(Investingative Reporting)
تعریف: بریټانوي خبریال او ژورنالېست ډاکټر هاوارډ باریل د څېړنیز راپور د تعریف په اړه لیکي: «دا ډول راپور شپږو پوښتنو ته ځواب موندنه ده(څه شی؟ ولې؟ څه ډول؟ چا؟ څه وخت؟ او چېرته؟)؛ داسې چې د یوې پېښې اطلاعات او جزئیات مطرح کړي». څېړنیز راپور هغه راپور دی چې د پېښې له بیان او توضیح سربېره د هغې د مسایلو او اړخونو ژوره څېړنه او پلټنه کوي.
په څېړنیز راپور کې تر ټولو مهم اصل د دلیل او مدرک وړاندې کول او ثابتول دی. دغه شان راپور یوازې د یوې موضوع یا پېښې په اړه د پخوانیو اطلاعاتو نوې کونه نه ده بلکې د نویو حقایقو موندنه او د سرچینو په اړه یې ډاډ ترلاسه کونه ده. د څېړنیز راپور موخه د موضوع د داخلي او پټو رازونو سپړنه او له مختلفو اړخونو یې ژوره کتنه ده. دغه شان راپور باید د خبریال له خوا جوړ شي او موضوع یې د مخاطب له پاره مهمه وي.
مخینه:
دغه ډول د نولسمې پېړۍ له نیمايي راهیسې رواج شوی او ځینې عقیده لري چې د خبریالانو پر ژورې کتنې او هر اړخیزې څېړنې د جیمز ګورډون بنټ (James Gordon Bennett: 1795-1872) ټينګار د دې ډول راپور جوړونې له پاره زمینه برابره کړه. د نیویارک هرالډ ټرېبیون ورځپاڼې خپرندوی ګورډون بنټ په ۱۸۴۰ کال د خپلو خبریالانو له سطحي او تکراري کارونو څخه ناخوښي وښوده او هڅې یې پیل کړې چې باید د ناوړه جنايي پېښو د څېړنې له پاره نوې لارې او کره اسناد پیدا کړي. همدغه هڅې د څېړنې راپور پيل ګڼل کیږي چې د نولسمې پېړۍ تر پایه یې ټولې امریکا او اروپا ته ځان ورساوه.
د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د افشاګرانو په نوم د امریکايي خبریالانو یوې ډلې د دې هېواد په ورځپاڼو کې د دولتي او نا دولتي موسسو د کړنو څېړنه پيل کړه. په پایله کې د یو شمېر هغو مشهورو سیاسي او اقتصادي څېرو د فساد، له قدرت څخه ناوړه ګټه اخستنې او خلاف کاریو پېښې رسوا شوې چې هېچا یې په شفافیت او محبوبیت کې شک نه درلود. د ۱۹۲۰ لسیزې په اوږدو کې افشاګرو خبریالانو د ټي پاټ دام (Tepot Dome Scandal) په مشهوره رسوايي کې لویه ونډه درلوده. بله مشهور بېلګه یې د واټرګېټ افتضاح ده چې په ۱۹۴۳ کال د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریالانو له دوه کاله څېړنو، پلټنو او تحقیق وروسته د وخت د ولسمشر ریچارډ نیکسون له کارونو یې پرده پورته کړه.
د څېړنیز راپور ډولونه
څېړنیز راپور په مستند بڼه چمتو کیږي او په دری ډوله دی: ساده، مرکب او ټسټي یا امتحاني.
ساده څېړنیز راپور: هغه راپور دی چې په کې یوه ساده ټولنیزه مسئله مطرح کیږي او پرته له پراخ ټولنیز تحقیق څخه چمتو کیږي. په دې ډول راپور کې د څېړنیز راپور اصلي عناصر لکه لومړني اطلاعات، شمېرې او ارقام او لازم مستندات او هم د یوې موضوع په اړه د کارپوهانو لیدلوري او نظرونه په دومره اندازه ولري چې د عوامو له پاره د منلو وړ وي او تر ډېره د مطبوعاتو او غیر تخصصي خپرونو له پاره چمتو کیږي.
مرکب څېړنیز راپور: د دې ډول راپور په چوکاټ کې څېړنه ممکن له مختلفو راپورونو، مرکو، شمېر او لیدلوریو څخه کار واخلي. دغه شان راپور د تخصصي خپرونو او نشریاتو له پاره جوړیږي؛ د ارقامو د تحلیل او تجزیې له پاره د پراخو اسنادو، مدارکو، مختلفو موندنو، هر اړخیزو کتابتوني مطالعاتو او مسلکي پلټنو څخه ګټه اخلي. په دې ډول راپور کې تر ډېره سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مسایل څېړل کیږي.
امتحاني څېړنیز راپور: دغه ډول راپور د یوې موضوع په اړه د عمومي افکارو د وړاندوېینې له پاره کارول کیږي چې تر ډېره د سنجونې سازمانونه ترې کار اخلی او پایله یې د ارقامو او شمېرو پر بنسټ وي. دغه شان راپور په ورځپاڼو کې ډېر لږ کارول کیږي.
د څېړنیز راپور پړاوونه
څېړنیز راپور باید له څلورو پړاوونو تېر شي:
- پیلامه
تر ډېره د څېړنیز راپور فکر له یوې ساده موضوع، خبر یا سیاسي تبلیغاتو پيل کیږي. د مثال په توګه، کله چې جګ پوړی دولتي چارواکی له کوم شرکت سره تر قرارد لاسلیکولو وروسته، د ګران بیه کور یا موټر څښتن شي، دا مسئله د څېړنیز راپور له پاره یوه سوژه کېدای شي؛ ځکه ممکن قرارداد ګټونکي د ګټنې په مقابل کې رشوت ورکړی وي.
- د اسنادو وړاندې کول او ثابتول
په څېړنیز راپور کې تر ټولو مهم اصل د راپور د اصلي ګمان(فکر، سوژې) ثابتونه ده. د دې مسئلې ثابتول د اطلاعاتو راټولونې په کیفیت او کمیت، د ارقامو، اسنادو او جزئیاتو په کره توب پورې اړه لري، تر څو خبریال وکولای شي د پېښې په اړه حقیقي تصویر مخاطب ته وړاندې کړي. د راپور په دې برخه کې پوښتنه پیدا کیږي، چې څرنګه کولای شو د هغو اطلاعاتو سمون او کره توب ثابت کړو، چې له موضوع سره اړوندو سرچینو له لوري وړاندې کیږي. په کار ده څو خبریال د اطلاعاتو د کره توب تضمین له پاره په یوې خپلواکې سرچینې تکیه ولري؛ همدارنګه له موضوع سره اړوندو نورو سرچینو موندنه، له پېښې سره اړوند ځای کتنه، له هغو کسانو سره مرکې او خبرې، چې په موضوع خبر وي، کولای شي ډېره مرسته وکړي.
- د څېړنیزې طرحې چمتو کول
په دې پړاو کې خبریال باید له موضوع سره اړوند ټولې سرچینې په ګوته کړي او له یاده ونه باسي، چې نه باید یوازې په اصلي سرچینو تکیه ولري؛ ځکه کولای شی له یو شمېر هغو فرعي او هېرو شویو سرچینو هم ګټه واخلی، چې له هرې بلې سرچینې ډېر د خبرو له پاره مواد لري او معلومات درکولای شي. د مثال په توګه، ممکن د یوه شرکت یا ادارې عادي کارکوونکی او مامور له خپل مدیر سره د ټکر له امله ښه اطلاعات او کره حقایق ستاسو په واک کې درکړي.
نورې هغه لارې، چې په دې پړاو کې باید ورته پاملرنه وشي، د سرچینو د لیست بیا کتنه او د هغو خبرو او اطلاعاتو نوټ اخستنه ده، چې نوي مو راټول کړي وي. که چېرې په دې پړاو کې که چېرې کومه سرچینه په هر دلیل چې وي، د اطلاعاتو له ورکولو ډډه وکړي، خبریال کولای شي د هغو ځانګړو اطلاعاتو په ورښودلو د هغه همکاري جلب کړي، چې د راپور چمتو کولو په لړ کې یې ترلاسه کړي دي.
- مرکې کول
د موضوع په اړه د بشپړو اطلاعاتو او ارقامو له راټولولو وروسته، د تایید او اقتباس اخستلو له پاره باید له موضوع سره تړلو اشخاصو سره خبرې او مرکې وشي. دغه مرکې باید په درې برخو کې له خبرو وړاندې، د خبرو په ترڅ کې او د خبرو په پای کې پلان شي.
د څېړنیز راپور لیکنې په اړه څو مهم ټکي
- څېړنیز راپور باید له ۱۵۰۰ تر ۲۵۰۰ کلمو وي
- څېړنیز راپور زیاتو اطلاعاتو او اقتباس ته اړتیا لري
- د څېړنیز راپور لیکنې له پاره ګڼو سرچینو ته اړتیا ده او له بلې خوا ډېری سرچینې نه غواړي نوم یې واخستل شي
- د خبریال جرئت، وړتیا او نه ستړیا، د مخاطب جدیت، هوښیاري او اعتماد د څېړنیزې راپور لیکنې مهم اصول دي
- خبریال باید د څېړنیز راپور په لیکنه کې مسلکي اخلاق رعایت کړي
- د څېړنیز راپور لیکنې سبک او مېتود د موضوع په نوعیت پورې اړه لري
- په دې ډول راپور لیکنه کې د خبرو پرمهال د سرچینې اعتماد ګټل ډېر اهمیت لري
- په یو شمېر څېړنیزو راپورونو کې د اسنادو، اطلاعاتو او مرکو له ټولونې سربېره، د انځور، نقشې طرحه کولو او ګرافیکي تصویرونو کارونه هم اړینه ده
- ښه څېړنیز خبریال له لږو او نا چیزو اطلاعاتو هم ډېره ګټنه کولای شي
- له سرچینې د اطلاعاتو اخستو وړاندې باید د اطلاعاتو ثبتوونکې وسیلې( کمره، ټیپ ریکارډر او…) په اړه توافق وشي.
د څېړنیز راپور ستونزې
ورځپاڼه لیکونکي او خبریالان ډېر کله د دغه شان راپور چمتو کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کيږي او یو شمېر له دغو ستونزو په لاندې ډول دي:
- څېړنیز راپور د توطئې او دسیسې له تیوري سره اړیکه لري
په دې ډول راپور کې باید خبریال هغه شکونه او ګمانونه ثابت کړي، چې د موضوع په اړه شتون لري. په پایله کې د نظریاتو او اسنادو پرتله او څېړنه کوي، څو عمومي تصویر ته لاس رسی پيدا کړي. کله چې خبریال دغه چارې ترسره کوي، ممکن د قضیې له یوه لوري پلوي وکړي یا کومه خبري سرچینه غلط معلومات ورکړي او دا د دې لامل شي، چې څېړنیز راپور د دې پرځای چې د عمومي ګټو په سنګر بدل شي، د یوې ډلې ګټې لا قوي او د بلې تخریب شي. له همدې امله خبریال باید د ځان او سرچینو له لوري دسیسې ته متوجه اوسي.
- چاپ او خپرول
د چاپ او خپرولو ستونزه په ځانګړې توګه هغو هېوادونو کې ډېره جدي ده، چې اقتدار پلوه(ټوټالیتر) وي او اصولو هلته دیموکراسي او د بیا آزادي په یوه سیاسي کولتور او قانون نه دي بدل شوي. ممکن د راپور له خپرېدو وروسته، خپرندویه ټولنه بنده، خبریال د سیاسي قدرت له لوري په زندان یا مرګ و ګواښل شي. له همدې امله خبریال باید لاندې ټکي په پام کې ولري:
الف) که چېرې موضوع د عمومي وضعیت لکه بې ځایه پانګونې، د معاشونو نه ورکونې او رشوت اخستو په شان مسایل وي، غوره ده له موضوع سره اړوندو مشخصو او مهمو اشخاصو ته اشاره ونه شي، بلکې عمومي وضعیت را واخستل شي.
ب) کله کله په کار ده ټول اطلاعات او برملا کونې خپاره نه شي؛ ځکه که چېرې تورن کسان پوه شي، چې ستاسو په لاس کې نور اطلاعات هم شته، ښايي له ګواښلو مو لاس واخلي.
- یوه بله ستونزه
ډېرکله، د څېړنیزې راپور لیکنې کار یو ډول پولیسي کار دی؛ ځکه له یو شمېر سرچینو څخه د اطلاعاتو اخستو له پاره باید له پولیسي لارو چارو او تفتیش څخه ګټه واخستل شي.
یا هم کله کله اړیاست څو له اجازې پرته د شخص انځور واخلی. البته دغه کار په بېلابېلو هېوادونو کې د ژورنالیزم له قانون او فرهنګ سره اړه لري، مګر د افغانستان په څېر هېوادونو کې د څېړنیز راپور په ترڅ کې همکاري نه کیږي، راپور لیکوال مجبور دی، چې له پولیسي مېتود کار واخلي او کله کله خبریال له دې امله تر عدلي تعقیب لاندې هم نیول کیږي.
څېړنیز راپور د خبریال او راپور جوړونکي د مسلکي او حرفه يي کار حاصل دی او د ژورنالېزم د غره څوکه ګڼل کیږي. دغه شان راپور څو انحصاري ځانګړنې لري چې له ډلې یې کولای شو ډېروخت اخستو، درنو لګښتونو، محرمانه توب، حساس توب او خطرناک توب ته اشاره وکړو. څېړنیز راپور ورځې تر بلې ډېر په ټولیزو رسنیو کې کارول کیږي او په مطبوعاتو کې د اوږدو راپورونو ځای نیسي. دوه ستر علتونه دي چې له امله یې څيړنیز راپورونه مخ پر وړاندې او اوږده راپورونه مخ پر ځوړ وان دي: لومړی د ټولنیزو رسنیو د مشتریانو او مخاطبینو د غوښتنو او توقعاتو ډېرېدنه او دویم، له مطبوعاتو سره د ټلویزیون او سینما سیالي.