لیکوال: زیارت ګل زهیر-
له وختونو مې د کلي له همځولو او ملګرو سره د ده (غني) لپاره دته د رایې په اچونې بحثونه کول، ځینې به مې په یوه هنر قانع کړل؛ خو له ځینو سره به مې د شپې تر دوولسو بجوهم بحث وغځېد، ما له خپل انساني او پښتني ضمیره د هېواد د راتلونکي لپاره کار کاوه، د هغو سرو او مرګونیو منګولو په څېر، چې انساني وینه د مادیانو له نامه زر قربانوي او د ملت خامې غوښې خوري، فکر نه لاره، ما یواځې شل ملګري رضا کړي وو، خو نیت مو تر شل زره بشرونو صاف او پاک و، یوه شپه داسې هم راغله، چې همدا شل ملګري مې د دې لپاره له ځانه سره میلمانه کړل؛ تر څو سهار ته د هېواد د راتلونکي لپاره د خپلو ګوتو په شنه کولو د سولې، ابادۍ، ښېرازۍ، او د شر او جنګ د ورکولو میخونه ټک وهو، خو راتلونکی له لایزال سره دی، سهار مو د رایې اچونې لپاره د رايې اچونې تر مرکزه په خپو ځانونه ور ورسول، خپل پاک نیتونه، معصومې ګوتې او پښتانه ضمیرونه مو د خپل ملت د راتلونکي لپاره قرباني کړل، تر رايې اچونې وروسته له غورپې د راوتو په حال وم، چې یوه سپین پوستې سرتيرې، چې په دري غږېده، پښتون سپین ګيری په دې له رایې اچونې په شا کړ، چې د رایې اچونې ټاکلی وخت پای ته رسېدلی، حال دا چې لا دوه بجې وې، سپین ګیری بېرته روان و؛ خو تر شا مې غږ ور پورې وکړ، را تم مې کړ، ترې ومې پوښتل: رایه دې وکاروله؟ ویې ویل: نه، منصبدار په فارسې څه سره وويل او په سینه يې د مه ځه لاس راکېښود. تر لاس مې ونېوه، د رايې اچونې تر غورپې مې ورساوه، او تر رایې کارونې مې بېرته را وباسه، ورځ وه، لایزال خبر، نور به د دغه سرتیرې په څېر څومره نورو سرتيرو خلک له خپل ارمان بینوا ستانه کړي وي، سهار مې له کلي ښار ته د تلو نیت وکړ؛ خو تر اوږدې لارې وروسته مې د تلاشۍ په یوه مرکز کې په همغه سرتیرې سترګې ولګيدې، چې تېره ورځ مې د ده تر مخ سپین ګیری د رايې اچونې تر غورپې تېر کړی و، سر يې د موټر د دروازې تر ښيښې را ځوړند کړ، تر ځند پام وروسته يې وویل: حرکت کو، خو لا د موټر ټېر نه و تاو شوی، چې را غږ يې کړ:
ايستاد شو، د موټر د څنګ دروازه يې را خلاصه کړه ، را ويې کتل او په ګڼو سپرو کې يې پر ما غږ کړ: تا شو، ور ښکته شوم، تر موټر يې څو قدمه وړاندې ودرولم، راته ويې ویل: د روز انتخابات تو هم غال مغال کدي، ومې ويل: يواځې مې یو بشر تر خپل حقه رسولی، نور؟
لا مې خبره نه وه ټوله، چې له مخ مې د ده تر څپېړې وروسته د یوه بل سرتیرې د ملا کمربند هم په تيزۍ ولګېدو، یو ځل بيا مې د خبرې لپاره خوله جوړوله، چې پر مخ مې را ماتې وینې تر خولې را ورسېدې، څو نور کمربندونه مې هم پر مخ او سر را ولګېدل او د مخ او سر وینو مې ټټر او د کميس غاړه را لانده کړل، له موټره د راښکته شویو کسانو شور مې تر غوږ شو، یوه را منډه کړه او پر ټټر مې را کيناست؛ خو لا مې د ملا د کمربند هغه ټکا اورېده، چې په ټټر مې د را ناست کس په ملا خخيده، چې څو نورو کسانو په عذر او زاریو د سرتېرو له منځ وويستم، نور نو هغه وخت پوه شوم، چې تر سر مې لویه سپينه پټۍ، چې وینو ژېړه کړې وه او پر مخ مې څو وړې نورې پټۍ را خخې وې او د روغتون پر کټ پروت وم، نور څه مې دومره درد نه راپسې کاوه؛ خو چپه سترګه مې بلا راپسې خوږېده، را پورته شوم، د روغتون د کوټې پر دیواله د مخامخ ځوړند شوې اینې تر مخ ودرېدم، د سترګې له سور والې سره سره مې د سترګې لیمه او تر سترګې لاندینۍ برخه کرښې، کرښې، څيرې او سره غوښه وه، لا د مخ د پرهرونو په لیدلو بوخت وم، چې پر کټ پروت بل یوه ناروغ را غږ کړ: نن د څه ورځ ده؟ ور غږ مې کړ: څيرلې ورځ؛ خو نه پوهېدم، چې د هیلو دا غوټۍ به مې کله هم ګل نشي او دا څيرلې ورځ به مې په سلو نورو څیرلو ورځو هم وویشل شي… .