د افغانستان په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت پخوانی استازی داکټر اسدالله همتیار په کابل کې د نا پېژندو وسلوالو له خوا وژل شوی دی.
د کابل د اتمې امنیتي حوزې امر محمد داوود پکتیاوال وویل چې ډاکټر همتیار تېر ماښام ستانکزي مېنې ته نېږدې په خپل کتنځي کې د تفچې په ډزو وژل شوی دی.
ښاغلي پکتیاوال وویل چې تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو لامل نه دی معلوم خو د وژنکو د نیونې لپاره هڅې روانې دي.
اسد الله همتیار د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسیدونکی و.