تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د ارزګان ځايي چارواکي وايي، طالبانو له پنځو ورځو راهیسې په ګیزاب ولسوالۍ کې ۸۰ تنه سرتېري محاصره کړي دي.

د زابل والي محمد شفیق اسدالله سعید تاند ته د ټلیفون پر لیکه وايي، طالبانو لس ورځې وړاندې پر ګیزاب بریدونه پيل کړل او اوس ۵ ورځې وشوې چې په دغه ولسوالۍ کې ۸۰ تنه افغان سرتېري د طالبانو لخوا محاصره دي.

 نوموړی وايي، دا محاصره جدي نه ده ځکه کمانډو ځواکونه سیمې ته رسېدلې دي او تر سبا پورې به افغان سرتېري د طالبانو له محاصرې راووځي.

د ښاغلي سعید په خبره طالبان غواړي ارزګان ولایت د ټول افغانستان لپاره په خپله نظامي قومندانۍ بدل کړي او تر دې وړاندې یې څو ځله د ارزګان د سقوط هڅه هم کړې ده: (( طالبان له ارزګان څخه خپله اډه جوړول غواړي، اته میاشتې وړاندې زموږ د راپور په اساس چوره ولسوالۍ کې دوه لیتوانیايي کسانو طالبانو ته د روزنې کمپ جوړ کړی و.))

ارزګان چې د طالبانو لپاره مهم ولایت بلل کېږي، تر اوسه په کې طالبانو لا د سرتېرو د محاصرې په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *