تاند- یوه څېړنه وايي، د انسان په ذهن کې ښکلې څېرې نه بلکې بدرنګه څېرې پاتې کېږي.
دا په زړه پورې څېړنه په جرمني کې شوې ده.
د جرمني د ینا پوهنتون له څېړنې سره سم، چې پایلې یې د شنبې په ورځ خپرې شوې، د ښکلو څېرو په یاد ساتل ډېر ګرانه دي خو که څوک کومه ځانګړې ښېګڼه ولري، څېره یې د چا له ذهنه نه وځي.
په څېړنه کې په زړه پوري انکشاف دا و چې تر بدرنګو مخونو، ښکلي د انسان له یاده ژر نه وځي. او یا د بدرنګو کسانو څېرې په اسانه په ذهن کې پاتې کېږي.
د دې څېړنې یو غړی هوګلر ویسې وايي، له دې څېړنې ورته ثابته شوې چې دا نئر ناسم دی چې که څوک ښکلی وي نو د نورو به تر ډېرو په یاد وي.