تاند- پیو تحقیقاتي مرکز (Pew Research Centre) په نړۍ کې د دینونو د راتلونکي په اړه یوه تحقیقي سروې خپره کړې او په هغې کې یې ویلي، سره له دې چې د مسلمانانو شمېر په چټکه مخ په زیاتېدو دی خو تر ۲۰۱۵۰ پوري به د پیروانو د شمېر له پلوه بیا هم مسحیت د نړۍ تر ټولو ستر دین وي.
د بریتانیا انډیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې په دې تحقیقي سروې کې اټکل شوی چې که وضعیت بدل نه شي تر ۲۰۷۰ کال پوري به د شمېر له نظره مسلمانان تر ټولو زیات شي.
په څېړنه کې، چې د (Global Religious Futures project) په نوم خپره شوې، په راتلونکې نیمه پېړۍ کې د نړۍ د ۸ مهمو یا لویو دینونو د پیروانو د شمېر وړاندوینه شوې ده.
انډیپندنټ ورځپاڼه وايي چې دا څېړنه د نړۍ په ۱۹۸ هیوادونو کې د مړینو، عمر او ژوند ته د امېدو په ګډون د دیموګرافیکو فاکترونو پر اساس شوې ده.
څېړنه وايي چې تر ۲۰۵۰ پوري به د شمېر له نظره عیسویان یا مسحیان لا هم تر نورو زیات وي خو ۳۵ کاله وروسته به که د مسلمانانو د زوکړو شمېر په اوسني ډول دوام وکړ او د اولادونو د شمېر په اړه د مسلمانانو په ذهنیت کې تغییر رانغی، مسلمانان به د شمېر له پلوه تر ۲۰۷۰ کال پوري تر ټولو زیات شي.
په څېړنه کې ویل شوي چې د مسیحیانو اکثریت به د افریقا په نیمه صحرا کې اوسي ځکه چې په پرمختللیو هیوادونو کې نفوس نه زیاتېږي او حتي تر یوه حده مخ په کمېدو دی خو په بېوزلو هیوادونو کې خلک زیات ماشومان زېږوي.
له بلې خوا په لوېدیځ کې اتییزم یا الحاد مخ په ډېرېدو دی.
په امریکا کې د دینونو راتلونکی
تر ۲۰۵۰ پوري به مسحیت د امریکا په درو کې د دوو برخو دین وي. د ۲۰۱۰ کال له شمېرو سره سم په څلورو کې د ۳ برخو امریکایانو دین عیسویت دی. پر دې سربېره په راتلونکو ۳۵ کلونو کې به اسلام د امریکا دوهم دین شي. اوس له مسحیته وروسته د شمېر له پلوه یهودیان په امریکا کې زیات دي.
سره له دې چې اوس د اروپا په پرتله په امریکا کې د دین نه منونکو شمېر لږ دی، وړاندوینه کېږي چې په متحدو ایالتونو کې د هغو کسانو شمېر، چې هیڅ دین نه مني، په ډېرېدو دی.
بریتانیا
څېړنه وړاندوینه کوي چې په راتلونکو ۳۵ کلونو کې به مسحیت په بریتانیا کې په اقلیت بدل شي. په څېړنه کې ویل شوي چې د بې دینانو شمېر به زیات او د عیسویانو شمېر لږ شي.
سلامونه :ا