تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰ مه: د ننګرهار ولایت د کانال ریاست چارواکي وایي، د دې ولایت د کانال شرکت اړوند درېیم فارم به سږ کال پنځه زره دوه سوه ټنه د مالټو حاصلات ورکړي چې د تېر کال په پرتله پنځه چنده زیاتوالی په کې راغلی دی .
د ننګرهار د کانال شرکت عمومي رئیس پرویزعلي تاند ته وایي، د دې ولایت د کانال ریاست اړوند د ستروسو باغونو باندې سږ کال یو میلیون افغانۍ پانګونه شوې چې سږ کال به پنځه زره دوه سوه ټنه حاصلات ورکړي او د ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید به هم ورڅخه تر لاسه شي .
د پرویز علي په خبره، تیر کال د ستروسو یادو باغونو ۱۵ سوه ټنه حاصلات ورکړي وو چې پنځه میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ پرې پانګونه شوې وه خو د اووه سوه زره افغانیو عواید ترې تر لاسه شوی وو: (( سږ کال د کانال شرکت لخوا د عوایدو د ډیر والي او د ستروس باغونو د ښو اګروتخنیکي فعالیتونو د اجرا په اړه اقتصادي طرح جوړه کړې چې ورسره به مو حاصلات لا زیات شي.))
هغه زیاتوي اوس مهال د ننګرهار کانال په ۶ سوه هکتاره ځمکه د ستروسو باغونه دي چې په کې ۲ زره کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي .