تاند- د غزني ولایتي چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د ملاقدیر ترهګره شبکه دړې وړې کړې او ۱۶ غړي یې وروژلي دي.
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل، دا کسان په ناوې او مقر ولسوالیو کې وژل شوي دي.
ده همداراز ادعا وکړه چې ۱۴ نور وسله وال مخالفان ژوبل شوي دي.
د غزني د والي مرستیال وايي چې په وژل شویو طالبانو کې ۳ تنه پاکستانیان دي.
محمد علي احمدي وویل چې په دې عملیاتو کې د افغانستان د ملي اردو لاس ته وسلې او مخابرې هم ورغلي دي. پرون هم د غزني ولایتي چارواکو په خپل ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د ۲۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدا ادعا کړې وه.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ادعا کوي چې د حقاني شبکې ۱۴ غړي له وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.
د ملي امنیت د ریاست په وینا دا کسان د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په خوست کې نیول شوي دي.
ملي امنیت ویلي چې له نیول شویو کسانو سره ۷ ټنه چاودېدونکي مواد، ۳ موټرونه، ۴ موټرسایکلونه، او ۹۹ تمانچې په لاس ورغلي دي.