له ۴۰ کلونو راهیسې افغانان د جګړې د اور په لمبو کې سوځي، په ملیونونه هېوادوال د مختلفو ډلو ټپلو له خوا په مختلفو نومونو شهیدان شول، ملیونونه نور معیوب شول، د دې هېواد پتمې مېرمنې سرلوڅې او کونډې شوې، ګڼ شمېر کمکیان یتیمان شول، هېواد مو له پرمختګه یوه پیړۍ شا ته ولوید، د ملیاردونو ډالرو په ارزښت ملي شتمنۍ چور تالان او عام المنفعه ودانۍ ونړېدي، روسانو او کمونستانو په دې مظلوم ملت خپلې سینې یخې کړي، د روسانو له وتلو او د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته د قدرت او څوکۍ په نشه مستو لېونو په دې مظلوم ملت داسې بې رحمه میچنې وچلولې او داسې وحشي ظلمونه یې وکړل چې د کمونیزم ظلمونه ورته ګوته په غاښ شول او د شرم سر یې ټیټ کړ، بدبختانه چې دا ناخوالې لا تر اوسه دوام لري، او په ټوله کې لوی قرباني یې بې وسلې او بې دفاع عام افغانان دي.
د همدې ۴۰ کلنې جګړې دوام افغانان نور تر پوزې راوستل، د هر افغان د ژوند تر ټولو ستره هیله همدا سوله ده، د عامو افغانانو له حکومته بنسټېزه غوښتنه د سولې راوستل دي. پوښتنه دا ده چې څوک سوله نه غواړي؟
مختلف اشخاص، ډلې ټپلې، مافیایې کړۍ او د دواړو ښکېلو خواوو جنګي ټېکداران د سولې په مخ کې غټ خنډ دي، د لوبې ستر او مهم اړخ امریکا په پوره مانا سوله نه غواړي، هغوی د سولې ملاتړ نه کوي نه سولې ته ژمن دي، په ځلونو یې دا تکرار کړي چې طالبان زموږ دښمنان نه دي، نه ورسره موږ جګړه کوو، که ریښتیا هم همداسې وي بیا طالب د حکومت خلاف جګړې ته کوم نوم ورکوي؟ اوس خو وایي چې دا امریکایې لاسپوڅی حکومت دی، موږ د امریکایانو او د هغوی د لاسپوڅي حکومت په خلاف جنګېږو کله چې امریکا طالب خپل دښمن نه ګڼي نو بیا د طالب جګړه د چا سره او د څه لپاره؟. طالب باید ملت ته روښانه کړي چې امریکایان یې دښمنان نه دي، نو هره ورځ دومره وینه د څه لپاره تویوي؟
امریکایان چې تل خپلې ګټې د جنګونو له لارې خوندي کوي، نه سوله غواړي او نه د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي، که هغوی په ریښتیا هم غوښتلی نو ډېر پخوا به یې روانې لوبې ته د پای ټکی اېښی و، برعکس د جګړې اور ته لا پوکی ورکوي، وسله والو ډلو سره د افغانستان د حکومت خلاف په مستقیم او غیر مستقیم ډول مرستې کوي، د افغان پوځ هغسې چې مناسبه ده نه تجهیزوي او نه یې روزي. امریکایانو شالید که ولیدل شي، له هېچا سره یې مخلصه او سوچه مرسته نه ده کړې، بلکې د خپلو موخو د حصول سره سم یې څادر څنډلی او روان شوې دي، هغوی ته تر هر څه ډېرې خپلې ګټې مهمي دي، خپلې ګټې په هېڅ صورت د مظلومو او کمزورو ملتونو له وینو نه قربانوي، تر خپله وسه به دا لوبه ګرمه ساتي، قربانیان به یې عام افغانان وي، که سبا سوله وشوه د امریکا کډه له دې ځایه بار ده او په هېواد کې د شتون هېڅ بهانه ورته نه پیدا کېږي.
چې د سولې خبرې اترې پیل شي، امریکایې پوځي او سیاسي چارواکې داسې کړنې او ویناوې کوي چې د سولې پروسې ته یو ډول زیان ورسوي، د بېلګې په ډول کله چې د سولې په تړاوو د څلور مخکښو هېوادونو تر منځ د سولې د خبرو د هماهنګۍ ناستې پیل شوې امریکایانو د زندانیانو هغه دوه سوه انځورونه خپاره کړل چې د عراق او افغانستان په زندانونو کې یې شکنجه کړې ول، په داسې حساس وخت کې د دې انځورونو خپرول د طالبانو احساسات ټپي کول دي او دې ته اماده کول دي چې د خپلو زنداني ملګرو د شکنجې د غچ اخېستو هوډ وکړي، په ځانګړې ډول دا په ټیټ رتبه طالب جنګیالیو چې د لومړۍ کرښې جنګیالي دي او ډېر احساساتي دي ډېر بد اغېز کوي.
د پروسې د پیل سره په هېواد کې د امریکایې او ناټو ځواکونو عمومي قومندان د افغان سرتېرو د کمزورۍ او ناسمې رهبرۍ ویناوې کوي، دا څرګندونې طالب جنګیالیو ته جرئت ورکول دي تر څو په اسانۍ له جګړې لاس وانخلي، او د سولې په پروسه کې ډېر داسې لوړ امتیازات وغواړي چې افغان حکومت یې منلو ته تیار نه وي، په دې ترتیب به د سولې پروسه ناکامه شي او جګړه به دوامداره شي.
د سولې په مخ کې بل ستر خنډ د شمال فاشیسټه ټلواله ده، هغوی په هېڅ قیمت طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړي نه دي، طالبان تروریستان بولي ، او پر وړاندې یې په جګړه تاکید کوي، ټلواله طالبان په قدرت کې لیدل نه غواړي، هغوی دا نه شي زغملی چې هغه څوک ځان سره په قدرت کې شریک کړي چې دوی یې کلونه پر وړاندې مقاومت کړی، د همدې مقاومت په نوم دوی له هر افغان حکومته او امریکایانو باج اخلي.
ګاونډي هېوادونه چې د افغانستان په جګړه کې یې غوا لنګه ده او له همدې موقع په استفاده یې زموږ ډېرې شتمنۍ لوټ کړي او لا یې لوټوي د سولې مخالف دي، پاکستان به کله پرته له امتازاتو دې ته حاضر شي چې تر څنګ دې یې یو غښتلی په خپلو پښو ولاړ سیال افغانستان وویني، هغوی دا په ډاګه وایې چې موږ ته د افغانستان د ورانۍ موقع په لاس راغلي، موږ یې له لاسه نه ورکوو.
د افغانستان د اوبو غټه برخه په ایران کې بهیږي د ایران دښتې، باغونه او کروندې پرې ابادې دي، هغوی په دې ویره کې دي که افغانستان په پښو ودرېد د دې اوبو حساب کتاب به راسره پیل کړي، افغانستان به خپلې اوبه مهار کړي، خپل تیاره کورونه به پرې روښانه کړې او خپلې دښتې به زرغونې کړي، یو د سلما بند یې په موږ نه پیرزو کېږي، د هرات د امنیتي چارواکو په وینا په کراتو کراتو یې د سلما بند د نړولو مخنېوی کړی، او مخکې له دې چې دا بند له منځه یوسي د تروریستانو پلانونه یې شنډ او رسوا کړې دي، ایران خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره وسله والې ډلې جوړې کړې او هغه ملي پروژې پرې تهدیدوي چې د ایران په زیان وي.
پخپله د طالبانو په ډله کې داسې سختدریځه مشران او قومندانان شته چې سولې ته غاړه نه ایږدي، هغوی د حکومت سره سوله د خپلو وژل شویو د وینو سره خیانت بولي او په بشپړ ډول د نظام له منځه وړلو او نسکورولو غوښتوونکي دي، د طالبانو خپل منځې اختلافات او په څو ډلو وېشل بل هغه کلیدي عنصر دی چې د سولې مخ کې خنډ دی.
حکومت هم د سولې په برخه کې یو شمېر نېمګړتیاوې لري، د حکومت له ځېنو شرایطو داسې ښکاري چې سولې ته یې میلان ډېر نه دی، د بېلګې په ډول حکومت وایې په اساسي قانون معاملې کولو او تعدیلولو ته تیار نه دي، چې د ډاکټر عبدالله په خوښه او د اجرایوې پوسټ د تایید او یا رد لپاره لویه جرګه راغوښتل کېږي، اساسي قانون کې تعدیل راوستل کېږي، نو بیا ولې د هغې لویې هیلې د پوره کېدو لپاره چې افغانان یې کلونه انتظار کوي او بې شمېره قربانۍ یې پرې ورکړي تعدیل نشي؟ ایا د یو څو مادو تعدیل او د لویې جرګې راغوښتل په دې نه ارزي چې د هغې سلګونه لیټره وینو ته د پای ټکی کېږدي چې هره ورځ بهېږي؟ .
لوړپوړي حکومتي چارواکې د هیله مندۍ او خوشبینۍ پر ځای په ملت کې وېره، نا امیدي او ترهه خپروي، په ښه حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی خلکو ته د ټوپک راخېستو توصیه کوي او د سولې په خبرو بې باوري څرګندوي او ناممکنه یې ګڼي، حکومت باید ولس ته خپله اراده څرګنده او روښانه کړي چې څومره سولې ته ژمن دی او آیا د احمدضیا مسعود خبرې د حکومت نماینده ګي کوي؟
سولې ته باید افغان دولت په هر څه لومړیتوب ورکړي، سوله د هر سیکتور د ودې او اصلاحاتو لپاره بنسټېز اصل دی، که سوله نه وي د ژوند هر ډګر به له ستونزو سره مخ وي، نه به اقتصادي پرمختګ ووینو، نه به د ارام ژوند خاوندان شو، نه به مو په خپلو پښو ولاړ، ودان افغانستان ارمان پوره شي.