خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٦-٢٦
کندهار، افغانستان- چارواکو د امنيتي غونډي پر مهال د کندهار د ګاونډي ولاياتو د پولو پر امنيت ټينګار وکړ.
د نن ورځي په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري جوړه سوې وه، د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسى محمد، د ٢٠٥ اتل قول اردو د دريمې لېوا قومندان جنرال مرتضى خان، د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر پاسوال رحمت الله اطرافي، د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر نورو استازو ګډون کړى وو. کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، ځيني وختونه د کندهار له ګاونډي ولايت هلمند څخه وسله وال کندهار ته راځي او دلته د دولت پر ضد فعاليتونه کوي. هغه زياته کړه چي کندهار له هلمند سره تړلى ولايت دى او د دې دوو ولايتونو خلک هم ډېر تګ راتګ کوي، چي له دې څخه په استفادې وسله وال مخالفين کندهار ته راځي او دغلته ورانکاري فعاليتونه سرته رسوي. ښاغلي ويسا ټينګار وکړ چي د ګاونډيو ولايتونو امنيت ته دي توجه زياته سي او د دواړو ولاياتو امنيتي ځواکونه دي د پولو امنيت ته خاصه توجه وکړي.
کندهار والي داراز وويل چي دښمن له بېلابېلو لارو هڅه کوي چي کندهار ناارامه کړي، بېګناه افغانان ووژني او د افغان دولت پر ضد تبليغات وکړي، خو امنيتي ځواکونه به په خپل ټول توان د دښمن مخه نيسي او د خپلو بېګناه کندهاريانو ژوند به ژغوري. نوموړي امنيتي ځواکونو ته هدايت وکړ چي د راتلونکي اختر لپاره بشپړ امنيتي تدابير ونيسي، تر څو د کندهار اوسېدونکي د سولي په فضا کي اختر ولمانځي.
بل خوا تېره اوونۍ د ملي امنيت رياست د منسوبينو له لوري ١٩ وسله وال ترهګر نيول سوي او داراز ٣٢ ماينونه، ٢٥ د ماين کانچې، ١٣٧ کيلوګرامه چرس، يوه مازدا موټر او دوه موټرسايکلان نيول سوي دي. د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وويل چي تېره اوونۍ يې يو ځانمرګى بريدکوونکى نيولى، ٣٢ وسله وال مخالفين يې وژلي، ١٠ نور يې ټپيان کړي او ٩ تنه نيول سوي دي. هغه زياته کړه، چي په ورخته وخت کي يې ٣٤ ماينونه، ٢ له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکلان او ٩ ميله کلاشينکوفونه له ١٢ شاژورونو سره نيولي دي. د اطرافي په خبره، د وسله والو مخالفينو ١٨ عرادې موټرسايکلان يې تخريب کړي، ٨٠ کيلوګرامه باروت، ٥٠٠٠ فيره د زکويک مرمۍ او ١١٠٠ مټره سانيه سوزلاين يې نيولي دي. بل خوا د دريم سرحدي زون قومندان عبدالحي اطرافي خبر هم خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې ٤٩ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.