کلونه مې دکورنۍ سره په ګډه ستونزې وګاللې اوله بلاهیلوسره له پوهنتون فارغ شوم.تمه مولرله چې په کومه اداره کې دنده ترلاسه کړم اوله هغې لارې له یوه لوری خپل خلکواوخاورې ته خدمت وکړم،له بلې لارې نه یواځې خپلې دخپلې کورنۍ اقتصادی ستونزې حل کړم.

په دې لړکې مې اته میاشتې وړاندې په ننګرهارعالی دارالمعلمین کې داستادۍ لپاره ازموینه ورکړه،له نېکه مرغه بریالی شوم،خلکوته دخدمت هیله مې پوره شوه،خودکافی معاش دنه راکړې له امله کورنۍ خو څه کوې،په ځان هم بسیانه شوم.اوس هم کورنۍ ته ورپه شایم.داستونزه مې ددې لامل شوې چې خپله دنده په سم ډول نه شم ترسره کولی.

اوس یواځې پنځه زره افغانۍ راکول کېږی (نن دلړم شلمه نېټه ده خودتلې دمیاشتې دغه پنځه زره افغانۍ هم ځنډېدلی) اوپاتې د(پی.ار.ار)په نامه درې زره افغانۍ نه راکول کېږی.خدای پوهیږی ترڅه وخته؟

اورېدلی مې وچې یوکال وروسته کدري معاش راکول کېږی،خواوس پوه شوم چې هغه هم په ټاکلې نېټه دښوونکودروزنې عمومی ریاست دپڅ مدیریت له امله ناشونی دی.

تېره ورځ مې دندې ته دتګ کرایه نه درلوده، له مور مې(1000) افغانۍ پور وغوښتې خوهغې یوازې سل افغانۍ راکړې، وېل یې یوه ورځ دې نه ده.

د اشرف غنی په مشرۍ له نوی حکومت مې هیله داده چې هرڅه ژرموستونزه راحل کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *