تاند، جمعه د سنبلې لومړۍ: په جلال اباد ښار کې د کونړي مارکیټ اور اخیستی چې د چارواکو په وینا له شاوخوا دوه ساعتونو وروسته د اطفایې لخوا وژل شوی دی.
د مارکیټ هټۍ وال وایي، اورلګېدنه ماخستن مهال د مارکیټ په وروستي پوړ کې د جنراتورونو له کبله رامنځته شوې چې د مارکیټ جومات او د جنراتورونو د تېلو خونه یې له منځه وړې ده.
د دوی په وینا ښاروالي له مارکیټ سره نږدې وه او پر وخت د اطفایې عمله ور رسېدلې او د اور لمبې یې قابو کړې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي هم تاند ته په خبرو کې تایید کړه چې د کونړي مارکیټ په وروستي پوړ کې لګیدلی اور په وخت قابو شوی او د اطفایې عملې یې لمبې وژلې دي.
نوموړي د اورلګېدنې له کبله مارکیټ ته د ور اوښتي تاوان په تړاو ناخبري وښوده او زیاته یې کړه اوښتی زیان به وروسته وپلټل شي.
کونړي مارکیټ د جلال اباد ښار تالاشۍ څلور لارې سره نږدې دی چې په څو منزلونو کې یې د څپلکو، بوټانو او تیارو کالیو دوکانونه دي.