دوه ناروغان په یوه خونه کې بستر وو، خو ولې یوه یې هره ورځ له ماسپښینه وروسه اجازه درلوده چې په خپل کټ کېښیني او ترڅنګ کړکۍ نه ور هاخوا نندارې وکړي.
دوېیم ناروغ اړ و چې هېڅ ونه خوځېږي او تل د خوا ملګري سره په ځانګړي تخت ویده شي، دوی په ساعتونو ساعتونو خبرې سره کولې؛ له مېرمنې نیولی، کورنۍ، د عسکرۍ او د رخصتۍ کیسې به یې سره کولې او هره ورځ یې له ماسپښینه وروسته هغه ناروغ چې د کړکۍ ترڅنګ و او څه یې چې له کړکۍ هاخوا لېدل، څنګلوري ناروغ ته به یې کیسه کوله.
کړکۍ یوه پارک ته مخامخ وه چې تر منځ یې یو وړوکی سیند هم بهیده، هیلیو ورکې لامبو وهلې، ماشومانو هم خپلې کاغذي کښتۍ ورغورځولې وې او لوبې یې کولې. زړو ونو په خپلې ښکل بهرنی ننداره لا ښکلې کړې وه او مازدیګري کې د لمر غروب بیا یو په زړه پورې ننداره وړاندې کوله.
د کړکۍ ترڅنګ ناروغ کوم ډول چې کیسه کړه ترڅنګ ملګري ېې په هماغه ډول په خپلو سترګو او ذهن کې انځوراوه او یوه غرقه ساه یې اخېسته.
ورځې او اوونۍ تېرېدې، څو چې د کړکۍ ترڅنګ ناروغ ومړ او نرسانو یې مړی له خونې بهر و ایست.
څنګلوری ملګری یې ډېر پکو و او پر نرسانو ېې غږ کړ چې زما تخت هم د کړکۍ ترڅنګ یوسئ، کار یې وشو. ناروغ په ډېر تکلیف ځان تر کړکۍ وڅښاوه، څو له کړکیه هغه بهر دنیا وګوري چې ده په ذهن کې تصویر کړې وه خو له یوه حیرانتیا سره مخ شو، ګوري چې یو دنګ دیوال یې تر مخ دی.
ناروغ په حیرانتیا وپوښتل چې څنګلوري ملګري مې تل زړه راښکونکي مناظر راته تصویر کول، نرس ځواب ورکړ هغه ناروغ په مکمل ډول نابینا و.
یادونه: چاته وړه هیله ورکول ښايي ډېرې معجزې وزیږوي او تل باید مهرباني له چا ونه سپموو.
ژباړه: کمالپوري