ظاهر شکیب

نه ټوکیږي زڼي چي سیتم د ځمکي تېر نه کا

غواړې که نمود د شخصیت په مصیبت کې دی

تجریبو ښوولې ده چې په ټولنه کې د لوی زړه، پراخ زغم، تیز تفکر څښتنان د لویو کارونو جوګه وي، د نړۍ تمدني کاروان هم د همداسې کسانو پر اوږو یون او تلون مومي. د تفکر د ارزښت په هکله  به نبي کریم(ص) ویل چې د الله تعالی په خلقت کې یوساعت تفکر تر یوکال عبادت غوره دي.کانټ په دې باور و چې چا زړه ور تیا له تفکر سره واخښل په هیڅ کار کې ماته او شکست نه خوري ، همدا ډول نرمښت د صبر، متانت او ادابو ټولګه بلل شوې ده. د شخصیت پېژندنې آرونه هم د لویو انسانانو د شخصیتونو د ځانګړنو ښوونه کوي دې برخه کې اووه لوی مشخصات وړاندي کوي چې تل په لویو او بریالیو کسانو کې لیدل شوي دي: لومړی دا چې د غوره شخصیت لرونکی کس ځواکمن وي خو ګستخاخ نه؛ مهربانه وي خو ضعیف نه؛ زړه ورتیا لري خو زور ګويي نه کوي؛ شوخ طبع وي خو ابله نه؛ متواضع وي خو ډارن نه؛ سرلوړی وي خو متکبر نه. د انسان دوستانه جوړښتونه هم دا تقاضا کوي چې کسان په ټولنه کې هله بریالی کیږي چې له ټولنوالو سره نیکې اړیکې ولري. خو په ټولنه کې داسې کسان هم لږ نه دي ها دچا خبره چې ښار کې یې غله دانه کمه کړې وي خو د هیڅ ورهڼې (ارزښت) وړ نه وي. ارواښاد الفت به داسي کسانو ته د ژوندیو هدیدرې ویلې، ويل به يې هغه څوک چې (ملي) احساس نه لري، د ژوندیو قبرونو په څېر دي. داسي کسان احساسي مړه وي یوازي تنفسي ژوندي وي او بس! همدا ډول هغه څوک چې احساس نه لري د نړۍ او هېواد تر خرابه یې د اشتها په خرابه ډېره خوابدیږي.

د لته په څو ټکو کې د یوه بریالي ملګري د شخصیت یادونه کوم چې له څو  کلونو راپه دې خوا ورسره پېژنم، دی څېړنوال دکتور عبدالظاهر شکیب صاحب دی. مبالغه به نه وي چې ووایم د ښه او غوره شخصیت پورتنۍ ځانګړنې ټولي په همده کې شتون لري. شکیب د ملګرو په منځ کې د یوه خادم، خیرخوا او اخلاصمند ملګري په توګه مطرح دی. تل يې په ملي – علمي برخو کې ملګري منسجم او هڅولي دي. یونیم کال وړاندي د افغانستان علومو اکاډمي ته زما د راتګ لومړی هڅونکی او رهنما همدی و.

له شکیب صاحب سره مې لومړی پېژندنه په ۱۳۹۳ لمریز کال هلمند – لښکرګاه د هلمند پېژندنې په سمینار کې وشوه. دکتور شکیب په روان ۲۰۱۸ م کال د پېښور پوهنتون څخه په پښتو ادبیاتو کې د دکتورا سند تر لاسه کړ. نوموړی د ولسمشر اشرف غني په اعتماد او پېرزوینه دوې اونې مخکې د ۱۳۹۷/۷/۱۵ د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي رییس په توګه و ګمارل شو.

ښاغلي شکیب ته په داسي حال کې د هیواد په سطحه د یو لوی اکاډمیک کانون (مرکز) مسؤلیت ور په غاړه شو چې ځیني حتمي او جدي کارونه چې د ښاغلي شکیب څخه يې تر توانه هیله کیږي باید سره کړي. لومړی د اکاډمي د نویو او ځوانو غړو د علمي ظرفیت لوړول بهرنیو هېوادنو ته يې د بورسونو له لاري لېږل ، د نړۍ له پرمختللو اکاډمیو سره اړیکي ټینګول، په ملي او بین المللي سطحه په سیمینارونو کې د اکاډمي د غړو ګډون ته لاره هوارول، په ملي او بین الملي سطحه داکاډمي د نشراتو ویشنه او دنورو اکاډمیو د نشراتو رارسول د افغانستان تر علومو اکاډمۍ پوري، همدا ډول د اکاډمۍ د غړو دسرپنا لپاره د بلاکونو او کورنو د جوړولو د شرایطو برابرول او داسي نوري اړینې چارو رسیده ګي د څېړنوال دکتور شکیب مخ ته پراته کارونه دي. پوره باور لرو چې ښاغلی شکیب به يې په سرته رسولو کې بریالي او ګړندي ګامونه واخلي. تر کومه چې زه دکتور شکیب پېژنم نوموړی به حتمي له دې چارو بریالی راوځي، نوموړي ته د دې سترې دندې مبارکي وایم،  ژمنه ورکوم چې په ټولو علمي او اداري چارو کې به یې مرستندوی او دعاګوی یم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *