بلنه درکوو. “
په پیل کې ټول د خپل همکار د مرګ په خبرېدو خپه شول، اما له لږ ځنډ وروسته څير شول څو پوه شي، هغه کس به، چې د دوی د پرمختګ پر وړاندې خنډ و، څوک و.
دې خبرتیا ټول کارکوونکي ۱۰ بجو ته تالار ته راوستل.
ورو ورو چې څومره خلک ډېرېدل د دوی حيرانتیا هم ډېرېده، ټولو له ځان سره سوچ کاوه: ” دا سړی به څوک و چې په اداره کې زموږ د پرمختګ خنډ و، په هر حال ښه شو چې ومړ. “
کار کوونکي کتار ودرېدل او یو یو تابوت ته نږدې کېده، هر یو چې کله د تابوت منځ ګوري ناڅاپه وچ ودرېږي او ژبه يې بنده شي.
د تابوت دننه هینداره لګېدلې وه او هر چا چې به د تابوت منځ ته کتل خپله څېره به يې ليده، او تر څنګ يې د هیندارې په یوه څنډه کې دا هم لیکل شوي و: ” یوازې یو کس شته چې ستاسو د پرمختګ خنډ ګرځي او هغه هم له تا پرته بل څوک نه دی”
ته یوازینی څوک يې چې کولای شې خپل ژوند ته بدلون ورکړې.
ته یوازینی څوک يې چې کولای شې پر خپلو خوښیو، تصوراتو او بریاوو اغېز ولرې.
ته یوازینی څوک يې چې کولای شې له خپل ځان سره مرسته وکړې.
ستاسو په ژوند کې ستاسو رئيس، ملګري، مور او پلار، د ژوند ملګری او یا هم د کار ځای دا ټول په هر وخت کې په خپله خوښه نشي بدلېدای.
ستاسو ژوند يوازې هغه وخت بدلون مومي چې کله تاسو بدل شئ، خپل تړلي باورونه لرې کړئ، باور وکړئ او فکر وکړئ چې يوازې تاسو د خپل ژوند مسؤل یاست.
هغه اړينه اړيکه چې غواړئ په ژوند کې يې ولرئ هغه له خپل ځان سره ده، خپل ځان و آزمايئ او په خپل ځان پام وکړئ، په ستونزو، ناشونو کارونو او له لاسه تللو څيزونو پسې مه ګرځئ، خپل ځان او د خپل ژوند واقعيتونه جوړ کړئ.
” نړۍ د هیندارې په څېر ده، د هغو افکارو غبرګون دی چې ځواکمن فرد پرې باور لري، بېرته يې هغه ته ورګرځوي.
توپیرونه ژوند ته د کتلو په بڼه کې دي. “