ژباړن: ساحل منګل
يو شمېر پوهان په دې وروستيو کې مجبور شول چې د هغو (سلفې)عکسونو په اړه څېړنې وکړي چې خلک یې د ځان ښوودنې لپاره اخلي او بيا یې د ټولنيزو شبکو لکه فېس بوک، ټويټراو نورو له لارې نندارې ته وړاندې کوي.
پوهانو تر ډيره بريده پر دې شک و چې د داډول عکسونو اخيستل او نندارې ته وړاندې کول شايد په انسانانو کې يو ډول روحي ناروغي وي.
هغو څېړنو ته په پام سره چې د پارما په پوهنتون کې د ډاکتر(نيکولا برونو) او ډاکتر (مارکوبرتاميني) له خوا شوې، ويل شوي سلفي عکسونه، چې د غير مسلکي عکاسانو له خوا اخيتسل کيږي په زياترو عکسونو کې چپ لوری نندارې ته وړاندې کوي چې، دغه ورته والی د هغو انځورګرانو مسلک و چې په تاريخي عکسونو کې زياته سابقه لري او د دې ښکارندويي کوي چې په دغه لوري کې د مغزو هغه برخه ده چې انسان تنګ نظري، له تعصبه ډک او نور عادتونه پکې خپلوي او د اعصابو د علومو پيژندنې په برخه او د مغزو د پوهې د لوړوالي سره اړيکه لري .
ارواپوه ښاغلی ډاکتر (ډيويډ ويل) وايي: دوه پر دې برخه ناروغان ،چې دبدن په بدشکلي ناروغۍ اخته دي زمونږ روغتون مراجعه کوي اوله رواني ناروغيو کړيږي ، دا ډيری هغه کسان دي ،چې دکمره دار موبايل له لارې عکس اخلي او بيايي دټولنيزو شبکو له لارې نندارې ته ږدي ،چې په يو ډول روحي ناروغيو اخته دي .ددې ډول ناروغانو سره دچال چلند لپاره د( رفتار درماني) دناروغ دکړو وړو پوهنې له طريقې څخه کار اخيستل کيږي ،چې څنګه وکولا ی شي ناروغ ته روزنه ورکړل شي ترڅو بيرته پر خپل ځان باور پيدا کړي .
يوه برتانوي ځوان وروسته له هغې د ځان وژنې هڅه وکړه،چې غوښتل ېې له خپل ځانه په مکمل ډول عکس واخلي .(داني باومن ۱۹ کلن ځوان و ،چې دورځې ېې لس ساعته وخت پر دې تير کړی و ،چې له ځانه ۲۰۰ ډول ډول عکسونه واخلي ،په دې وخت کې له ۱۵ کيلو وزن له کموالي سره هم مخامخ شوی وو،خو وروسته ېې دمور او پلار او ډاکترانو په مرسته له مرګه وژغورل شو.
دبرتانيه د روغتيا وزارت اعلان کړی دی ،چې په ا نټر نيټ او ټولنيزو شبکو باندې روږدي کيدل يو ډول ناروغي ده ،چې په کال کې يو لک کسان د عصبي ناروغيو ډاکترانو ته مراجعه کوي .
ارواپوه ډاکتر ( پاملا روټلج) د نن ارواپوهنې په مجله کې ليکلي:دځان د لوړوالي برداشت يا ځان لوړ ليدل يوه ټولنيزه تړلې مسله ده ،چې دځان دمړاوي توب او په خپل نفس د باور دکموالي په بڼه په انسان کې څرګنديږي .
دډيجټلي مړاويتوب اساسي ستونزه داده ،چې په انسان باندې دخپل هدف ته په رسېدو کې زيات فشار راوړل کيږي . په زياتو انسانانو کې دشهرت تمايل زيات دی او هغوی غواړي ،چې بغير دکوم سخت کار دترسره کولو څخه په ټولنه کې ژر تر ژره يو ځای ونيسي،چې دغه د يوه انسان په اروايي روغتيا باندې زيات ا ثر کوي .
ډاکتر (پانپيمول ويپولاکوم) ،چې په تايدلنډ کې دروغتيا وزارت داروايي ناروغانو دبرخې مسول دی اعلان کړی دی ،چې په دې هيواد کې دسلفې عکسونو اخيستل خطرناک حالت ته رسيدلي دي او زيات شمېر خلک دخپلو پورته شويو عکسونو دخوښولو او تبصره اخيستلو لپاره په زيات ډول اروايي ناروغيو باندې اخته دي .پوهان په دې عقيده دي ،چې د اډول حالت په انسانانو کې دمغزو جدي ستونزې پيدا کړې او په انسانانو کې به په خپل نفس باندې باور کم کړي .