حفيظ الله تراب –

کلونه کېږي، چې هېواد کې مو د لوېديز پر مټ او د ډالرو په زور د دېموکراسۍ په نامه حکومت رامنځ ته شوی، دا حکومت په ښکاره دېموکراتيک، خو په حقېقت کې د هماغه شل کلن استبداد يوه عصري بڼه ده، چې د ملت پر ستوني د شيشکې غوندې لا اوس هم ناسته او هېوادوال يې نور تر پوزې راوستي. د دغه حکومت له برکته د هېواد ټول شته او واک د يو څو داسې کسانو منګولو ته لوېدلی، چې د ټول ولس هر څه د خپلو ځانونو مورزادي حق ګڼي او پر اکثريت ولس هر ډول ظلم او ناروا روا هم بولي.

په دويم ځل ټاکنو کې د کرزي صيب دا شعار و، چې ګواکې پسات او جنګسالاران به ورکوي، خو چې کله واک ته ورسېد، نو د هغه په واکمنۍ کې دغلو او داړه مارانو نورې داسې نوې ډلې راوټوکېدې، چې هغه د کفن کش کيسه يې ټولو ته ورياده کړه. خلکو دغه زهر هم پر له پسې پنځه کاله وڅښل او په پای کې دا دی نوې ټاکنې پيل شوې. د دغو ټاکنو په ترڅ کې دوه ډلې جوړې شوې، يوه داسې چې پخواني واکداران او پانګوال په کې راټول شول او د دويمې ډلې مشر داسې څوک وو، چې د خاينانو، غلو او داړه مارانو د ورکولو شعار يې ورکاوه او ژمنه يې وکړه چې سهامي شرکت به نه جوړوی.

دغه شعار ډېری خلکو خوښ کړ او په داسې ولولو يې په ټاکنو کې د خپلو سرونو په بيه برخه واخيسته، چې ښايي د ډېرو هېوادونو په تاريخ کې ساری ونه لري.

په پای کې ټاکنې په برياليتوب سره سر ته ورسېدې، د همدې ورځې د پای په شېبو کې دواړو نوماندانو ټاکنې وستايلې او د کمېسيونونو له کړنو خورا خوښ وو. په همدې وخت کې ځينو رسنيو د رايې شمېرنې لړۍ ښودله، او دا ترې ورو ورو جوتېده چې د پساتيانو د ورکولو نوماند تر دا بل مخکې دی. ساعت به لا تېر نه و، چې د همپالنې د ټيم مشر په ډېره وارخطايۍ د طلوع تلوېزون پر سکرين راڅرګند او لومړی ګوزار يې دا وکړ، چې تر اوو ميليونونو ډېرو خلکو څنګه په ټاکنو کې ګډون کړی او د خوست د خلکو رايه ولې ډېره ده؟!

له دې وروسته يې په بله خبري ناسته کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پر مشر ښاغلي ضياالحق امرخېل تور پورې کړ، چې د رايو بکسونه يې د درغلۍ لپاره سروبي ته وړل.

د همپالنې ټيم دا خبره د خوږې ګوتې په څېر ټينګه کړه او په دې هکله يې نه د ټاکنو د کمېسیون مشر ښاغلي نورستاني، د کابل د ټاکنو د ساحوي دفتر مشر، رودوال او نه هم د افغانستان د داخله وزير خبره ومنله.

د همپالنې ټيم هم ګرم نه و، هغوی چې په لومړيو ټاکنو کې پنځه څلوېښت سلنه رايې خپلې کړې وې، نو دا ځل يې ځان بې سياله باله او داسې يې انګېرله چې په پټو سترګو به واک ته ورسېږي، خو دا يې په پام کې نه وه نيولې چې:

ـ کوم کسان چې ورسره يو ځای شوي وو، پرته له خپلو ځانونو يې رايې نه درلودې او خلکو يې رايې د بدلون او دوام ټيم ته ورکړې، د بېلګې په توګه د ښاغلي قيوم خان رايې چې مخکې ډاکتر زلمي رسول ته ورکړل شوې وې، هغه د دوام د ټيم شوې.

ـ د بدلون د ټيم سره د افغانستان د علماو د شورا، حزب اسلامي، په سلګونو مدني ټولنو او ګوندونو يوځايوالی.

ـ په ختيزو او سهيل ختيزو ولايتونو کې د نر او ښځو داسې پراخ ملاتړ چې ان له خليجي هېوادونو هم خلک د دوام ټيم لپاره رايې اچونې ته په ډولونو راغلل.

ـ د دوام او بدلون د ټيم له خوا نه په دويم ځل ټاکنو کې د درغليو مخنيوی، ځکه هغوی دا ځل د همدې کار لپاره ځپل پنځوس زره څارونکي پر دندو ټاکلي وو او د دولتي چارواکيو او زور واکو پر وړاندې يې د ولس په مرسته د درغليو پر وړاندې مقاومت وکړ.

ـ د دوام ټيم ته د افغانستان د مختلفو فکرونو او خلکو رايه ورکول.

د همپالنې ټيم چې په دوه ويشتو ولايتونو کې د هغوی بې سارې بريا وليده، نو اخرنی شعار يې دا و، چې دواړه کمېسونونه بې اعتباره او هېځ ډول ارزښت ورته نه لري. هغوی د کميېسیونونو او امرخېل پر ضد په منظمه توګه داسې تبليغات پيل کړل، چې د ځينو خلکو پر وړاندې يې هېڅ حيثيت پاتې نه شو. په دغه برخه کې يې پر له پسې ګردي مېزونه جوړ کړل او له ټولو قانوني بريدونو يې پښه ورواړوله او په پای کې يې د امرخېل پر ضد يوه غږيزه سي ډي هم جوړه کړه.

د دوی په غبرګون کې د دوام د ټيم ځينې وياندوبان به کله کله راښکاره کېدل او په داسې انداز به يې خبرې کولې، لکه چې له کتابه خبرې کوي او يا هم په فرانسه کې ناست وي. هغوی د وخت په نزاکتونو او مقابل لوري په عزايمو او زرنګۍ نه پوهېدل او مشرانو يې داسې اوږده چوپتيا غوره کړې وه، چې د ملت زړه يې نور پوزې ته راوست. په پای کې د همپالنې ټيم له ولسمشر نه غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو يو استازی دې ستونزه حل کړي، هغه هم په داسې حال کې چې په تېرو ورځو کې هغوی ته ښاغلی کرزی هم د منلو وړ نه او ټوله خبره يې پر هماغه تپله، ولسمشر د ملګرو ملتونو استازی راوغوښت، خو وروسته يې په رسنيو کې د دې پر ځای چې د کرزي هلې ځلې يادې کړي، همپالنې دا هم خپله بريا وبلله چې ګواکی ملګري ملتونه موږ مجبور کړل.

د همپالنې د ټيم يو ستره غوښتنه دا هم وه، چې د ښاغلي امرخېل دنده دې وځنډول شي، هغه د ځنډ پر ځای استعفا ورکړه او ويې ويل چې تاريخ به ټول حقايل جوت کړي، چې ما د مقام او پيسو وړانديزونه ونه منل او د هېواد ملي ګټو او د ټاکنو د خونديتوب لپاره مې استعفا ورکړه، خو د دې ټولو سره سره پرې د همپالنې رسنيو ګرم بحثونه پيل کړل او امرخېل يې په غير قانوني ډول د باد بڼکه کړ، خو د دوام او بدلون ټيم لا هماغسې ځکه ويده دی، چې په لاندې برخو کې يې تر اوسه هېڅ هم ونه ويل:

ـ د همپالنې ډېرې غوښتنې غير قانوني دي.

ـ د همپالنې ټيم د افغانستان دولت او د ټاکنو کمېسيونونه د باد بڼکه کړل.

ـ له خپلو کړيو ژمنو نه بربنډه سرغړونه کوي.

ـ د ملت په سترګو کې خاورې اچوي

او. …..

زما په اند د دغو ناندريو او سياسي ټېل ماټېل ډېره پړه پر حکومت هم ده، که چېرې حکومت د لومړنيو ټاکنو غله او بدماشان خلکو ته رسوا او په جزا رسولي وای، نو په دويم ځلي ټاکنو کې به د پوليسو قوماندانانو، واليانو، د پارلمان وکيلانو او د ډالرو خاوندانو خلک د يوه ځانګړي نوماند لوري ته نه هڅول، نه به ماشومان وژل کېدل او نه به د رايو مرکزونو ته خلک په زور ننوتل.

د پورته خبرو په لړ کې کيسه اوس تر دې ځايه راورسېده، چې د همپالنې ټيم به نور هره ورځ ډول ډول فرمايشونه وړاندې کوي، او اخر به له ټاکنو او کمېسونونو نه د ريشخندونو يو خندنی مرکز جوړ کړي.

په کار خو دا ده چې د دوام ټيم او د ټاکنو کمېسيونونه نور په قاطعيت راڅرګند شي، کتابي خبرې پرېږدي، حقايق ووايي، ځکه تر حده ډېر اصول له انسان نه بل شی جوړوي، غني خان وايي:

په چا چې تهذیب ډېر شي + ملولی يا ملولا شي.

او که داسې ونه کړي، نو لرې نه ده، چې د دوام د ټيم مبارزاتي مېښه به د هغوی د درانه خوب له امله د همپالنې د ټيم په اخور کې نر کټی وزېږوي، چې دا به د ميليونونو انسانانو د پاکو هيلو سره ستره جفا او د هغوی د خواريو او سرښندنوسپکاوی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *