تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په یوه نوې څېړنه کې ویلي، په افغانستان کې د داعش حضور رښتینی نه دی او د دې ډلې د خراسان ولایت جعلي دی.

د دې ډلې څېړونکي حسین احساني وايي، په افغانستان کې د داعش په نامه ډېری جنګېدونکي خلک د پاکستان د لښکر طیبه، جندالله او نورې ډلې دي، چې د عراق او سوریې له داعشیانو سره یې کوم ورته والی نه لیدل کېږي.

دی وايي، په افغانستان کې داعش په ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان، هرات، نیمروز او فراه کې لیدل شوی و او یاد ولایتونه یې اصلي ځایونه وو.

په افغانستان کې داعش په لومړي ځل په ۲۰۱۴ز کال کې حضور وکړ، چې په ځینو سیمو کې ژر وځپل شول؛ خو په ځینو سیمو کې یې کلونه ـ کلونه مقاومت وکړ.

ننګرهار کې یو شمېر سیمې د داعش تر واک لاندې وې، چې په روان کال کې افغان ځواکونو ترې ټولې سیمې پاکې کړې او پاتې شوي خلک یې حکومت ته تسلیم شول.

امریکایي جنرالان وایي، له طالبانو سره یې هم د پیسو او تمویل مرسته کړې تر څو په ختیځ کې له داعش سره وجنګیږي.

One thought on “څېړنه: د افغانستان داعش جعلي او د پاکستان د وسله والو ګروپ دی”
  1. تر هغه ورځی پوری چی په جلال آباد کی ددی جنګی ډلی نظامیان او د دوی کورنی دولت ته تسلیم شی، ټولو ولس ناری وهلی چی دا جنګی ډله د امریکا په مالی ملاتړ او پاکستان ځینی ملیشی دی چی غواړی دولت او افغان ولس ته نوی سرخوږی پیدا کړی او امریکا ددی جنګی ډلی د مینځ وړلو لپاره د مور بم په نوم حمله په جلال آباد کی هم وکړ

    جالبه دا وو چی کله داعش په عراق او سوریه کی خلافت اعلان وکړ په پاکستان کی ځینی جنګی ډلو ورسره خپل بیعت اعلان کړ نو امریکا ددی جنګی ډلو د پیاوړتیا لپاره ډیر ډالر ورکړل آن تر دی چی افغان ولس او افغان دولت امریکا او نړی او ملګری ملتونه ته ناری وهی او اسناد ښیی چی ټول جنګی ډلی ټپلی مرکزونه او پټنځایونه د ډیورنډ کرښی پوری غاړه دی مګر ټول سازمانونه او په ځانګړی ډول امریکا د برتانیی د خفګان له وجهی په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار نه راوړی او امریکا پدی پوهیده او پوهیږی چی افغان ولس باندی نا آرامی کی د پاکستان د پوځ اواستخباراتو لاس دی چی د همدی پوځ مالی ملاتړ همدا امریکا او برتانیه کوی چی زیاتره وخت له ټولی نړی څخه زیات ځانونه بشردوست او حقوقی دفاع کوونکی ګڼی مګر په اصل کی همدوی پدی ۴۰ کلنه جګړه کی د افغان ولس قاتلین دی

    نو امریکا او برتانیه تل کوښښ کوی چی دا ولس د تل لپاره په کړاوونو کی ښکیل وساتی ترڅو د نوری نړی په شان ځواکمن نشی او کوښښ کوی چی دا ولس کوڼ او ګونګ او ړوند وساتی ترڅو دا سیمه او ولس یو پیاوړی او ځواکمن هیواد وګړی نشی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *