تاند، یکشنبه، دمیزان ۱۴مه: دفاع وزارت وايي، د تخار بهارک او خواجه غار ولسوالۍ یې له طالبانو څخه په یو مخ پاکې کړې دي.

 دفاع وزارت تاند ته په را استولیو دوه جلا خبرپاڼو کې د بهارک په اړه ویلي، له طالبانو څخه یې په ابدال او تخته کپرک سیمو ۸۹ وسله وال وژلي او ۶۷ نور یې ټپیان کړي دي.

 په بله خبرپاڼه کې هم راغلي چې تېره ورځ یې طالبان په خواجه غار ولسوالۍ کې ځپلي او دا سیمه یې له طالبانو پاکه کړې ده.

د تخار جګړې ته د کورنیو او دفاع وزارتونو مرستیالانو ځانونه رسولي دي چې په پیل کې یې طالبانو غوښتل د تالقانو ښار ونیسي، خو چارواکي وايي، دا پلان یې ناکام کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *