ساعت پوره نهه نیمي بجي وي، د بانک د دروازي لاستی مې په تلوار را کښ کړ. خلاصه نه سوه. ور پام مې سو، لیکلي یې و:« په دوبي کې له لسو بجو مشتریان منو، ستاسو د خبرتیا لپاره مو په خپل سایټ کې یادونه کړي، پدې هیله چې آزرده نه سئ.» لاحوله مې وویل، له ځان سره وبوڼیدم: ته وا مشتریان نو بل کار نه لري، ستاسي پر ویبپاڼه به پیره کوي، تلواري وم، بیخي ډېر. دبانک له تصدیقه پرته نه کیده، نه پوهیدم دا نیمه ګړۍ وخت څنګه تیرکړم. کارځای ته مې د ناوختیا خبر ورکړ. بانک ته د ورڅیرمه مغازو دروازي یوپه بل پسي خلاصیدي، پښي مې نه ورتلي. مخامخ پارک ته مې زړه ښه کړ، هلته لري مې پر یوي بوډۍ ستر ګي ولګیدي، د ونو څخه را لویدلي خځلي او زړي پاڼي یې پر یوي خاښۍ (چارخاښي) را ټولولي. پر خوا یې ور رهي سوم. ورته کتل مې، کوچنی ټکری یې پر سر پیچلی و، اوږده لمن یې تر پښو را تاویده. دې ته نږدي، تر يوي ګګري وني لاندي مې یو سور بخن هوار نیمڅی، یو ترموز سره له څو پیالو تر ستر ګو سوو. نږدي ورغلم. «های» مې ورته وویل، ځواب یې په های راغبرګ کړ. پر مخامخ څوکۍ ورته کیناستم. لږ وروسته زما خواته را نږدي سوه، ومې پوښتله:
ـ په یوازي سر دې دا کار اجاره کړی، که شریکان هم لرې؟
ـ زړې سترګي راواړولي، موسکه سوه. ښی لاس یې پر خاښۍ تکیه کړ او چپی یې پر کیڼ ډډي ونیو، ویې ویل:
ـ څه درته ووایم، د جیب ګټي ته مې تمه نسته، خو دا کار مې د زړه په خوښه دی. ته پوهیږي:
– پاو کم نهه بجي دلته را ورسیدم، لا نه یم ستړي. ته به اوس وګوري چې لوی کتار به جوړ سي.
ـ د څه شي کتار؟
ـ ستا په خبره زما د شریکانو کتار.
– هه هه، د څه لپاره؟
– بس و همدې ته یې دوي ستر ګي نیولي، چې زه څه وخت دباندي را وزم او کار پیلوم.
– نو هغوی څه غواړي؟
– همدا کار چې زه کوم، دوی هم ور باندي روږدي سوي.
ـ پوه نه سوم، څرنګه؟
ـ يوه ورځ همدلته په پارک کې زما له خولي د معالجي ډاکټري خبره ورته ووته، اوس نو ټول زما د خاښۍ په وجه، چې مشر زوی مې راته اخیستي، راپسي سریښ دي. یا به یې خوښیږم، څوک څه خبر، له خندا شنه سوه. پر ټټر خپره سپینه کوڅۍ يې تر ټکري لاندي کړه.
– په خندا مې ور یاده کړه، ښه نو ډاکټري څه درته ویلي؟
– خاښۍ یې دوه دري واري په تلوار پر چمن راکښ کړه، دواړه لاسونه يې پر لاستي ټینګ ونیوو، په ملا جګه ودریده ویې ویل:
– هغه وایې چې همدا کار چورت پر بله کوي،همدا حرکتونه پر زړه برسیره عضلات غښتلي کوي. یعني بدن ته مې قووت وربښي. خبره یې زړه ته لویږي، نو ځکه مې ملا ورته تړلي.
– تر دې ور اخوا د ډیرو درملو له خوړلو څخه خلاصه یم او سوتره پارک نو بیا د چا نه خوښیږي. بیایې د یوه لوړ بلاک خواته وکتل. ویې ویل:
هاغه دي راغلل… اوس به نو د دوی تر منځ نوبت وي. زه به پرخپل نیمڅي ورته کینم، په خوند به چای ورته څښم.
کتل مې چې څو په عمر پاخه بوډاګان سوکا سوکا موږ ته را نیږدي کیدل، ساعت ته مې وکتل، له ځایه پورته سوم، له سپینسري سره مې په مخه ښه وکړه. په تلو تلو کې مې د پارک په بل کنج کې تر یوي غټي وني لاندي څوتنکیو ځوانانو ته ور پام سو، یو نیم پکې تور سری هم و. «هیپ هپ» موزیک یې اوریده. د بیرو وړي ډبي یې په لاسو کې وي. لکه ماړه پړانګان د لرګي پراوږده چوکۍ څنګ پر څنګ کاږه واږه غځیدلي وو. شاوخوا څو تسي ډبې پر زرغونه چمن لمرته بریښیدې. دبانک مخي ته چې ورسیدم شاته مې وکتل، د خاښۍ خاونده پر خپل نیمڅی ناسته وه، لاس یې راته وښوراوه.
ستاکهلم ۱۸/۶/۲۰۱۵