حمیدالله فیضي | 

افغان حکومت په دې باور دی چې له چابهار بندره ګټه اخیستنه نه‌ یوازې د افغانستان، بلکې د سویلي  او منځنۍ اسیا له ترانزیټ سره هم مرسته کوي او کولی شي د افغانستان له لارې هندوستان ته د توکو د صادراتو وارداتو کچه لوړه شي.

له چابهار بندر څخه ګټه اخیستنه چې د افغانستان او ایران او افغانستان او هند ترمنځ مطرح شوه او په درې اړخیز ډول پرې موافقه شوې ده او فعالېدل ‌يې یو لوی مثبت ګام دی چې د ترانزیټ د پیاوړتیا په برخه کې نه‌ یوازې د افغانستان، بلکې د سویلي او منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم اړتیا لري چې لدې لارې ګټه واخلي او خپل د اړتیا وړ توکي صادر او وارد کړي.

د افغانستان په شمول د هند او ایران اقتصادي هیلې رښتیا شوې او د اقتصادي پرمختګ لپاره يې نوی باب پرانیستل شو. د لومړي ځل لپاره د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د هند د ۱۱۰ زره مټریک ټنو مرسته شویو غنمو لېږد د درې واړو هېوادونو د هغو خبرو او غونډو مثبته پایله ده چې د سیمې او په ځانګړې توګه د دې هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره تر ډېره وخته روانې وې.

د دې بندر له لارې د هندوستان د مرستو لړۍ او تګ راتګ پيل شوی دی چې د هندوستان د وړیا مرستو لومړنۍ جوپه یې د بېړۍ په وسیله له هغه هېواده، د چابهار  پر لوري او بیا له هغه ځای څخه افغانستان ته یې رالیږدول پیل شوي دي.

تهران، کابل او نوې ډهلي تېر کال د چابهار بندر پرانیست او هندوستان ژمنه وکړه چې د دغه بندر په پراخولو سره به ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي. که چیرې دا بندر په سمه توګه فعال شي لږ تر لږه د پاکستان له خوا صادراتو او وارداتو تکیه کمه شي او په هغه صورت کې چې پاکستان غواړي د اړتیا وړ توکو د تګ او راتګ پرمهال پر افغانستان دباو راولي، ترڅو یې غوښتنې ومنل شي، وروسته لدې به دغه دباو هیڅ ځای هم ونه نیسي او د تورخم بندر د بندیدا په صورت کې به افغانستان د اړتیا وړ توکي د چابهار بندر له لارې راولیږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان ته د هندي او هند ته د افغاني صادراتو مخه د ستونزو په جوړولو سره ډب کړې او افغانستان هم ګواښ کړی چې که پاکستان له خپل دغه دریځه په شا نه‌ شي، منځنۍ اسیا ته به د هغه هېواد د مالونو په لېږد بندیز ولګوي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د چابهار بندر پرانیسته د افغانستان لپاره ستره اقتصادي لاسته راوړنه ګڼي او وايي چې په دې سره به افغانستان د پاکستان د ترانزیټ له انحصاره خلاص شي.

دا د افغانانو لپاره یو ښه زېری دی چې افغانستان ورځ تر بلې په بهرنۍ سوداګرۍ کې د یوه یا دوو هېوادونو له انحصاره خلاصی مومي. اوسمهال افغانستان ډېرې لارې په مخ کې لري او هیله شته چې د چابهار بندر که په بشپړ ډول د کراچۍ له بندر سره نه ‌شي تعویض کېدای، نو لږ تر لږه څو سلنه تکیه به د کراچۍ په بندر کمه شي.

افغانستان د سوداګرۍ د ودې په موخه د سیمې هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخوي چې دا کولی شي د صادراتو کچه لوړه او د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره لارې چارې هوارې کړي، ځکه اقتصادي پراختیا ټولنیز پرمختګ ته زمینې برابروي، بیکارۍ له منځه وړي، تولیداتو کچه لوړه وي او په ټوله کې دا کار د هېواد په امنیت کې مهم رول لوبوي.

که څه هم یو شمېر افغان سوداګر وېره لري چې د ایران او افغانستان د اوبو پر سر لانجې ته په کتو فکر کېږي چې په اوږمهالي کې شاید ایران هم په چابهار بندر کې ستونزې جوړې کړي، خو دا یوازې د افغانستان په ګټه نه، بلکې په دې بندر کې د ایران پراخې اقتصادي ګټې هم نغښتې دي او فکر نه‌کیږي چې دا هېواد به په راتلونکي کې د افغان ترانزیټ مخه ډب کړي.

د چابهار بندر څخه په ګټې اخیستنې سره به د افغانستان توکي په ډېره اسانه او کمه موده کې هندوستان ته صادر شي او په بدل کې به یې د هېوادوالو د اړتیا وړ توکي له هندوستانه افغانستان ته راوړل شي او د دې بندر څخه په ګټې اخیستنې سره به هندي توکي د افغانستان او ایران له لارې تر منځنۍ آسیا پورې لار پیدا کړي.

د معلوماتو له مخې دا بندر د دې تر څنګ چې د سویلي اسیا هېوادونه له منځنۍ آسیا سره نښلوي، د خلیج هېوادونو مرکزي آسیا او قفقاز حوزې په وصلولو کې هم مهم رول لري.

هند د نړی د لسو غټو تولیدونکو هېوادونو څخه دی، چې صنعت یې وده کړې او ډير نفوس لري او د افغاني توکو د خرڅلاو لپاره ښه بازار دی، نو دا لار له همدې امله افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د سوداګری د پراختیا په خاطر هندوستان ته یوه اړینه اړتیا ده چې د افغانستان لپاره به هم د سوداګرۍ د ودې لارې چارې برابرې کړي.

افغانستان که له یوې خوا په وچه کې راګیر هېواد دی خو له بل پلوه بیا داسې جغرافیایې موقعیت له ځان سره لري، چې د سویلي او منځنۍ آسیا ترمنځ د پول ارزښت یې خپل کړی دی.

د سیمې ډيرۍ هېوادونه په ځانګړي توګه چین، هندوستان، پاکستان او د منځنۍ آسیا ډيرۍ هېوادونه کولی شي د افغانستان له لارې د اړتیا وړ توکو لیږد او رالیږد ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *