خبریال: میرویس جلالزی – د لانګ وار ژورنال په نامه یوه څیړندوی مرکز د یوې څيړنې پایلې ښيي چې د افغانستان له ۳۹۸ ولسوالیو څخه ۲۷ یې په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي.

د دغه مرکز په خبره همدا راز ۳۶ نورې ولسوالۍ هم په قسمي ډول د طالبانو په لاس کې دي.

دغه مرکز وایي چې طالبان اوس په بغلان، کندوز، بدخشان او تخار کې ډېرې ولسوالۍ تر کنټرول لاندې لري حال دا چې یو مهال دوی د هیواد په ختیځ او سویل کې نسبتاً زیات پیاوړي ول.

ویل کیږي چې یوازي له سپټمبر میاشتي را په دې خوا طالبانو د شمال په همدې څلورو ولایتونو کې ۹ ولسوالۍ په بشپړه توګه ولکه کړي دي.

د The Long War Journal  د راپور له مخې په پورتني  تصویر کې په  تور رنګ ښکاریدونکې ولسوالۍ په کامله توګه او پاتي په سره رنګ په قسمي ډول د طالبانو په لاس کې دي.

دغه مرکز یاده څیړنه د ۲۰۱۴ کال له جون میاشتي را په دې خوا پیل کړې او دا هغه نیټه وه چې ناټو ځواکونو له افغان دولت سره په جګړه کې خپله نظامي مرسته په قاطع حمایت او مشوره ورکونکي رول بدله کړه.

په دغه څیړنه کې کامل کنټرول هغه څه یاد شوی چې طالبانو ته اختیار ورکوي څو په رڼا ورځ ګزمې وکړي، ولسوالۍ کې خپل اوامر وچلوي او طالباني قوانین پلي کړي او قسمي کنټرول بیا هغه صلاحیت دی چې حکومت یوازي د ولسوالۍ په مرکز کنټرول لري او پاتي سیمي د طالبانو په لاس کې وي.

لانګ وار ژورنال وړاندي زیاتوي چې طالبان په کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، وردګ، غزني، زابل، او نیمروز کې یادې ولسوالۍ د شمال د څلورو ولایتونو په ګدون یا په بشپړه او یا هم قسمي ډول په واک کې لري.

افغان دولت تر اوسه پوري یوازي دا منلې چې طالبان د هیواد له ټولو ۳۹۸ ولسوالیو څلور هغه په واک کې لري او نړیوالو متحدانو له یاد مرکز سره په اړیکه کې د طالبانو له لوري د یوې ولسوالۍ د تسلط خبر هم نه دی منلی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري نن /دوشنبه/ د لانګ وار ژورنال راپور رد کړ خو ویې ویل چې یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو له تهدید سره مخامخ دي.

One thought on “څیړنه: د افغانستان ۲۷ ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *