نژدې ۹۰۰ محصلین په نړیوال اسلامی پوهنتون ـ اسلام اباد کښې، په بیلا بیلو پوهنځیو کښې لوړې زده کړې سرته رسوي. دا محصلین همېش د خپلو لګښتونو، زده کړو، هستوګنځای او په همدې څیر له نورو ننګونو او کړاونو سر ټکوي.
نزدې ۱۰۰ تنه افغان زده کړیالان دیادې څیړنې دارزیابۍ او پلي کولو په موخه وپوښتل شول.شاوخوا۹۰٪ سلنه محصلین يي له لاندې ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
۱. تر ټولو وړاندې او بنیادي ستونزه دهستوګنځای / لیلی نه شتون دی ، ښائې چې دمحصل په زده کړو خورا ناوړه اغیز ولري. تر ټولو د افسوس خبره دا ده، چې افغانان بهرني محصلين دي، خو د خارجي محصيل له ټولو امتيازاتو بې برخې دي، د بېلګې په توګه ټولو خارجي محصلينو د هغوي تر راتګ وړاندې د اوسيدو خونې انتخاب شوي وي، خو زموږ بې چاره افغان محصلين تر دوه کلونو پورې د استوګنځای له رنځه کړيږي.
۲. اردو ژبه اکثرو محصلینو ته دخنډونو لأمل ګرځي، په ځانکړې ډول دمحصل دازموینې پایلې خورا اغیزمنې کوي او له بل اړخه دښونکو دتدریس دنه پوهیدو لامل ګرځي.
۳. که څه هم خواړه دسالم صحت لپاره ګټور ديخو افغان محصلینو ته کوم خاصه زمینه نه ده مساعده شوې چې افغانيخوړو ته لاسرسی ولري، ځکه خو ټول محصلين د خوراک څخه هم سر ټکوي او پدې برخه کې له مشکل سره مخ دي .
۴. دانفلاسیون له أمله لګښتونه ورځ تر بلې په لوړیدو ديچې هر محصل هڅه کوي چې دتېښتې او دخلاصون لار ولټئ ، له بده مرغه مستحق او دامتیاز وړ محصلینو ته کومه ځانکړې موقع په لاس نه ده ورغلې.
که څه هم مونږ دپوهنتون لوړ پوړو چارواکو ته سپارښتنه کوو، چې دپورتینو ستونزو په حل کښې تر لوړې کچې پورې هڅه وکړي او دافغان محصلینو غوښتنې د سر په سترګو ومنيخو له بل اړخه دافغانستان سفارت نه هم تقاضا کوو چې نوموړو ستونزو دحل لپاره جدي ګام پورته کړي .