پوليسو کندهار کې ۱۲ وسله وال نيولي

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، ياد وسله وال د يوې اوونۍ په اوږدو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د پوليسو په عملياتو کې نيول شوي دي، چې په ډله کې یې غلچکي بريدکوونکي، ماين جوړونکي او جنګي طالبان شامل دي.

بارکزی وایي نيول شوي وسله وال په کندهار ښار او ولسوالیو کې په ګڼو دولت ضد کړنو کې ښکيل وو.

 وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

===============

کندهار او اروزګان کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيي علوي وايي، څلور وسله وال د ميوند ولسوالۍ د چشمو په سیمه کې په داسي حال کې وژل شوي چې موټر يې په خپل ښخ کړي ماين ور برابر شو.

نوموړی وایي د ملا دواد په نوم يو بل وسله وال بيا د اروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

علوي په دغو عملیاتو کې پنځه نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.

 وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

====================

د ننګرهارولايت چارواکی وايی په خوږیاڼو کې ۲۱ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته .

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په مرزاعلي، میاګانو تنګي او یو شمیر نورو سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوايي او ځمکنیو بریدونو پر مهال ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګيانی وايي، په ترسره شویو بریدونو کې بل چاته کوم زیان ندی اوښتی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *