يو خسر د خپل نږور کټ ته ورغی، بد کار يې ورسره وکړ. وروسته يې خپله نږور څو لغتې ووهله چې ما دومره بد درسره وکړل، تا نه چغه وکړه او نه دې فرياد وکړ، هغې ورته وويل: د فرياد د اورېدو خو مې ته وې چې تا داسې راسره وکړل نو فرياد او شکايت چاته وکړم!؟
زه اوس راځم دې خبرې ته چې؛ زموږ د هېواد حالاتو ته په کتو سره چې دلته څه تېريږي، د ناخوالو او ستونزو خبره کيږي، په دې کې زه يوه خبره ښه په زغرده کووم چې لويه ستونزه د فرياد په خلکو کې ده، يانې په هغه کسانو کې چې مسؤلين او فرياد اوريدونکي دي.
يوه پخه وينا ده: «امام چې بې تقوا سي مقتديان څه ملامت دي» همدا خبره ده، چې له مشرانو راخرابه ده. خبره د هېواد له سياستوالو او ملکانو راخرابه ده.
کله ناکله څوک پر عام ملت باندې نيوکې کوي، زه خو عام ملت ته تر ډېره حده برآت ورکووم، ملت خو داسې يو مثال لري لکه رمه او مشر يې داسې مثال لري لکه چوپان، اوس تاسو قضاوت وکړئ چوپان هر خوا وغواړي خپله رمه بوځي نو په ډېرې اسانۍ سره يې بېولی سي، مګر رمه د چوپان له اجازې پرته څه نه سي کولي، مجبور دی چې چوپان ته به ګوري.
زموږ ټولنه هم همداسې ده، سره له دې چې ملت تر ډېره د خپل سمښت لپاره کولی سي خو ټول کار د مشرانو په لاس کې دی، که د ملت پرمختګ او ښېګڼه وغواړي هم يې کولی سي او که ملت برباديږي نو د همدوی له لاسه به وي.
د مشرتوب او رهبريت لپاره تر ټولو لومړی معيار تقوی او پرهيزګاري ده، زموږ د مملکت وزيران چې شپه تر سهاره په عياشيو کې ډوب وي، د شرابو خومان تشوي، له دوی څخه به بيا ته څنګه عدالت وغواړې، له دوی څخه به بيا څنګه د هغه چوپان تمه وسي چې خپله رمه يې پر شنې او ښېرازه سيمې باندې د مړښت لپاره راپنډه کړي وي.
زموږ د هېواد په قضايه ارګانونو کې داسې خلک چې ورڅخه د عدالت تمه کيږي او د نبي کريم ص پر مصله ناست وي او د عدالت په نوم داسې فېصلې کوي چې نه يې قانون مني او نه د اسلام سپېڅلی دين.
موخه مې دا ده چې په عدليې او قضايي برخو دنده هم داده چې عدالت پلی کړي، د عدالت څخه هدف دا دی چې مجرم ته سزا ورکول سي او بې ګناه خلک زندان ته ولاړ نه سي. زموږ په هېواد کې ددې برعکس خبره ده چې ډېر مجرمين ايله کيږي او بې ګناه زندانونو ته ځي او تر کلو کلو په داسې حال کې چې دوسيې لا مالومې هم نه وي له خپلې کورنۍ ليرې پراته وي.
زموږ هغه مشران چې حکومت ورڅخه جوړ دی هغوی ددې لپاره چې فکر وکړي چې هېواد څنګه وژغوري، د دوی انرژي تر ډېره په دې مصرفيږي چې چېرې خپل سړی مقرر کړي او دا هم نه ګوري چې سړی ښه دی او که بد، فقط هر يو سړی کوښښ کوي چې خپل سړی په واک کې راولي، نو په داسې يو حالت کې هېواد ژغورنه ډېره ستونزمنه ده.
کله کله ځينې دوستان راته د حالاتو د ستونزو او د چارواکو د چلند په اړه شکايت وکړي، زه همېشه اوس دوستانو ته دا وايم، پر موږ او تاسو د الله ج يو عذاب نازل سوی دی او دعاوې به کوو چې خدای ج راباندې ورحميږي او له دغه حالاتو مو خلاص کړي.
د حالاتو اوښتون او ناسمې خواته تلل تر ډېره د خلکو په اعمالو پورې هم اړه لري، که خلک خپل عملونه سم نه کړي، د خدای ج اسلامي قانون ته په سمه توګه غاړه ونه غځوي، د حلال او حرام، پاک او ناپاک توپير ونه کړي، د پرديو حقوقو، درواغو، غلاو، فحشاو او نورو ګناو څخه ځان ونه ژغوري نو مالومه خبره ده چې خدای ج به داسې حاکمان راباندې مسلطوي چې ظالمان به وي، ظلم به کوي او ملت به د هلاکت او ګمراهۍ کندې ته ورټېل وهي.
لکه مخکې چې مې هم يادونه وکړه د هر کار او مسؤليت د سرته رسولو لپاره تر ټولو تقوا او پرهېزګاري مهمه ده، نو د ملي حکومت له مشرانو مو هېله دا ده چې تر ډېره داسې کسان په لوړو بستونو کې چې له وزارته تر ولايته، ولسواليو او ان تر رياستونو پورې مقرر کړي، چې اهليت ولري، په سمه توګه يې زده کړې کړي وي، پرهيزګاره وي، وطندوسته وي او په واقعي ډول د خپل ملت د رمې رښتيني چوپانان وي.
په اوسنيو ادارو کې هم ډېری داسې چارواکي موږ لرو چې ښه بېلګه يې دلته هلمند کې ده، په غلاو، رشوتونو او نورې پيسې يې پيدا کړې وي، د خلکو او غريبانو ګوله يې د دوی له خولو راګرځولي وي خو جالبه دا ده چې په همدغه حرامو پيسو خيراتونه کوي او په همدغه خيرات خلکو ته ځان سپينوي.
ددې لپاره چې يوه ټولنه سم لور ته روانه سي، ټولنه پرمختګ وکړي او له ټولنې ټولې بدبختيانې ختمې سي، نو په دې برخه کې مشران ډېر رول لري، ځکه د ټولنې واګې د مشرانو په لاس کې وي او لکه مخکې چې مو وويل، که مشر هر ځای وغواړي خپله ټولنه هماغه لور ته وروستلی سي، هر مشر بايد خپلې پرهيزګارۍ او تقوا سره سم د ټولنې لپاره په پاک او سپېڅلي نيت کار وکړي، په ډاډ ويلی سم چې ټولې بدبختيانې، بې عدالتۍ او ظلمونه به ورک سي او له هرې ناوړه پديدې، د اسلام د سپېڅلي دين او قانون سره په ټکر کړنې به له منځه ولاړې سي.
بل پلو ټولنه هم مسؤله ده چې هر کار کې بايد مشر ته ونه ګوري، ممکن د يو ملت مشر ناسم انسان وي، يا ښه انسان وي خو ځينې کارونه يې ناسم وي، نو ټولنه او د ټولنې وګړي مکلف دي چې خپل مشر ته سمه لارښوونه وکړي، مشورې ورکړي او سمې لارې ته يې راوبلي.
نو ښه ټولنه بايد ښه مشر ولري او ښه مشر خپله ټولنه سم لور ته ورولي، چې په دې سره به تر ابده ابده د مشر نوم هم ژوندی پاتې سي او خپلې ټولنې ته به يې خدمت هم کړی وي.